نظــر

له عدل نه اوچت مصلحت نشته

عبدالغفار سربڼ

عدل د مشروعيت بنسټ دی:
عدل د نظام د بقا  ضامن دی:

درنو وطنوالو!

د افغان ولس په وړاندې له هغه وخت نه چې د شر او فساد د ډلو او د هغوی د خلقي او پرچمي انډيوالانو په مينځ کې جګړې شروع شوي او بيا کله چې د دوی خطر دفع شو او بيا امريکا او ناټو په يوه جعلي بهانه پر افغان هيواد يرغل وکړ او وروسته يې اشغال کړ، خپلواکي په بلواکي بدله شوه، دوې اساسي او بنيادي دندې وټاکل  شوې:

د بلواکۍ او اشغال په خلاف جهاد او د خپلواکۍ ګټل:
د يوه اسلامي نظام ټينګول او د شر او فساد د ډلو دفع او ترد.

لومړۍ دنده او منهج لکه چې څرګنده ده په تر سره کېدو ده او نن سبا بهرني ځواکونه په وتو دي، سره له دې چې مخامخ او پټې لاسوهنې او مداخلې دوام لري.

څلويښت کلن ناورين دا څرګنده کړه چې افغان ولس ګرده دنيا کې حتی يو دوست هيواد نه لري او هغه هيوادونه چې خواخوږي لري د سترو زبر ځواکونو له ډار نه په زغرده له افغانانو سره پيوستون نه ښکاره کوي. نو هغه ماته چې  روسانو وګالـله او تيښتې ته مجبور شول او نن هغه له ننګ نه ډک شکست چې ناټو او امريکې ته ورکړل شوی دی فقط او فقط د الله په مرسته او د افغان ولس  د صبر استقامت او قربانيو نتيجه ده، د طالبانو د قيادت لاندې. ټولو ته دغه ماته عجيبه ښکاري خو عيني حقيقت دی.

غرڅه د جګړې توان له  پړانګ او ليوه سره نه لري نو په ځغلولو او منډو يې ستړي کوي تر څو دده له ښکار نه لاس په سر شي او منصرف شي. متل ده وايي له وهلو يي په ځغلولو ستړی کړ. نو امريکا او ناټو په منډو او ځغلولو داسې ستړي شول  چې د خپلې پوزې پاکولو زور هم ورته پاتې نه شو.

طالبانو په دې شلو کلونو کې بهرني ښکېلاک په خورا زغم او صبر بيخي پکو کړ او له بلې خوا دلته هغه اداره چې د امريکا  له خوا جوړه شوې وه په خپلو کړنو يې ناټو او امريکا داسې بي ابرو او رسوا کړل چې هيڅ يو بل هيواد پس له دې د دوی په دوستۍ او معاملې  اعتبار نه شي کولای.

په دغو وروستيو څو مياشتو کې د جهاد فشار دومره محکم و چې هم ناټو او امريکا يې وتلو ته مجبوره کړه او هم يې د دوی لاسپوڅې او ګوډاګۍ اداره فقط په يولسو ورځو کې وشړوله او لکه يخ ويلي کړه. د ناټو روزل شوي عسکر د جمهوريت او امريکا په ګټه  جګړه پريښوده او وسله يې طالبانو ته وسپارله. دا د جهاد لومړی فصل و چې په سر لوړۍ پای ته رسيدونکی دی.

دوهمه دنده چې د اسلامي نظام قيام او درول دي، لا تر اوسه نه دي تر سره شوي. دغه دنده هلته ترسره کېدلی شي چې  ټول موانع د هغه د قيام په لاره کې بر طرفه شي. په افغانستان کې ناټو داسې کارنامې کړي دي چې هر راتلونکي نظام ته به سترې ستونزې ودروي او د يوه کرار حرکت په مخ کې خامخا خنډ او ځنډ ګرځي.

د طفيلي او د امريکا په پيسو جوړ شوي جمهوري غوښتونکي ګوندونه، مفت خواره سياسي مشران چې د امريکې په اجرت يې ګوندونه چلول, نوي مصرفي او غرب وهلي ځوان نسل چې نن سبا د وتلو خوب ويني او ځان په يوه غربي هيواد کې د يوه نازدانه ژوند ميشتيدل غواړي، پخوانۍ جګړه مارې ډلې، جهاد وهلي مشران، کمونيست مشران او غرب وهلي تکنوکراتان چې د يرغلګرو له شتون نه يې خورا ستره مالي او مادي ګټې جيب ته ووهلې او ځينې نور دغه ټول په افغانستان کې د ولس پر مرۍ ناستې ډلې دي، دغو ناولو افغان ولس په تروريزم تورن کړ (سره له دې چې دغه هيواد يو نيم مليون خپل وګړي د نړۍ له ټولو ستر تروريست دولت د روسيې دولت په خلاف قرباني کړ) خو ددغو بهرني اجيرانو په لمسون د نړۍ ۵۳ هيوادونه دلته راوبلل او خپل ولس يې د نړۍ د پوليسو او ژاندارم  په ګير او لاس ورکړ.

د اسلامي امارت زعيم ملا محمد عمر رحمه الله دغو ډلو ته د شر او فساد د ډلو نوم ورکړی و او دغه نوم رښتيا هم د دوی اصلي هويت او هيات ښکاره کوي. ځکه د ذاتي او خصوصي ګټو له پاره دوی حاضر دي هر چاته د پيسو او اجرت په بدل کې خدمت وکړي. د روسانو د ای اس ای د سي ايې ای د ک ګ ب د ايران ترکېي امريکا ناټو د هر هغه هيواد چې دوی ته پيسې ورکوي مزدوري دوی ته جايزه ښکاري. يواځې مسعود او ورونه يې د انګليس، فرانسې، روسيې، ايران، امريکا او پاکستان جاسوسي او مزدوري کړې ده.( چې نن سبا زوی يې غواړي د پلار په لاره قدم کيږدي او له امريکې او اروپايي اتحاديې نه يې  مرسته غوښتې ده. پلار يې اروپايي پارلمان کې د مرستې نعرې وهلې.)

دغه دوهمه دنده له لومړي څخه هم ستره او هم مهمه ده د ټول جهاد د بري او د خپلواکۍ ارمان به مړ شي که د اسلامي نظام قيام عملي نه شي. هر يو افغان سره له دې چې علمي پوهه هم ونه لري په دې پوهيږي چې خپلواکي د اسلامي نظام د جوړيدو په ګرو کې ده او په دې هم پوهيږي چې دغه ۴۴ کاله کوم قوتونه د يوه مرکزي، مضبوط، يو موټي اسلامي نظام په خلاف علني او مخفي پټ او ښکاره مخالفت او مبارزه کوله او همدا نن هم لګيا دي دننه او د باندې د دغه نظام د راتګ مخه نيسي.

خنډ اچول، که نه نو بيا ځنډ راوستل. دغه ده د دوی موخه.

څه له پاسه يو سل او نوي کاله کېږي چې په افغانستان کې د مصلحت په نامه عدالت قرباني ورکوي.

پښتو کې مشهور مثل دي:

وايي شرم مې کوت او بيخ مې خوت.

دغه ډلې شرم نه لري او دوی پوهيږي چې دينداره خلک له شرم نه هم شرميږي او که بيخ يې هم ووځي لکه د طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې له شرم نه غږ نه پورته کوي. وايي کله چې ميرمن د جدايي خبره يا د طلاق تهديد وکړي نو مظلوم خاوند د طلاق له ويرې او د خلکو له ننګ نه د ميرمنې هر ناز که خر ناز هم وي مجبوراً مني.  نو دغه جدايي غوښتونکې ډلې تل د طلاق د تهديد افزار په کار اچوي او کارګر ګرځي. بيا هر ناز يي منل کېږي.

ايا اسلامي امارت بيا هم  عدالت د مصلحت قربانول غواړي؟ غټه پوښتنه ده.

تيمورشاه، زمانشا د بارکزيو ټولو ورونو محمد اعظم، امير دوست محمد، عبدالرحمن، امان الله، نادر، ظاهر، داود، تره کي، نجيب ګلبدين، کرزي او حتی غني… تل مصلحت د عدالت نه ځار کړی دی. دلته يوه قومي ډله وايي چې زمونږ هويت افغانيت او اسلاميت دي خو نورې ډلې په قدرت کې د غوړې برخې لرلو په خاطر وايي چې مسلمان خو يو، مګر افغان نه بلکه تاجک او ازبک او هزاره يو. نو د همدغه هويت له مخې ونډه او دندې غواړو. دغه وېش کله اسلامي او عادلانه دی. بايد اسلاميت او افغانيت او تقوی د ويش معيار وي نه عصبيت او قوميت.

دغه ډلې او ټپلې له اصلي ولس سره ډيره فاصله لري، دوی ۴۴ کاله خپلو وګړو ته هم امتحان ورکړی چې د دموکراسۍ په نامه دغو مشرانو کاخونه ځانته اباد کړل، په زرو کې لاهو شول او مجبور ولس ته هيڅ يو خدمت او اسانتيا او سوکالي رانه وستل شوه، سره له دې چې ۲۰۰ مليارده ډالره رسماً د بيا رغونې لپاره نړيوالو پانګه کړي او مصرف کړي دي؟

تر هغو چې دغه ګمراه، فرصت او منفعت غوښتونکي  مشران  د افغانستان له واک نه لرې نه شي او د دوی اغيز صفر او خنثی نه شي او بيا هم د مصلحت په نامه چې له وينې بهېدنې او ناورين نه مخنيوی وشي دغه اجير ملکان په اسلامي حاکميت کې شريک شي دا به بيا د عدالت اعدامول وي.

