ورزش

کرکټ بورډ وایي سږکال به شپږیزه لیګ کې ۸ لوبډلې وي او د سپتمبر په لسمه پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې سږکال به د نورو کالونو په پرتله په شپږیزه لیګ کې د شپږو پرځای ۸ لوبډلې ګډون وکړي چې ټولو یې د مالکیت امتیاز ترلاسه کړی دی.

د لوبډلو د مالکیت امتیاز ترلاسه کولو په پار د افغانستان کرکټ بورډ په تالار کې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري په مشرۍ غونډه ترسره شوه چې د کرکټ بورډ یو شمېر چارواکو او د لوبډلو مالکانو په کې ګډون کړی و.

په شپږیزه لیګ کې د هندوکش ستوري او د پامیر زلمیان لوبډلې زیاتې شوې، کرکټ بورډ وایي دا لومړی دی چې د شپږیزې په تاریخ کې ټولې لوبډلې پلورل کیږي.

د شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره د کرکټپ ور لاندې شرکتونو د مالکیت امتیاز ترلاسه کړی دی:

د راپټ پي لوجستیکي خدماتو شرکت د هندوکش ستوري لوبډلې، ایرو پارسال د پامیر زلمیان لوبډلې، شیر ځلاند د اوسپنې ویلي کولو شرکت د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي دارالممتاز ساختماني شرکت د کابل بازان لوبډلې، سهاک سوداګریز شرکت د امو نهنګان لوبډلې، شیر ولي یاري سوداګریز شرکت د بست ساتونکي لوبډلې، ولي روان خوراکي توکو د تولید شرکت د بند امیر لوبډلې او قیصر بابا لمیتد د مس عینک اتلان لوبډلې د مالکیت امتیاز ترلاسه کړ.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي سپتمبر میاشتې په ۱مه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د اتلو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پېل او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې نیټې دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx