ورزش

د کرکټ راتلونکو سیالیو په اړه اندېښنې، سریلانکا بورډ وایي چمتو والی نیسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو له لوري د کابل تر نېولو او حکومت ترلاسه کولو وروسته داسې اندېښنې ښودل کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز مهالویش د ستونزو سره مخ شوی دی، خو د سریلانکا کرکټ بورډ وایي چې د یادو لوبو کوربه توب ته چمتو والی نیسي.

دغه لوبې چې د سپتمر له لومړۍ نیټې پېلیږي، د افغانستان کرکټ بورډ وار له مخه لوبډله اعلان کړې او ډیر ژر به سریلانکا هېواد ته لاړه شي چې هلته به د څو ورځو لپاره قرنطین وي.

نن ټکی اسیا ته د افغان کرکټ بورډ څخه نږدې سرچینو ویلي چې ټاکل شوې وه افغان لوبډله نن سریلانکا ته سفر وکړي خو په کابل هوایي ډګر کې د ځینې تخنیکي ستونزو له کبله دغه سفر بلې ورځې ته وځنډېده.

د کرکټ مینوالو ترمنځ داسې اندېښنې رامنځته شوي چې ګواکې د طالبانو په راتلو سره به د کرکټ ادارې ته زیان ورسیږي او دغه لوبې به د ستونزو سره مخ سره مخ شي.

یادې سرچینې ویلي چې د طالبانو یوه پلاوي پرون د افغانستان کرکټ بورډ څخه لیدنه کړې او هغوی ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو مدیر حکمت حسن وړمه ورځ رسنیو ته ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلونکی سیریز به د مهالویش سره سم ترسره کیږي.

دغه راز د افغانستان د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین یوه پاکستاني تلویزون ته د کرکټ په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دغه لوبه ددوی په وخت کې پېل شوې او اوس یې هم پر وړاندې هیڅ خنډ نه جوړیږي او د نورو لوبو په څېر یې بشپړ ملاتړ کوي.

د سریلانکا کرکټ بورډ منشي موهن ډي سلوا وایي، «موږ دوی ته ویلي چې موږ د سیریز کوربه توب ته چمتو یو، ټول چمتو والی روان دی». نوموړي زیاته کړه، په کابل کې وضعیت ته په پام سره موږ نه پوهیږو چې افغان لوبډله به لوبې ترسره کړي که نه، موږ ددوی ځواب ته منتظر یو».

ډي سلوا زیاته کړه چې «د کرونا ویروس ته په پام سره دواړه لوبډلې باید راتلونکې اونۍ سریلانکا ته راشي ځکه چې سیریز به په سپتمبر کې پېل شي».

اوسمهال د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي انګلستان کې په سوداګریزو لوبو بوخت دي، خو ډیری لوبغاړي په افغانستان کې شتون لري او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتو والی نیسي.

د یادونې وړ ده، افغان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د سریلانکا کرکټ لوبډلې پخوانی توپ وهونکی اویشکا ګنوردنې د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل شو. دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې تېره اونۍ استرالیاوي شان ټيټ د یادې لوبډلې د توپ اچونې برخې روزونکی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x