افغانستان

انس حقاني: رسنۍ او خبریالان دې په ډاډه زړه کار وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د قطر دفتر مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني د خوست ولایت په اطلاعاتو فرهنګ ریاست کې د خوست له خبریالانو، شاعرانو، لیکولانو او مدني فعالانو سره غونډه وکړه.

حقاني د خپلو خبرو پروخت ګډونوالو ته وویل چې رسنۍ او خبریالان دې په بې پرې ډول خپل کار ته دوام ورکړي او خپل مسلماني او افغاني کلتور او فرهنګ ته په پام لرلو سره دې په اخلاص کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپل وس او توان مطابق ستاسو هرقسم مرسته کوي، ستاسو د ستونځو اوریدو او د کار لا ښه کیدو لپاره په ځانګړي کمیسیون کار روان دی ډیر ژر به یوه فعاله کمیټه درته جوړه کړي.

محترم انس حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې مونږ تاسو افغانانو یوو، یو بل باید وزغمو، چاته پیغوریزې خبرې ونکړو او نه نظام کې ګډوډي هڅه وکړو.

نوموړي حقاني له هیواد څخه تلونکو افغانانو ته یې هم ډاډ ورکړ او غوښتنه یې ترینه وکړه چې باید له هیواد څخه د وتلو هڅې ونکړي ځکه مونږ دوی ته اړتیا لرو، زمونږ نظام ستاسو نظام دی، همدوی به کار پکې کوي. مونږ د دې پر ځای چې دوی له هیواد څخه ووځي باید هغه مخکې تللي هیواد بېرته را ستانه شي، د نورو هیوادونو پر ځای خپل هیواد ته کار وکړي دا مو خپل وطن او خپل نظام دی.

د غونډې په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول، د خبریالانو او رسنیو کارکونکو ستونزې واوریدل شوې او د هغوی
پوښتنو ته ځواب او د امنیت پوره ډاډ ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دا ښاغلی دې يوځل دې ولس ته د دې ډاډ ورکړي چې بيا به ترهګرۍ او ترورېزم ته نه ورګرځي او نه به بيا بهرني او کورني خبريالان تښتوي او په ميرانشاه او د پاکستان د حکومت اړوند نورو نظامي قشلو کې به يې له ځان سره نه ساتي. ايا کوم تضمين او ډاډ شته چې خلک دې پر دوی دومره ژر او په اسانه باور وکړي؟ ټول عمر يې په ترهګرۍ، وېره خپرونې، ولس وژنې او ترورېزم کې تېر شو او اوس يو دم سملاسي مسلمان او سپينه پرېښته شوه.

بریالئ‌هوتخیل

اسلاموعلیکم .الله دی د منگه او تاسی تولو مسلمانانو نیک حاجات‌پوره کری. آمین

اینجینر محمد عارف

https://mail.google.com/mail/u/0/#inbox/FMfcgxmSdGHVnDtpsHNXMFjMhQTtBbrS
ټولو لوستونکواو لیدونکو سلامونه او درناوئ
سید صاحب اندهنه د په ځای ده ده ( link) و وینه سوالونه د ځوابیږی او اند یښنه لرې کیږی
د صداقت او رښتیا لیکلو او ویلو په هیله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x