الحذر! ای د افغان ولس اصلي مشرانو، ای د اسلامي  امارت مشرانو!
باخبر د جهاد موخه  د مصلحت په شيطاني سمندر کې مه ډوبوئ، مه لاهو کوئ. دا څنګه کېدلی شي چې دغه اجيران د اسلامي نظام د ټينګېدو مخالف وي او هغه له خنډ سره مخامخ کول غواړي او له دوی سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړيدلو په هکله خبرې روانې دي؟

عدالت بايد پلی شي:
د عفوې په هکله:
عفو د هغه چا لپاره وي چې له شر اچونې او بغاوت نه لاس واخلي، ايا اسلامي نظام راغلی چې د عمومي عفوې اعلان شوی؟
عفو فقط خاص ده هغو ته چې جګړه يې بس کړې ده حق ته تسليم شوي دي. عمومي عفوه هغه وخت کېدلی شي چې بغاوت، سرکشي او اصرار پر باطل ختم شي يعنې پر زورواکي جمهوريت چې د ناټو له خوا تپل شوي وو اصرار ونه شي. بلکه پر اسلامي اخوت او وفاق تاکيد وشي، نه پر نفاق او شر.

نن سبا يو نازک نارنجي هلکې چې د پنجشېر په سيمه کې د جمهوريت چېغي اوچتې کړي دي او د امرالله او ځينو نورو له خوا بدرګه کېږي د پخوانۍ اجنډا تکرار دی. زوی د پلار په نقش کې. د ولس غوڅه غوښتنه دا ده چې راتلونکی اسلامي نظام دې د ۴۰ کالو جګړه مارو په خلاف غوڅ او پريکنده غبرګون وښيي. د شر او فساد ځالې او سوړې دې ټولې ورانې کړي او دغه خلک دې اسلامي او شرعي محاکمو ته وسپاري. د ولس د بربادۍ او الله د حکم په بيه دې مصلحت نه کېږي.

همدغه ډلې لکه مداريان څوک پنجاب ته تللي، د سر امان او برخه له ايي ایس ای نه غواړي سره له دې چې شل کاله يي د پنجاب په خوا غپلي دي، څوک ازبکستان او تاجکستان ته تللي، بيا څوک کابل کې د نورو دلالي يا وکالت کوي او د برخي په خاطر چنې وهي، بيا ځينې پنجشير کې د ملخانو غوندې پخ وهي خو فکر کوي چې ليوان دي او جمهوريت غواړي تر څو امريکا بيا وپاروي چې پاتې شي. خو ځينې بيا تسليم شوي او ايران ته تللي. ياره عجيبه ډرامه ده. نه پوهيږم چې وخاندم که وژاړم .؟

بل سپيناوی دا چې که راتلونکی نظام ددې هيله لري چې ماته شوې امريکا او ناټو دې طالبانو ته په مينه مينه وګوري او  ګستاخي معاف مقاتله دې په مغازله او معاشقې بدله شي، دغه  خيال بيخي باطل خيال دی. دغه هيوادونه زښت زيات انتقام غوښتونکې طايفه تېره شوې ده، لاس يې چې بر شي په هيڅ شکل له وژلو او ژوبلولو ډډه نه کوي. افغانان او طالبان دغو خلکو ته تر قيامته دښمنان دي. ځکه خپله ماته نه هيرولی شي او نه له انتقام نه ډډه کولای شي. دا دواړه د هغوی په فطرت کې نغښتي دي.

دننه مزاحمت جوړل روان دي

د باندي پر مالي ذخايرو بنديز او د افغانستان بانک د اسعاري ذخايرو کنګالول هم ترسره شول

انزوا . هم اقتصادي هم سياسي

د تور او تهمت فابريکې چالانې دي ټوله ميډيا د اسلامي امارت خلاف لګيا ده.

تلاش دادی چې ولس د اسلامي امارت په خلاف ولمسول شي او وپاريږي او مداخلې او يرغل ته بيا بهانه په لاس ورشي.

نو د دوی د خوشالۍ له پاره اسلامي امارت بايد خپلې حياتي موخې او دندې په تعليق او تعويق وانه چوي. نظام بايد حتماً اسلامي هويت ولري.

کوريا او ايران ويزيويلا کوبا….همدا اوس  هم له انزوا او اقتصادي محاصرې سره مخ ده.ولې د بقا توان لري. که اسلامي نظام اصولي او اساسي هويت وساتي نو بالاخره به د الله په مرستې دوی هم مجبوره شي د خپلو ګټو د ساتلو لپاره هغه په رسميت وپيژني ان شا الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx