نړۍ

بانکي مون, جان کيري: جګړه بايد په هر صورت پای ته ورسي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري شېبه مخکې د مصر پلازمېنه قاهره کې پر غزه د اسراييلي بريدونو په اړه يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې جګړه بايد په هر صورت وي پای ته ورسيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د اته څلويښتو ساعتونو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی، چې مصر ته ځي.

جان کيري د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې په هر صورت وي بايد نوموړې جګړه پای ته ورسي او د غزې د بې ګناه ماشومانو او ښځو وينه توييدل بند شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې اسراييل ځکه پر غزه خپلو بريدونو ته دوام ورکوي چې حماس په خپلو شرطونو ټينګ دی او له خبرو اترو انکار کوي.

مون له دواړو لوريو وغوښتل، چې د بشريت په موخه دې د کوچني اختر تر راتلونکې اوونۍ پورې سمدستي اوربند اعلان کړي او د اختر په ورځو کې بايد دواړه لوري د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي.

په عين حال کې اسراييلي تلويزون د اسراييلي چارواکو له قوله وايي، چې دوی د امريکا له لوري د اوربند غوښتنه نه مني.

اسراييلي رسنۍ وايي، لومړی وزير بينيامين نتنياهو غواړي چې اسراييلي عسکر دې غزه کې پاتې شي او د اوربند پر مهال هم بايد د حماس پټځايونه په نښه کړي.

جان کيري د غزې د کشالې په اړه د مصري چارواکو هڅې هم وستايلې.

د يادونې وړ ده چې مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي هڅه وکړه چې د اسراييلو او حماس تر منځ د جګړې په پای ته رسولو کې د منځګړي رول ولوبوي، مګر د حماس له لوري د سيسي غوښتنو ته منفي ځواب وويل شو.

حماس وايي چې د اوربند په اړه د دوی شرطونه څرګند دي او مصر ته د سفر اړتيا نه ويني.

بل پلو د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان هم ويلي چې د اوربند په اړه دې پر سيسي باور نه کيږي؛ ځکه چې سيسي په خپله د جګړې طرف او د اسرييلو پلوی دی.

اردوګان زياته کړې که سيسي رښتيا هم پر فلسطينيانو خوا بدوي، نو خپل سرحد دې ورته خلاص کړي.

وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم پر مصري ولسمشر نيوکه وکړه، چې د دوی له مشورې پرته د اسراييلو او حماس تر منځ د درېیمګړي رول ادا کولو کوښښ کوي.

امريکا ولې د مصر د هڅو ستاينه کوي؟
د چارو شننونکي وايي چې وړمه ورځ امريکا پر مصري چارواکو نيوکه کوله او نن يې د اوربند په اړه د هڅو ستاينه کوي، لا مل يې دا دی چې امريکا غوښتل اردوګان د اسراييلو او حماس تر منځ د اغېزمن منځګړي رول ادا کړي، مګر د اردوګان له وروستي موقف، چې د اسراييلي ظلمونو پر ضد يې د فلسطينيانو بشپړه پلوي پيل کړه؛ څخه وروسته امريکا هم له خپلې خبرې په شا شوه.

شننونکي وايي، چې امريکا غواړي سيسي د اردوګان د بديل په توګه د اوربند په لار کې د منځګړي رول ادا کړي، مګر دا هڅې ناسوبه ښکاري؛ ځکه سيسي پر سيمه او حماس هيڅ اغېز نلري، چې اوربند ته يې تيار کړي.

د امريکا د بهرينو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې د اسراييلو په اړه د اردوګان وينا، چې اسراييل يې له هټلر څخه هم وحشي ګڼلي، «تېروتنه او دښمني» بللې.

کارپوهان وايي، چې د امريکا او نړيوالې ټولنې د بدليدونکو دريځونو له امله د اسراييلو او حماس تر منځ روغه جوړه ناشونې بريښي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د رأي اليوم ويبپاڼې کتنپلاوي مشر عبدالباري عطوان وايي، چې د اسراييلي بريدونو له پيله امريکا، اروپا او نړيوالې ټولنې ځانونه غلي نيولي وو، مګر هغه مهال يې د اوربند او سولې هڅې پيل کړې، چې د حماس له لوري اسراييلو ته مرګ ژوبله په ډېرېدو شوه او اسراييلو کې د حماس د راکټي بريدونو وېره او ترهه خپره شوه.
ښاغلی عطوان زياتوي، چې امريکا او نړيواله ټولنه پر اسراييلو خوابدي کيږي، نو ځکه يې اوس د اسراييلو او حماس ترمنځ د سولې هلې ځلې پيل کړي دي.
د چارو شننونکي په دې نظر دي، چې امريکا او ملګري ملتونه غواړي، چې اسراييلو ته د خټې پوزه جوړه کړي او د ماتې نوم د اسراييلو له جامو لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

ای یهودانو کافرانو بانکی مونه ،کیری ،او اوباما او داسی نورو حیواناتو ستاسی خدای مو دخدای په خپل قهر ګرفتار کړی ( وواهی ) . خدای مو تباه کړی داستاسی بشر دوستی ده ای دنړی دمظلومو مسلمانانو قاتلونو خدای د سزا درکړی خدای دپرتاسی بیا دسونامی ورانوونکی ،دردونکی ، تباه کوونکی طوپان او دابرهه دلشکر په شان ابابیل راولی خدای دافغانستان ،فلسطین ،سوریی عراق ، مالی ،یمن ، نایجیریا ،مصر ،لیبیا دمظلومو انسانانو او مسلمانانو انتقام درڅخه واخلی خدایه ستایو عاجز بنده په صفت دا سوال او زارمو قبول کړه ای لویه خدای ټولومسلمانانو ستا د رضا لپاره روژه نیولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x