نړۍ

چين: نړۍ بايد پر افغانستان د فشار اچولو پر ځای مرسته ورسره وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، نړۍ بايد پر افغانستان د فشار اچولو پر ځای له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

وانګ يي له خپل برتانوي سيال ډومينيک روب سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال ويلي، چې طالبان تازه کابل ته ننوتي، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړۍ باید پر افغانستان د فشار اچولو پر ځای ورسره مرسته وکړي.

چين تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو تېره مياشت وانګ يي ویلي و، که طالبان کابل ونيسي، دوی به ورسره ښې اړيکې وساتي او په رسميت به يې وپېژني.

د کابل له نيولو وروسته هم د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې په افغانستان کې د دوی سفارت اوس هم پرانيستی دی، له طالبانو سره د ښو دوه اړخيزو اړيکو هوډ لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هووا چونينګ ويلي و، د امريکايي پوځيانو د وتلو پر مهال يې له طالبانو سره اړيکې وې او اوس، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو دا اړيکې ورسره نورې هم غښتلې کول غواړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زیاته کړې، چې طالبان له تېرې اوږدې مودې راهيسې له چين سره د ښو اړيکو هيلې ښکاره کوي او له چين څخه يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصاد کې همکاري وکړي.

نوموړي ويلي، دوی د هغه چا هرکلی کوي، چې افغان ولس ته درناوی لري، تر څو په ازاده توګه خپل راتلونکی وټاکي.

چين د افغانستان سولې په اړه ډېر فعال هېواد دی، له تېرې اوږدې مودې راهيسې له طالبانو سره اړيکې لري او تېره مياشت هم د طالبانو د سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخوندي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چين ته تللی و.

چين ته د سفر پر مهال طالبانو ويلي و، دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او نه به په خپلو چارو کې بل چا ته د مداخلې حق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

طالبه کوشش وکره رویه تغیر خلګ البته اکثریت شه یاست اما داسی خلک شته جی قصدا غواری تاسو احساساتی کری او ویدیو مو جهان ته شکاره کوی فکرموی خصوصا کابل کی دا کار کیزی. سیما ثمر دغه کار ته لمن وهی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx