لیکنېنظــر

و طالبه ګرانه پام کوه کابل باندې!

عبدالرحيم (ثاقب) ليكوال او سياسس شنونكى

له امریکايي اشغال سره تر شل کلن جهادي مقاومت وروسته بالاخره طالبان په سوله ییز ډول کابل ته داخل شول.

تردوو اونیو په کم وخت کې د پلازمینې کابل په شمول د هیواد د څلوردیرشو ولایتونو نیول د طالبانو په اړه د نړۍ د ټولو نظامي ماهرینو او سیاسي محللینو محاسبې او اټکلونه معكوس ثابت كړل.

هیچا دا تصور نشوای کولای چې هغه حکومت چې ترشا یې د امریکا او ناټو پوځي ، مالي او تبلیغاتي حمایت موجود وي په دومره کمه موده کې سقوط وکړي.

افغانستان همداسې یو هیواد دی چې د اوسیدونکو په لاس یې معجزه آسا کړنې شوې چې یوه له هغو نه همدا د طالبانو په لاس د کابل نیول دي.

په هرصورت اوس چې طالبانو د هيواد سياسي واک ترلاسه كړی نړیوال او خپله افغانان تري د يوه شامل تعامل توقع لري.

دلته شل کلن اشغال د ناورینونو طوفان تر شا پري ایښی دی. نا امني، فقر، اداري فساد، بیروزګاري او … ډیرنور ناورینونه.

تر اوسه پوري که طالبانو یواځې له  اشغال څخه د افغانستان د آزادولو مسؤلیت درلود اوس ورته د افغانستان بیاجوړولو, په هغه کې د امن ټینګولو، فقر له منځه وړلو ، خلګوته کار پیداکولو، فساد ختمولو, له سیمي او نړۍ سره اړیکو جوړولو او نور ډیر مسؤلیتونه ورترغاړه دي.

دا هرڅه ډیرفعاليت قربانیو او ستړیاو ته ضرورت لري.

صداقت ، اخلاص ، جدیت او خپلو عقیدوي مبادئو ته ژمنتیا هغه څه ده چې د طالبانو دا ستر مسؤليت آسانه کولای شي.

اوس د افغانستان د ځوریدلي ولس د هیلو سترګې د طالب په لور کږې او هغه د خپلو هیلو د پوره کولو فرشته بولي.

هیله ده د اشغالګرو په مقابل کې فاتح طالب د خپل ولس په وړاندې د تواضع او انکسار سیاست غوره کړي.

ګرانه طالبه !

کابل ته فاتحانه راتګ دې د یوه بل تاریخي پړاو پیلامه ده ، کابل ښاریان دې په ګلونو استقبالوي او کابلي خوندې دې له اهګڼ تعالی څخه د حفاظت سوالونه کوي…

ګرانه طالبه د كابل په اړه دې د هیواد د نامتو مفکر، ادیب او نابغه استاد علامه ناګار صاحب د هغه شعر یوې مصرع ته پام راګرځوم چې ۲۶ کاله وړاندې ته د کابل د تحفظ په اړه داسې مخاطب کړی وی:

واخله ‍ذوالفقارلاس کې سپور شه په دلدل باندې …. وطالبه ګرانه پام کوه کابل باندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x