دلیبیا ملی انتقا لی شورای نن رسما ددغه هیواد دازادي او استقلال اعلان وکړ

(نن ټکی سیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۳) دلیبیا دملي انتقالي شورای مشرانو نن دلیبیا په بن غازي ښارکی له کومه ځایه څخه  چی دروان کال دفبروري په میاشت کي ددغه هیواد دپخواني او وژل شوی ټولواک قذافي دراپورزولو په وړاندي اولس راپورته شوي وو، یوی لویی غونډي ته دلیبیا داستقلال او ازادي مبارکی وویله.

دلیبیا دملي انتقالي شورای مرستیال مشر وغونډي ته دخپلي وینا پرمهال وویل، لیبیا نن ازاده ده ستاسو سرونه به نور اوچت وي، تاسو ازاد ملت یاست، نوموړي په وار وار سره دغه خبري تکرارولی او دغونډي برخوالو له لوری به په لوړو اوازو نو سره غبرګیدلي.

عبدالحفیظ دغونډي برخه والو ته وویل، دلیبیا خلګ دنړیوالو قوانینوته په درنه سترګه ګوري، دنړي له ټولو هیوادونو سره ددوه ارخیزه ګټو او مرستو پربنسټ دښه اړیکو غوښتونکي دی، دلیبیا اولس له ګاونډیو هیوادونو سره وښو اودوستانو اړیکو ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړی زیاته کړه مونږ ویوی نوی مرحلي ده داخل شوی یو، نړیوال له مونږ څخه زیاتي ارزوګانو لري، همیشه دی وي دلیبیا انقلاب، تل دی وی لیبیا او دلیبیا غښتلی اولس دشورای مرستیال مشر څو ځلی دارنګه ناري تکرار کړی.

له بله لوري بیا دلیبیا دملي انتقالی شورای ریس مصطفی عبدالجلیل یوي لویی غونډی ته وینا وکړه.

نوموړي دغونډی برخه والو ته دخپلو خبرو په ترڅ کی وویل، اسلامی شریعت به لیبیا دنوی قانون اساس او بنیاد وي، هرهغه قانون چی دغه هیواد کی داسلامی شریعت خلاف واقع کیږی هغه لغوه اودمنلو وړنه دي.

  عبدالجلیل دخپلو خبرو پر وخت دناټو له غړو هیوادونه څخه مننه وکړه  چی دانقلاب په بریالیتوب کی یی ورسره مرسته کړی ده، مصطفی دانقلاب په لاره کي دټولو وژلو شویو کسانو د کورنیو له پاته سویونو سره خواخوږي وښوده نوموړي، وویل ټول شهیدان هغه که جنګیالی وي اوکه عام وګړی وي، ددغه ورځي په انتظارکی وو، نن دغه ده دوی نشته مونږ دانقلاب دبریالیتوب ورځ لمانځو چی داټوله دهغو دسرښندونو او ونیو  برکت دي.

نوموړی زیاته کړه پروانه لري چی هغه کسان نن زمونږ په منڅ کی نشته، خو اوس هغه ټول له دی څخه په ډیرغوره ځای کی اوسیږي کوم چی  جنت ورته وایی .

نوموړي وویل  دلیبیا خلګو نه غوښتوچی هیواد کی دومره ویني تویی شي، اولس په ډیره  پرامنه توګه دپخوانی رجیم په وړاندي له نن څخه اته میاشتی مخکی د بن غازي له ښاره پاڅون پیل کړی وو، خو دوخت دحکمرانانو او حکومت له لوري یی په ټوپک سره مخه ونیول شوه نو هغه وو، چی دغو خلګو هم ددفاع لپاره ټوپکوته لاس کړ.

مصطفی عبدالجلیل په خپل پیغام کی دعربي نړی له حکمرانانو څخه داولس په وړاندی دزیړسوی او نرمی غوښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه هیلمند یم چی دسوریی او یمن اولس په هم په دی لاره کی اخیرکی بریالی راووزي او یوه ورځ به دغه اولس هم دارنګه ورځ لمانځي.

بخت الرحمن بخت نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د