نظــر

د افغانستان اسلامي امارت او ټوکېدلې هېلي!

مولوي عبدالحمید”راشد”
الله تعالی فرمايي:
فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا 5ان مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا 6 سورة الانشراح
وبعد!

دا ځل د افغانستان اسلامي امارت داسې وخت زعامت او د هېواد کامل قیادت خپل کړ؛ چې ملت مو نور د نړیوال اشغال او د هغوی د غلامانو د فاسدې او ظالمې واکمنۍ له لوري تر پوزو راغلي وو؛ د ژوند پنځه بنسټیز نظامونه مو شړیدلي وو، ظالمان غداران، پردیپال حاکمان وو، فکرونه، قلمونه، تصورات مو اشغال وو، خو متعال رب د سختۍ سره اساني راوسته، دا چې هېلې څه دي؟ په لاندې کرښو کې یې یادونه کوو:

هېلې څه دي؟
1- قرآني بشارت!
فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا 5ان مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا
ژباړه: پس بېشکه له سختۍ سره اساني وي، بیشکه له سختۍ سره اساني وي.
په لاندې حدیث کې د ایت تفسیر روښانه شوی دی؛
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
عن الحسن قال : خرج النبي صلى الله عليه وسلم يوما مسرورا فرحا وهو يضحك ، وهو يقول : ” لن يغلب عسر يسرين ، لن يغلب عسر يسرين ، فإن مع العسر يسرا ، إن مع العسر يسرا “.

ژباړه: له حسن رضی الله عنه څخه روایت دی؛ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ راووت پداسې حال کې چې خوشحاله وو او خندل یې، داسې یې وفرمایل هيڅکه به یوه سختي په دوه اسانیو باندې غالبه نشي؛ پس بېشکه له سختۍ سره اساني وي، بیشکه له سختۍ سره اساني وي.

رواه ابن جریر وذکر الامام ابن کثیر فی تفسیر الایة.
( دلته عسر معرفه ذکر ده او یسر نکره نو عسر هماغه مفرد دی او یسر څو ځله دی)

موږ ته زیری!
دلته افغانستان کې هم نړیوال ایتلافي اشغال په ډېرو سترو قربانیو مات شو؛ ولسونو، مجاهدینو، غازیانو، دومره سختي تېره کړه چې دښمنان هم د مجاهدینو د قربانیو په صلابت او قوت اعتراف کوي، نو ان شاالله سختي تېره شوه؛ د اسانۍ په درشل مو قدم کېښود؛ نو د ارشاد مطابق یوه سختي په دوه اسانیو نه غالبیږي نو دا ستر زیری دی، یو یسر ستره نظامي فتحه وه او بل یسر د مجاهدینو ستره سیاسي بریا چې له فتحې وروسته ورته نړیوال اشغالګر داخلي او خارجي دښمنان حیران دي.

دا د رب نصرت و، د رب وعده ریښتینې وه او ريښتینې شوه!

2- د اسلامي امارت واحد قیادت او دیني زعامت:
دوهمه ستره هېله چې موږ یې ګورو هغه د افغانستان د اسلامي امارت واحد قیادت دی چې په سیاسي او نظامي لحاظ هر څه په شورایت او مشروع ډول تنظمیږي، د اسلامي امارت سیاسي او نظامي برخه د دین څخه سرچینه اخلي؛ اساس یې دین دی، قاعده یې قران دی او طریقه یې نبوي ده نو همدې سرچینې د اسلامي امارت زعامت او قیادت ژوندی ویښ او متحد ساتلی دی، نو کله چې رهبریت دا ډول متحد وي، لایحه معلومه وي او اصولو ته ژمنتیا وي نو د چارو د سمون لپاره دا ستر زیری دی چې الحمدالله په نړیواله سطحه دا ډول وحدت په داخلي او بهرنیو حکومتونو او سیاسي احزابو کې نه ده لېدل شوې.

3 – د قطر دفتر:
اسلامي امارت که له یوې خوا په هېواد کې له نړیوال ایتلاف او داخلي غلامانو سره په جهاد بوخت وو، له بله اړخه یې په قطر کې سیاسي دفتر درلود چې دې دفتر په نړیواله سطحه اسلامي امارت ته سیاسي مشروعیت ورکړ، داسې مشروعیت چې په سیاسي ډګر کې ورته امریکا او ناټو تړون ته تسلیم شوه؛ او د ماتې داسې تړون یې لاسلیک کړ؛ چې کلونه به داخلي او بهرني دښمنان ورته ګوته په غاښ وي.
ځکه سیاسي تړون داسې تړون وو چې بند په بند یې له اسلامي احکامو سره توافق درلود.

د دوحې دفتر د تړون سربېره نړیوالو سره اقتصادي او سیاسي دیپلوماتیکي اړیکي ورغولې چې د حاکمیت سره سم به ان شاالله هر څه ورغیږي، نو دې دفتر هغه خلا ډکه کړه؛ چې له نظامي بریا وروسته به ورسره اسلامي امارت مخ کېدلو.
نو ان شاالله چې به نړیواله سطحه به اسلامي امارت داسې مشروعیت ولري چې نړیوال به ورته ګوته غاښ پاتې شي.

4- عمومي عفوه:
دا وار له نظامي قوت او برلاسي سربېره بل هغه څه چې د خوشحالۍ خبره وه؛ هغه د مشرتابه عمومي عفوه وه چې په اخلاقي حکومت یې د سر قاتلانو ته عفوه وکړه، دا څه عادي خبره نه وه، بلکې دا ستر اخلاق او ستر ایمان و چې له قوت سره سره یې دښمن ونه واژه بلکې د مینې غیږ یې ورته ورکړه او دښمنان یې په دوستانو بدل کړل او په راتلونکي کې یې ډېر داخلي دښمنان کم او حتی له له منځه ویوړل.
دا هغه بې ساری اقدام و چې له خلفاء راشدینو وروسته یې تر اوسه ساری نه لېدل کېده.

دې عفوې نړۍ ته دا وښوده چې اسلامي امارت داسې مطیع او فرمانبرداره پوځي قطعات لري، چې په سختۍ او اسانۍ کې د امیر امر ته لبیک وایي.

د عفوې دا فرمان نه د هېواد په شرق کې ناقص شو او نه غرب کې؛ هېڅ ځای داسې ریپوټ تر لاسه نشو چې چېرې دې دا عفوه تر پښو لاندې شوې وي.

5- تيرو سياسي جهادي تنظیمونو او مشرانو سره ښې اړیکي:

دا هغه هېله بښونکی او بې ساری عمل دی چې طمعه یې نه وه،کابل ته تر ننوتلو مخکې اسلامي امارت مشرانو په داخل کې د جهادي تنظیمونو او مشرانو ټول تشویشونه له منځه ویوړل چې جهادي مشران به د هغې په نتیجه کې مخالفت ته چمتو کېدل، د اسلامي امارت مشرتابه دوی ته هغه مینه ورکړه چې ساری یې نه لېدل کیږي، د دوی کورونو ته ورغلل او امنیت یې ورته وساته؛ په قراني حبل یې وتړل چې هېڅ کله به ان شاالله دوی د اسلامي امارت خلاف د مخالفت چيغه پورته نکړي، بلکې همدوی به د خپلو تخصصي کدرونو په ملتیا اسلامي امارت غښتلی کړي، دا هغه زیری دی چې قران څخه سرچینه اخلي او د شورایت په ډګر کې بې مخینې ګام دی.

6- په جګړو کې د نظامي قوت سربیره، د هېواد د ملي شتمنیو او عامه تاسیساتو د ساتنې سربیره؛ د بشري ناورین مخنیوی وشو:
دا کار له وطن سره هغه ژوره مینه تمثیلوي چې ساری یې نه لېدل کیږي.

د هېواد په تاریخ کې له نظامي بریا سره وطن دومره روغ نه دی پاتې شوې لکن نن چې اسلامي امارت روغ پرېښود، بلکې تېرو انقلابونو کې د هېواد د لویو ښارونو سربېره کابل داسې وران شوی وو چې اوس هم اسلامپالو ته تور داغ پاتې دی.

اسلامي امارت د فتحې پر مهال داسې بریا حاصله کړه چې په ډېرو ځایونو کې د فتحې پرمهال د چا پوزه هم وینې نه شوه چې پدې سره اسلامي امارت ولسي او وطني مینه حقیقي کړه او ولسونه یې خاص مینوال شول.

7- د شرعي اصولو په رڼا کې نړیوال قوانین تضمینول او له نړیوالو سره اړیکې:
اسلامي امارت هغه څه هم تر پښو لاندې نکړل چې نړیوالو یې هېلې درلودې، ځینې له هغې څخه د بیان د ازادۍ، د ښځو حقوق…. او داسې نور هغه څه وو چې د نړیوالو خولې یې تر یو حده ټپې کړې، ځکه دلته په هېواد کې د بهرنیو مؤسساتو، بشري حقونو، د بهرنیو دیپلوماتانو داسې امنیت تامین شو چې د فتحې پر مهال هم ډېری سفارتونه پرانیستي او دیپلوماتان یې هېواد کې پاتې وو چې دې حالت تر ډېره د نړیوالو تشویشونه رفع کړل او افغانستان به ان شاالله په راتلونکي کې نړیوالو سره ښې اړیکي ولري.

8- د هېواد د ودانۍ او بیا رغونې کارونه عملاً شروع کېدل:
نورو هېوادونو کې چې کله هم نظامونه د زور له لارې بدل شوي او واک انتقال شوی؛ په میاشتو میاشتو داخلي سیستمونه ګډوډ وي، هر څه غیر منظم وي، اختلاف وي، خو الحمدالله اسلامي امارت د جنګي حالت سربېره د هېواد د بیا ودانولو عملي چارې پیل کړې او منظم کارونه یې شروع کړي، چې د کابل – قندهار لاره، د بعضې نړیدلو تاسیساتو ترمیم، ابادۍ او داسې نور هغه څه دي چې په دغسې حالاتو کې یې ستر اقدامات محسوبولای شو.

دا هغه نکات وو چې هېله بښونکې او د ښې راتلونکې تضمین کوي، ویاړو په اسلامي امارت چې له سترې بریا سربیره یې مینه خپره کړه او د هېواد ښه راتلونکې یې تضمین کړه.

درنو هېوادوالو!
هېواد کې پاتې شئ د امن احساس وکړئ، د نظام هر اړخیز ملاتړ وکړئ او خپل نظام مو په هر اړخیزه توګه حمایه کړئ، د رب شکریه اداء کړئ چې رب درته داسې نظام درکړ چې د قران درې اهداف تضمینوي.

★د هېواد ابادي

★د الله احکام قایمول

★د الله بنده ګان د بندګانو د بندګۍ ویستل او د الله رښتیني بنده ګان یې ګرځول.

الحمدالله ثم الحمدالله…

د اسلامي نظام د پرمختګ؛ ملاتړ او غښتلي کېدو په هېله!

وماذالك علي الله بعزيز

ستاسو ورور او د اسلامي امارت سپاهي

عبدالحميد راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx