روغتیا

پنځه خواړه چې حافظه قوي کوي او ساتي، او پنځه چې له منځه یې وړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۰ل): مغزه په بدن کې تر ټولو مهم ارګان دی چې دا د زړه، سږو، او د بدن نورو ارګانونو په کارونو کې مرسته کوي، نو پکار ده چې د سالم خوراک له لارې په غوره حالت کې پاتې شي.

د Only My Health روغتیایي ویبپاڼې په وینا، ځینې داسې خواړه شتون لري چې کولی شي په مغزو، حافظې او مزاج منفي اغیز وکړي، او د ذهني زوال خطر زیات کړي.

د یوې ساینسي څيړنې له مخې، اومیګا ۳ غوړ اسیدونه، ویټامن بي ۱۲، ویټامن بي ۶ او ویټامن کی د مغزو لپاره ګټور دي، هغه خواړه چې مغزو ته ګټه رسوي کولی شي د دندې کارونو په ګډون د لنډې او اوږدې مودې لپاره حافظه پياوړې او تمرکز ښه کړي.

د حافظې ښه کولو لپاره غوره خواړه

د انسان بدن انټي اکسیدنتونو ته اړتیا لري تر څو د مغزو حجرې له زیان رسونکو ازادو ریښو څخه خوندي کړي، ددې لپاره مهم غذایي مواد لکه اومیګا ۳ غوړ، فلاونویدونه او ویټامن E د دماغي روغتیا لپاره ګټور دي، ددې لپاره پکار دي چې لاندیني خواړه د حافظې پیاوړي کولو لپاره وخوړل شي:

هګۍ

بدن کې د ویټامن ډي کمښت کولی شي د ادارکي مهارتونو د کمزورتیا لامل شي، ددې لپاره اړینه ده چې له ویټامن ډي ډک خواړه (هګۍ) په خپل خوراکي رژیم کې شامل کړ، په ځانګړي توګه په سهار ناشته کې د هګۍ ژیړ د حافظې په قوي کولو کې خورا ډيره مرسته کوي.

بابونګ چای

د بابونګ چای کولی شي د ادراک فعالیت او د خوب نشتوالي دنده ښه کړي، دا کولی شي فشار کم کړي او حافظه او تمرکز کول قوي کړي، دغه چای د مغزو روغتیا او انرژي لوړولو لپاره یو له غورو څخه دی.

بادام

د حافظې قوي کولو لپاره زمونږ ترمنځ بادام تر ټولو مشهور او پيژندل شوي خواړه دي، د مغزو فعالیت لپاره د بادامو اهمیت د ویټامن ډي بډایه کېدو له امله دی، یعنې بادام بدن کې د ویټامن ډي کچه لوړوي چې په مرسته یې مغزو ته ګټه رسیږي او حافظه قوي کیږي.

ایوکاډو

ایوکاډو د صحي غوړو یو له خورا مهم سرچنیو څخه دی چې د مغزو فعالیت ته وده ورکوي، دا د وینې فشار په ټيټولو کې مرسته کوي او په دې توګه د ادراکي زیان مخه نیسي، ایوکاډو نور اړین غذایي مواد هم لري چې د مغزو او عمومي روغتیا لپاره ډیر ګټور دي.

کورکمن

د څیړنو له مخې، په کورکمن کې موجود مرکبات په لویانو کې د حافظې قوي او مزاج ښه کولو کې مرسته کوي، د کورکمن ترڅنګ چارمغز، هوږه، شین چای هم د دماغي فعالیت ښه کولو لپاره په رژیم کې شاملولی شئ.

هغه خواړه چې حافظه له منځه وړي

د ګټورو خوړو ترڅنګ داسې خواړه او څښاک هم شتون لري چې د حافظې د کمزورتیا، د تمرکز وړتیا او د دماغو عمومي روغتیا ته زیان رسوي، چې په لاندې ډول دي:

خواږه څښاک

خوږه لرونکي څښاک کولی شي بدن کې د لازمې مغذي توکو او د ګټورو کالوریزو چمتو کولو پرته د وزن ډيروالي لامل شي، په څښاک کې اضافي بوره کولی شي د حافظې او مغزو فعالیتونه زیانمن کړي، په حقیقت کې خواږه څښاک د الزایمر او ډیمنشیا ناروغۍ سره هم تړاو لري. خواږه څښاک د حافظې پیاوړي کولو او د مغزو روغتیا مخنیوی کوي، لکه سوډا، د انرژۍ څښاک، ګازي څښاک او د میوو جوس چې په لوړه کچه بوره په کې کارول کیږي څښلو څخه ډډه وکړئ.

پروسس شوي خواړه

د چپسو په ګډون ډیر پروسس شوي خواړه چې ځینې ډولونه غوښه او خواږه هم په کې دي، د هغه زیانمنو غذایي موادو په څیر دي چې معده ډکوي خو بدن ته هیڅ ګټه نه رسوي او غړو ته یې زیان لا پسې رسوي. د پروسس شوي خوړو زیات استعمال ممکن وزن ډیروالي لامل شي او همدارنګه د مغزو نسجونو ته زیان رسوي، په همدې پار د روغتیا متخصصین سپارښتنه کوي چې د امکان تر حده لږ پروسس شوي خواړه وخوري تر څو حافظې ته زیان ونه رسوي.

سویا ساس

د سویا ساس د چینایي اصلي مایع مصالحې دي چې په دودیز ډول د بېلا بېلو څيزونو په ګډولو جوړیږي، ددې لږه اندازه یا د یوې کاشوغې په اندزاه خوړل ممکن لویه ستونزه نه وي، خو ډیره اندازه خوړل یې د بدن روغتیا ته او په ځانګړې توګه د مغزو فعالیت ته زیان رسوي، او په پای کې اوږدمهاله حافظه او تمرکز کول زیانمنوي.

مالګه

مالګه د حافظې دښمن شمېرل کیږي، په دې تړاو سپارښتنه کیږي چې د وړاندیز شوې اندازې په کچه وخوړل شي، یوې څیړنې موندلې چې د مالګې او سوډيم څخه ډک خواړه خوړل دماغو ته د وینې جریان خنډ کولی شي چې پر مهارتونو او حافظه اغیز کوي، مالګه بدن کې د ډي هایډریشن (بدن خوشکولو) لامل کیږي چې د دماغي فعالیتونو لپاره ګټور نه دی.

ایس کریم

یو شمېر څیړنو موندلې چې له خوږې ډک خواړه د ادراکي مهارتونو او شفاهي حافظې باندې منفي اغیز کوي، په داسې حال کې چې کله نا کله له ایس کریم څخه خوند اخیستل ښه وي خو روغتیایي متخصصین مشوره ورکوي چې ددې پرځای کوم غیر ضرري بدیل غوره شي لکه یوناني مستې، چې تازه میوه په کې ګډه وي لکه سټرابري، انګور یا توتان ځکه چې دا د روغتیا او دماغو لپاره ګټور دي، او د وزن کنترول ساتلو کې هم ګټور ثابتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx