ورزش

حامد شینواری: د پاکستان پر وړاندې سیالۍ به د مهالویش سره سمې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې د وروستي تحولاتو سره سم ویلي چې د پاکستان لوبډلې سره به راتلونکې سیالۍ د مهالویش سره سمې ترسره کیږي.

د افغان کرکټ بورډ اجرائیوه مشر ویلي چې یادې سیالۍ به د سپتمبر میاشتې په لومړۍ لسو ورځو کې د سریلانکا په همبونټوټا ښار کې ترسره شي.

نوموړي د ځینو مینوالو هغو اندېښنو ته چې ګواکې د طالبانو واکمنۍ سره به کرکټ زیانمن شي په ځواب کې ویلي،« طالبان د کرکټ سره مینه لري او ددې بشپړ ملاتړ کوي، دوی زموږ په کارونو کې مداخله نه کوي».

ښاغلي شینواري زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنيو لوبو سیریز به د مهالویش سره سم ترسره کیږي، د حکومت د بدلېدو سره وار دمخه پېل شوی تمریناتي کمپ به له دوه ورځنۍ دمې وروسته یو ځل بیا پېل شي.

نوموړي رسنیو ته دا هم په ډاګه کړه چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرکټ بورډ چارواکو کورنۍ په امن کې دي او د هیڅ خطر سره نه دي مخ شوي.

بل لوري ته د کرکټ بورډ د رسنیو مدیر حکمت حسن ویلي چې کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ډیر زحمت ویستی او له سختو ننګونو سره مخ شوی، خو تر اوسه ددې سیریز په اړه ۹۰ سلنه پرمختګ شوی او هیله مند یو چې لوبې د سپتمبر په لومړۍ لسیزه کې وشي.

ښاغلی حکمت حسن وایي، «په اوسني شرایطو کې دغه لوبې ډيرې مهمې دي، د زموږ ملت ته مثبته روحیه ورکوي او د اندېښنو په کمولو کې مرسته کوي، ځکه خو په هر صورت غواړو ترسره شي».

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره به د اګست له ۲۱مې تر ۲۸مې نیټې په لاهور ښار کې تمریناتي کمپ ترسره کړي، چې له هغه وروسته به یې د کرونا معاینات کیږي او بیا سریلانکا هېواد ته ځي.

ټاکل شوې ده د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز ترسره شي، دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx