
بایډن: هڅه کوو د اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه ټول امریکايي اتباع وباسو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر «جوبایډن» وایي، له افغانستانه د امریکايي اتباعو او متحدینو د را ایستلو لړۍ روانه ده او هڅه کېږي د اګست تر وروستۍ نېټې دا پروسه بشپړه شي.
بایډن چې په سپينه ماڼۍ کې یې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې امریکايي عسکر له افغانستانه د امریکايي اتباعو په را ایستلو بوخت دي او تر دې دمه دیارلس زره امریکایي اتباع، د هغوی افغان همکاران او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو متقاضیان له یاد هیواده ایستل شوي دي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې،چې حکومت یې افغانستان کې د شته امریکايي اتباعو کره شمېره نه لري؛ خو هر امریکایي چې کور ته ستنېدل غواړي، حکومت یې راوستلای شي.
د بايډن په خبره، د امریکایي اتباعو د ایستلو په موخه یې له بېلابېلو هیوادونو سره خبرې روانې دي او د برتانیې، قطر او نورو هیوادونو له مشرانو سره په رابطه کې دی.
د بایډن پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې زرګونه امریکایي عسکر د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایي اتباعو، د هغوی د همکارانو او نورو افغانانو په ایستلو کار کوي.
د کابل هوايي ډګر چې د یوه توافق له مخې یې امنیت تر یوې ټاکلې نېټې د امریکایي عسکرو په غاړه دی، د بې سارې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ راپورونه ورڅخه ورکړل شوي.
د امریکایانو تر څنګ زرګونه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی او یا هم بهر ته د تللو هوس لري، هوايي ډګر ته د تګ هڅه کوي؛ خو د بې سارې ګڼې ګوڼې له امله امریکايي عسکر ورباندې ډزې کوي، چې له امله یې څو کسان وژل شوي هم دي.