شعـــــرونه

ای زما ګرانه طالبه!/ عبيدالله علم

عبيدالله علم

ای زما ګرانه طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه
په کلونو چې و زړو کې ارمانونه مو رشتیا کړه

دا زخمي ټپي ملت مې درېدلی غمځپلی
د زخمونه یې پټۍ شه او دردونه یې دوا کړه
ای زما ملنګ طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

د یتیم اوښکې کړه پاکې د پلار مینه ورته کړه
ھغه ټول عمر ژړ‎لي، راشه ته یې په خندا کړه
ای زما اتل طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

سوزیدلی جوماتونه، کنډوالې مو دي کورونه
د سر سيوری مو نشته د سر سيوری مو پیدا کړه
ای زما اتل طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

مدرسه ترې جوړه کړ‎ې اسیرانو له زندانه
چې بگرام یې لیلیه شي، په دا شان جنګي کلا کړه
ای زما اتل طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

غصب شوې ځمکې بیرته مستحقو ته تسلیم کړ‎ہ
رشوت ورک له دفترو کړ‎ہ، عدالت پاک او صفا کړه
ای زما اتل طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

غیږ‎ہ خلاصه کړ‎ہ ھر چاته، د نفرت تخمونه ورک کړ‎ہ
زہ علم ځار شم له تا نه سر دې خلاص په دې وینا کړه
ای زما اتل طالبه نور خوبونه مو رشتیا کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx