افغانستان

نادر خان کټوازي له طالبانو سره بيعت او هر اړخيزه ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۰ل): په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي نن ماخستن په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال له طالب مشرانو سره خپل بيعت اعلان کړ او طالبان يې د ازادي جنګيالي وبلل.

ښاغلي کټوازي هغې غونډې ته وينا کوله، چې د طالبانو لوړپوړي مشر الحاج خلیل الرحمن حقاني په شمول ګڼ شمېر لوړپوړي طالب مشرانو او د يو شمېر قومونو استازو هم په کې ګډون درلود.

ښاغلي کټوازي وويل، چې تر دې وروسته هر څوک په هېواد کې د جګړو او ويجاړۍ غوښتنه کوي، تر ټولو لومړی به يې دی او د پکتيکا ولسونه پر وړاندې دريږي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو شلو کالو، چې څومره ستونزې طالبانو تېرې کړي، همدومره ده او ټول افغان ولس هم تېرې کړي ډي.

ښاغلي کټوازي له طالب مشرانو وغوښتل، چې د پکتيکا ولسونه به د يوې لويې ولسي غونډې په جوړېدو له اسلامي امارت او عادلانه نظام څخه ملاتړ وکړي او غوښتنه يې وکړه، چې طالب مشران دې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

الحاج خلیل الرحمن حقاني له نادر خان کټوازي مننه وکړه، چې د په ډېره مېړانه او جرئت يې له اسلامي امارت سره بيعت وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې هر چا له بهرنيو یرغلګرو سره د افغانانو پر ضد جګړې او جاسوسۍ کې مرستې کړي، زموږ کورونه يې ويجا کړي او موږ يې وژلي يو، موږ  ورته بښنه کړې.

د ښاغلي حقاني په وينا د دوی دښمني او جګړه له اشغال او لاسپوڅي نظام سره وه، نه له افرادو او د حکومت له کار کوونکو سره.

ښاغلي حقاني وویل، چې ټول افغان مشران بايد د هېواد په لر و بر کې د سولې او کرارۍ لپاره هلې ځلې وکړي او هغه وخت نور تېر شوی، چې بهرنيو یرغلګرو به دلته د خلکو کورونه، جوماتونه او رغتونونه بمبارول او خلک به يې وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی یمه

کټوازی خو له پخوا هم بد سړی نه وه. طالبان باید خلکو ته ورسی هغوی راوغواړی داسی نه چی منتظر پاتی شی چی څوک راځی مونږ سره بیعت کوی. ځینو خلکو سره ملاقات وکړی ورته ووایی راځی ستاسو خپل حکومت دی په جوړولو کی یی مونږه سره مرسته وکړی. هر وزارت حد اقل زر تر یو نیم زره کسه پرسونل درلود فکر نکوم چی طالبان دومره مسلکی خلک ولری چی ټول وزارتونه او ولایات په ښه حکومتداری سمبال کړی. نن سبا تکنالوژی چلیږی نه خیټالوژی. مسلکی خلکونه کار واخلی دعوت یی کړی دا د بعیت معیت کلمی چی په چا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx