
د شل اوریزو نړیوال جام مهالویش خپور شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده د شل اوریزو نړیوال جام د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نیټې د هندوستان په کوربه توب د عمان او عربي اماراتو په هېوادونو کې پېل شي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یاد جام مهالویش خپور شو، چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ سیالۍ د اکتوبر په ۲۵م او د پاکستان پر وړاندې مهمه لوبه د دغې میاشتې په ۲۹مه ترسره شي.
افغان لوبډلې چې مستقیما دغه جام ته لار موندلې په لومړي پړاو کې ټولې پنځه لوبې ترسره کوي. د نیوزیلند، پاکستان او هندوستان سربېره به دوه نورې لوبډلې ددوی سره په یوه ګروپ کې ځای لري.
د افغانستان لوبډلې د لوبو مهالویش:
لومړۍ لوبه: افغانستان د غوراوي B ګروپ څخه لومړی مقام ترلاسه کونکي لوبډلې پر وړاندې د اکتوبر په ۲۵مه په شارجه کې.
دوهمه لوبه: افغانستان د پاکستان پر وړاندې د اکتوبر په ۲۹مه په دوبۍ کې.
دریمه لوبه: افغانستان د غوراوي A ګروپ دوهم مقام لرونکې پر وړاندې د اکتوبر په ۳۱مه په ابو ظبي کې.
څلورمه لوبه: افغانستان د هندوستان پر وړاندې د نومبر په ۳مه په ابو ظبي کې.
پنځمه لوبه: افغانستان د نیوزیلند پر وړاندې په ابوظبي کې.
ددې سربېره د یاد ټورنمنټ یوه بله مهمه لوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ده، چې د اکتوبر په ۲۴مه نېټبه به ترسره کیږي.
له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې د نیمه پایلوبو پړاو ته لار مومي، او له هغې ځایه به پایلوبې ته رسیږي چې د نومبر په ۱۴مه په دوبۍ کې ترسره کیږي.
باید وویل شي چې راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، په لومړي پړاو کې به بنګلدېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نیو ګینیا، ایرلینډ، هالنډ، سکاټلنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې ترسره کړي، چې څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیدا کړي.
افغانستان، پاکستان، سویلي افریقا، انګلستان، هندوستان، انګلستان، استرالیا او نیوزیلند هغه ۸ لوبډلې دي چې مستقیما یې نړیوال جام ته لار موندلې ده.