نظــر

استاد – حفیظ الدین پيرزاده

پرون مې په غرب کې د افغانستان ځینو ھغو علمي کادرونو ته زنگونه وھل چې طالبان نه دي خو وطن دوسته مسلمانان دي او د تیر شل کلن وحشت په اشغالي جریان کې یې د ښکیلاک تله نه وہ درندہ کړ‎ې!

ما غوښتل تشویق یې کړ‎م چې کابل ته لاړ‎ شي او د اما رت مشرانو ته د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړ‎ہ مشورې ورکړ‎ې، مرسته ورسرہ وکړ‎ي، ننگونو او خطراتو ته یې متوجه کړ‎ي!

په دې لړ‎ کې مې یو ډیر محترم استاد ته ھم زنگ وواھه.

ھغه د افغانستان په کچه یو له داسې د گوتو په شمیر پوھانو څخه دی چې زہ او زما پشان په زرونو نور افغانان یې پر شاگردۍ ویاړ‎ي!

ما استاد په څو داسې مجالسو کې لیدلی چې د اما رت مشران به ھم موجود ول او د ھغه به یې خورا قدر او احترام کاوہ.

استاد راته وویل: زہ حاضر یم د خپل ولس د خدمت لپارہ ھلته لاړ‎ شم خو یوہ ستونزہ لرم او ھغه دا چې زہ په کابل کې کور او په ھوټلونو کې د پاته کیدو وسه نه لرم!

ما ورته وویل: زہ به کوښښ وکړ‎م چې دا ستونزہ حل کړ‎م او بیا احوال درکړ‎م. نور مو بیا خدای پاماني وکړ‎ہ، ټیلفون مې بند کړ‎!

تلویزون مې روښانه کړ‎، خدای خبر کوم چینل و خو پر پردہ یې د بیسیوادہ دوستم د جنت نُما ماڼې مجلَلَې برخې ښودې او زما پر خوله دا وِرد جاري و چې استاد کور نه لري، استاد کور نه لري!!!!!

زہ یې نوم درته اوس ښئیم، ته ښه فکر په کې وکړ‎ہ

دلته فکر ھمدغسې له نظرہ دی لویدلی

استاد الفت
_____________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۱۹- ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx