ورزش

برسلونا له میسي پرته د لالیګا لیګ نوی پړاو په بریا پېل کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د برسلونا مشهور کلب د نامتو لوبغاړي لیونل میسي پرته د هسپانوي لیګ «لالیګا» پېل په بریا وکړ چې اوس د دوهمې سیالۍ لپاره چمتو والی نیسي.

څو اونۍ وړاندې د برسلونا کلب سره د مالي ستونزو او د لالیګا لیګ ځینې مقرراتو له کبله میسي ونشو کړای د خپلې مشهورې لوبډلې برسلونا سره تړون وغځوي او ۲۱ کاله وروسته یې دغې لوبډلې سره لارې جدا کړې.

د برسلونا لوبډلې له پریښودو وروسته ۳۴ کلن میسي د پاریس سان جرمان لوبډلې سره د دوه کالونو او دریم اختیاري کال لپاره د ۳۵ ملیونه پونډه په کلني معاش تړون وغځاوه چې نوموړی اوس دغه لوبډله کې په تمریناتو بوخت دی.

میسي تر دې دمه د پاریس لوبډلې له لوري په لوبډله کې د مینوالو ترمنځ نه دی څرګند شوی او د راتلونکې دریمې لوبې لپاره هم لوبډله کې ځای ندی ورکړل شوی، خو د یادې لوبډلې مشر روزونکی ماریو پوچتینو وایي چې په مناسب وخت کې به میسي لوبډله کې د شاملېدو فرصت ترلاسه کړي.

پاریس لوبډلې د فرانسوي لیګ (لیګ ۱) په لومړۍ دوه لوبو کې له نیمار او میسي پرته بریاوې خپلې کړې دي، خو د یادو لوبغاړو په شاملېدو به دغه لوبډله لا پياوړې شي.

پاریس سان جرمان په خپله لومړۍ لوبه کې ټروویس ته په ۲-۱، دوهمه لوبه کې سټراسبورګ ته په ۴-۲ ماتې ورکړه، او خپله دریمه لوبه به نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د بریسټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

بل لوري ته برسلونا د تیرې یکشنبې په ورځ د هسپانوي لیګ پېل د ریال سوسیداد لوبډلې پر وړاندې په بریا وکړ، دا د برسلونا لومړۍ لوبه وه چې د میسي له تلو وروسته یې په لالیګا لیګ کې پېل کړه.

په دغه لوبه کې برسلونا خپل سیال ریال سوسیداد ته د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، ددوی له لوري دوه ګولونه ډنمارکي براتویټ، یو ګول روبرټو او څلورم ګول جیرارد پيکی وواهه.

برسلونا به خپله دوهمه لوبه سبا د شپې په ۱۲:۳۰ بجې د سخت سیال اتلاتیک بیلباو پر وړاندې ترسره کړي.

د برسلونا مشر روزونکي ویلي چې دوی اوس د میسي غم نه ژاړي او په بشپړ ډاډ یې د نوي پړاو سیالۍ پېل کړي دي، نوموړي پر خپله لوبډله باور څرګند کړی چې د میسي پرته به هم اتلولۍ راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx