نظــر

طالب د حاکمیت په میدان کې!

لیکنه _ ابوبکر خپلواک

دا څو ورځې د خوښۍ او شکران وې؛ پخوا مو د خپل فکر اظهار په پوره بڼه نشوای کولای، یوازې دلته په میډیا که نه، په پوهنتون، پوهنځې، حویلې او آن کور کې خطرې وې، هغه عذاب وا، اوس تمام شوو، دا رحمت دئ.

ښار میشت د هغه بدمرغه تصور له امله چې کاپرې میډیا ایجاد کړی وا، له طالب ځینې په وېره کې وو، د اطمنان په پار یې ما بنده هم دلته په میډیا کې یو څه رش جوړ کړ، له انځور او ویډیو سره جوړ نه یم، خو بیا هم مې کش ورکړی وا. تنهاء زه نه یم ورسره وران، دین مو هم چندانې سر نه ورسره وړي.

دا پروسه تکمیل شوه، امید ده ملګري به نه وي خسته او خپه شوي، ملت تر یوه بریده مطمئن شو، خاورې خپلواک بیا خپلو خړو پړو لیکنو ته ستنیږي.

طالب د فساد په قرن کې د حاکمیت میدان ته راغلو، یوازې غم د فساد ندئ، په ګرده نړۍ د باطل راج چلیږي، له اسلامي نظام سره د غره هومره حساسیت موجود دئ، اقامه به یې حتمن ګرانه چاره وي.

دا چې غواړو طالب لدې ازمون هم سوبمن راووځي، دا کار د ط،الب په مدحه او ستاینه نه کیږي، د یو چا غورې او ستاینه هغه کبر او ټنبلې ته اړ باسي، طالب نه له ګناه مبراء دئ او نه مخلوق آسماني دئ، حتمن به د غلطیو ښکار کیږي.

له ټولو قلموالو مې غوښتنه داده چې نور عناد ایله کړي، د ط،الب د عفوې په شان عناد پریږدي، له نوي اسلامي نظام ملاتړ وکړي، غلطی یې سالمې نقد، خپرې او ډنډوره کړي.

دا صف ممکن موږ ته تر بل هر چا ډېر ګران وي، خو دا چې صف په بې مثله ایثار قائم شوو، دنګ قامته ځوانې په کې را ماتې شوې، د سکني ورور په څېر یارانو مو خپل ځانونه قربان کړل، د دوي ارزوګانې باید په پوره مانا تحقق پیداکړي، ځکه موږ ته به ددې صف غلطي او بدمرغه مصلحت له حوصلې اوچت وي، تر وسه به یې څارو او د مخنیوي له پار یې به قلمي او لساني خنډ جوړو.

په آخر کې مو د خپلواکۍ ریښتنې ورځ تبریک شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx