ورزش

کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې لپاره د توپ وهنې نوی روزونکی وټاکه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د سریلانکا پخوانی کیڼ لاسی توپ وهونکی «اویشکا ګنوردني» د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل شو.

۴۴ کلن اویشکا ګنوردني د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۶۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د توپ وهنې ۲۸ اوسط سره ۱۷۰۸ منډې جوړې کړي او د دې ترڅنګ یې په شپږ ټېسټ لوبو کې ۱۸۱ منډې ترسره کړې دي.

اویشکا له دې وړاندې د روزنې په برخه کې د څو کلنو لپاره د سریلانکا الف لوبډلې سره روزونکی و او په ۲۰۱۷ کال کې د سریلانکا ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل شو.

سریلانکایي اویشکا ګنوردني وروسته له هغې د افغانستان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث ګمارل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د استرالیا ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شان ټېټ د توپ اچونې د روزونکي په حیث وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به په خپل کوربتوب په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره کړي او په دې سره به د کورنیو روزونکو سربېره د ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده لانس کلوزنر، د توپ اچونې روزونکي دنده شان ټېټ او د توپ وهونې روزنې دنده به اویشکا ګنوردني پرمخ یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx