شعـــــرونه

ازادي دې مبارک/ زهاد

تپاند زهاد

بیا زیری درکومه ازادي دې مبارک
افغان غیور ولسه خپلواکي دې مبارک

سپین توغ محمدي به بیا رپاند په ټول هیواد شي
راځي ګران امارتِ اسلامي دې مبارک

جهان یې اوس منلی د سنګر دفتر طالبه
شمله دې هسکه اوسه سرلوړي دې مبارک

دا ستا د قربانیو ثمره ده ګران ملته
قربان دې له غیرت شم نیکمرغي دې مبارک

وږمې د ازادۍ دې خوږ نسیم تر موږه راوړي
خوږمن زړونه ټکور کړي خوشحالي دې مبارک

که خدای کول نفرت او جنګ جګړې به کډه وکړي
قائم به شریعت شي ورورلي دې مبارک

تپاند زُهاد مؤمِن ولس ته زیری ورکومه
په برخه دې بریا ده کامیابي دې مبارک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx