نظــر

شکر چې اشغال او ترې زېږېدلی شر او فساد ختم شول

د،ب،هيښ

تر دې لويه نېکمرغي او خوشحالي به کومه وي، چې د بمونو د ورېدلو، د بېچاره خلکو په کورونو چاپه اچولو، انسانانو د وژلو، کورونو د ورانولو، دښمنۍ، نفرت او د جنګ په اور د تېلو په پاشلو او دوام د خبرونو په ځای د امن، سولې، بښنې، ورورګلوۍ، مينې او د افغاني عزت د خونديتوب بيانونه د مېډيا ( داخلي او خارجي، دولتي او ازاده) له لوري خپريږي او نن افغانان په داسې فضا کې ژوند کوي، چې نه ټک شته او نه د باروتو بوی. نه پاټک شته، نه زورګويي. نه لنډغري شته او نه لوچکي. نه ترور شته او نه تهديد.

پنځه ورځې مخکې ددې حالت تصور خيال او خوب و، خو د الله پاک په مهربانۍ او د افغان ولس د سوچه او غيورو بچېانو په همت يوې معجزې صورت ونيولو او پرونی خيال نن په يوه ژوندي واقعيت بدل شو.

د الله پاک ددې سترې لورينې لپاره هر افغان بايد شکرونه وباسي او په قدر کولو، ساتنې، پالنې، تقويې او دايمي کولو کې يې خپل اسلاميت، افغانيت او انسانيت ثابت کړي.

زموږ تېر تاريخ او حوادثو ته يې په کتو سره دا جوته کېږي، چې افغانانو د الله په مهربانۍ او مرسته او د خپل ولس په بې مثاله ملاتړ د مستبدو، ظالمو او شريرو حاکميتونو ( خارجي او يا داخلي ) سلطه چپه کړې ده او د بشر په تاريخ کې يې دا سې کارنامې سرته رسولې دي چې د انساني عقل د محاسبې او وړاندوينې نه پورته وو او د دنيا د ټولو متفکرينو، شنونکو، پوهانو، مبصرينو، صاحب نظرانو او متخصصانو تحليلونه او تيوري ګانې يې غلطې او باطله ثابتې کړي دي، چې يو له دې کارنامو نه يې په افغانستان باندې د طالبانو کرامو برق اسا حاکميت او د اشغالګرو او د هغوی د تالي څټو د شيطاني سلطې ختمول دي.

بدبختانه چې موږ په تېر تاريخ کې د داسې فرصتونو او چانسونو نه لکه څنګه چې لازمه او ضروري وه په تېرو دورو کې سمه، عاقلانه، مناسبه او مدبرانه استفاده نه ده کړې. د شکر په ځای مو انحراف، تکبر او بغاوت ته رجوع کړې ده. د همدې ناشکرۍ او ناسپاسۍ له کبله په مصيبت او عذاب اخته شوي يو، ټول زحمتونه، تکليفونه او برياوې مو بېرته له لاسه ورکړي او سمه ورځ مو نه ده ليدلې.

نور نو بايد پخوانۍ ترخې تجربې تکرار نه شي او د اسلاميت -افغانيت تر چتر لاندې چې د اسلامي امارت اساس، شعار او شعور دی يو بل ته لاس ورکړو او دنيا ته ثابته کړو چې که د پرديو اشغالګرو په مقابل کې د جنګ قهرمانان يو، همداسې د يوې سالمې، عادلانه، سوله ناکه، مدني، مترقي او مرفه ټولنې د جوړېدو اهليت او لياقت هم لرو.

اوس چې اشغال او د هغې نه د زيږيدلي شر او فساد لمن ټوله شوه، نو په کار ده چې ټول هغه افراد، سازمانونه او ډلې چې د اشغال، شر او فساد په ضد وو او د ازادۍ -خپلواکۍ ارمان يې لرلو، ددې الهي نعمت، طلايي چانس او تاريخي فرصت(د اشغال، شر او فساد ختم ) نه بايد اعظمي استفاده وکړي. خپلې مټې را ونغاړي او د خپل وس او استعداد مطابق خپل جسمي او فکري قوت او ظرفيت د وطن د خدمت، فقر د ورکولو، ودانولو، اجتماعي رفاه او په ځان بسيا افغانستان د جوړولو لپاره بې له کومې تمې او پاداشه په کار واچوي او خپله ادعا د دين دوستۍ، وطن دوستۍ، خپلواکۍ دوستۍ، ملت دوستۍ، سوله دوستۍ او خادمۍ عملاً وښيي. د نوي اسلامي – ولسي زعامت نه د زړه له اخلاصه په حمايت او ملاتړ د هغوی د افسانوي مبارزې او قربانيو احترام او قدر وکړي او د دوی تر قيادت لاندې وطن ته د صادقانه خدمت په کولو سره د فتحې او کاميابۍ دوهم پړاو چې د وطن ابادي، د عدالت استوارول او د ولس رفاه ده تکميل کړي.
نور نو بانو، تشو باټو، لاپو او يو د بل د غولولو دور او وخت تېر شو او د خبرو، وعدو محاسبه او اندازه کول به په اعمالو سره کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx