افغانستان

ذبیح الله مجاهد: له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي، خو د هېچا مداخله نه منو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي، له هيچا سره د دښمنۍ ارادې نه لري، خو په خپلو چارو کې هم د هېچا مداخله نه شي زغملی.

دا څرګندونې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ د ملي راډيو ټلويزون په تالار کې د خپلواکۍ ۱۰۲ کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې نړۍ بايد دوی وزغمي، طالبان له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او وايي، چې دوی هم په خپلو کورنيو چارو کې د هېڅ هېواد مداخله نه شي زغملی.

طالبان وايي، داسې يو عادلانه نظام به راولي، چې د هېواد د ټولو اقشارو ژوند او حقوق به په کې خوندي وي او هېڅوک به ځان محروم نه بولي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو له پنجشېر پرته د هېواد ټول ولايتونه او پلازمېنه کابل نيولي دي.

په لومړيو ورځو کې ځينې اندېښنې، ناامنۍ او چورونه او غلاوې شوې وې، خو د کابل ښاريان اوس وايي، چې وضعيت نورمال او ژوند عادي روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

How about Pakistan? Pakistan lobbying for you. How can you assure the interference of Pakistan? Does Pakistan do it for the sake of Allah?

محمد داود جلال

بسم الله الرحمن الرحيم

آفرين، خير اوسى، بارك الله فيك.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٢٠٠) آل عمران

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx