افغانستان

طالبان: له هېڅ افغان سره دښمني نه لرو، ټول بايد په ګډه د نظام د ساتلو لپاره کار وکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د لوړپوړو مشرانو پلاوی کابل ته راغلی او دلته يې له سياسي، جهادي او علمي شخصيتونو سربېره يې لیده کاته کړي دي.

د طالبانو د مرستيال سراج الدين خلیفه «صاحب» تره او د طالبانو لوړپوړي مشر الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ پلاوي تېره ورځ د سولې وزارت په تالار کې د سلګونو کسانو ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د هېواد ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې له هېچا سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او ټول دې ډاډمن اوسي.

ښاغلي حقاني وويل، چې د دوی دښمني له امريکايي اشغال او د هغوی له لاسپوڅي نظام سره وه او اوس، چې بهرنيان او د هغوی نظام نشته، نو دوی هم له هېڅ افغان سره دښمني نه لري او ټول بايد په ګډه د هېواد نظام جوړولو لپاره کار وکړي.

ښاغلي حقاني تېره شپه له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاينې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په ګډون له يو مخکښو سياستوالو سره ناسته وکړه او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې هېڅوک بايد هېڅ ډول تشويش ونه لري او ټول بايد په ګډه د اسلام عادلانه نظام، د هېواد او ملت د بيا رغونې لپاره کار وکړو او هېڅ اجنبي ته په دې اړه سترګې ونه نيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

امارت اسلامی د عفوی په باره که د حد نه زیات احساساتی او عاطفی عمل کوی داسی نه چه د ددوی عواطف او احساسات ګل (!) و نکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx