نظــر

د طالبانو تحریک د سوريې د انقلابیونو په څېر د غرب او شرق د دسیسو ښکار نه ګرځي

محمد يوسف
د شام سپیڅلی انقلاب چې شعار یې د اسلام حاکمیت او خلافت تاسیس و؛ امریکا، غرب او د هغوی سیمییز مزدوران وویرول، بالآخره امریکا شپه او ورځ په ځان یوه کړه او د دوی د غولولو لپاره یې بیلابیل پلانونه جوړ کړل، د دې انقلابیونو مخکښ حرکتونه احرار شام او جبهة النصره وو. د دوی هدف د بشرالاسد ظالم حکومت نړول او د اسلامي شریعت پر بنسټ اسلامي نظام رامنځته کول وو؛ په دې څیړنه کې په دې دوه حرکتونو بحث شوی او د دوی د انحراف لاملونه په ګوته شوي.

احرار شام:
احرار شام یو قوي حرکت و چې د بشارالاسد د ظالم رژیم پر وړاندې یې تر ټولو قوي وسله واله مبارزه وکړه، دا حرکت چې د اسلام حاکمیت او اسلامي نظام جوړول یې اساسي هدف و په ۲۰۱۱م کال کې یې په کار پیل وکړ. امریکایان، متحدین او مزدوران یې یعنې د اروپا، روسیې او ایران په ګډون ترکیه، سعودي او قطر له جبهة النصرې سره له خبرو کولو ناهیلي شول. له احرار شام سره د خبرو وروستۍ هیله ورپاتې وه، ځکه چې احرار شام له یو لوري غرب او ملګرو ملتونو ته میلان درلوده او له بل لوري دوی د ملي دولت غوښتونکي وو.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو کې احرارشام له سعودي، قطر او ترکیې څخه بې شمېره مالي او وسلوال ملاتړ ترلاسه کړ. د بیلګې په ډول په ۲۰۱۵م کال کې ترکیې له امریکا سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړ؛ په دې تړون کې ترکیې د بشرالاسد د رژیم ضد وسلوالو سره د وسلوال ملاتړ ترڅنګ د وسلوالې روزنې ژمنه هم وکړه. امریکا دې ته اماده شوه چې د دې تړون د تطبیق لپاره خپل ۴۰۰ پوځیان سیمې ته ولیږي. د انسایدر بزنس د راپور له مخې؛ په ۲۰۱۵م کال کې سعودي عربستان له انقلابیونو سره د ۵۰۰ ټانک ضد توغنديو مرسته وکړه. د قطر پخواني خارجه وزیر«حمد بن جاسم» په دې اعتراف وکړ چې د قطر دولت د امریکا په اشاره په ۲۰۱۷م کال کې د سوریې انقلابیونو څخه مالي، وسله وال او د الجزیرې پر مټ رسنیز ملاتړ وکړ.

له سعودي، قطر او ترکیې څخه ترلاسه شوي کومکونه بې هدفه نه وو، د احرار شام له مشرانو څخه یو مشر شیخ هاشم د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر کې څرګنده کړه چې موږ له جبهة النصرې سره په همکارۍ تورن یو او جبهة النصره له القاعدې سره تړاو لري او القاعده په نړیواله کچه تروریستان بلل کېږي، موږ نه غواړو چې د دې په اساس سوریایي مسلمانان زیانمن کړو؛ نو پس موږ د یو داسې ټولشموله مدرن دولت جوړولو غوښتونکي یو چې د اقلیتونو حقوق پکې وپالل شي. دا د سعودي، قطر او ترکیې ناولو مرستو لومړنی مرګونی ګوزار و چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ د اسلامي دولت (خلافت) د تأسیس مخنیوی یې وکړ.

ترکیه، سعودي عربستان او قطر د متحده ایالاتو په غوښتنه، د احرار شام په ګډون خپل ټول مخالف متحدین دې ته اړ کړل چې د دوی د همکارۍ په بدل کې د آستانه، سوچي او جنیوا په خبرو کې برخه واخلي. د استانې پروسه یوه غونډه وه چې په 2017 کې د روسیې، ایران او ترکیې لخوا د متحده ایالاتو سره په همغږۍ د قزاقستان په آستانه کې د انقلابیونو د انحراف او بې لارۍ لپاره رامنځته شوې وه. په خپله لومړۍ ناسته کې، د جیش السلام ډلې یو تن غړي محمد علوش، چې د اسلامي نظامي انقلابیانو د 14 ډلو استازیتوب کوي، د ملګرو ملتونو د 2165 پریکړه لیک لاندې د اوربند او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په اړه خبرې وکړې.

د استانې په پنځمه ناسته کې پریکړه وشوه چې د “امن سیمې” رامینځته کړي، یعنې د وسلو او وسلوالو ډلو څخه خوندي ساحه چې د رژیم او انقلابیانو ترمینځ د جګړې ډګر نه وي. دې تړون له شا څخه د خنجر حیثیت درلود، ځکه چې په دې سره د بشارالاسد رژیم له سقوط څخه وژغورل شو. ورپسې ناستو د اوربند پراخولو، د لا زیاتو خوندي سیمو او ملي پخلاینې رامینځته کولو، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع، د اساسي قانون کمیټې رامینځته کولو او ترهګرۍ سره مبارزه یعنې داعش او النصره باندې موافقه وکړه. ځکه چې النصره لاهم د اسلامي دولت (خلافت) رامینځته کولو موخه نه وه تغییر کړې، له هیچا سره یې تر دې دمه مالي، وسله وال او استخباراتي تړاو نه درلود ترهګر وبلل شول.

هغه وخت راغی چې انقلابیان له یوې خوا د روسیې او ایران په سیاسي فشارونو او بریدونو کې راګېر شول او له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د اردن د سفارت پرمټ له سوریایي اردو څخه د ملاتړ لاس واخیسته، همدا دلیل و چې احرار شام د آزادې اردو سره له تړل کېدو څخه وروسته له خوبه راویښېږي. د خپلو موخو او لومړنیو دریځونو په ښکته کولو سره احرار شام ورو، ورو د امریکا او ترکیې په لومو کې لوېږي؛ په سیاسي پروسو، آستانې، سوچي او جینیوا کنفرانسونو کې برخه اخلي او د ترکیې په ملاتړ د سوریې د آزادۍ په ملي غورځنګ بدلېږي. د احرار شام هغه هدف، چې د اسد رژیم نسکورول او د حکومت رامینځته کول و، د متحده ایالاتو په غوښتنه د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ناوړه مالي مرستو له امله د ټولو قربانیو سره، سره د بشارالاسد په سیاسي او دیموکراتیکو مخالفینو بدل شول.

جبهة النصره
النصره د سوریې انقلاب پر مهال په ۲۰۱۲م کال کې د ابو محمد الجولاني تر قوماندې لاندې خپل نظامي فعالیتونه پیل کړل، او د نورو ډلو برعکس، د پیل څخه یې هدف د بشار الاسد رژیم نسکورول او د اسلامي خلافت رامینځته کول و. ټول اسلامي امت حتی له سوریې څخه بهر هم دوی د وسله وال جهاد هدف وړاندې کاوه. هرڅومره ژر چې غرب او متحده ایالاتو د النصرې د ارادې په اړه پوه شول، سخت په ویره کې شول، له سترګو یې خوب وتښتیده او سمدستي یې دا ډله په القاعده پورې د تړلو له امله په ترهګرو ډلو کې واچوله.له دې ډلې سره د خبرو او جوړ جاړي هیڅ پایله نه لرله، تر دې پورې چې په بشپړه توګه ترې مایوسه و. تر دې پورې چې دوی د عامه اذهانو د انحراف لپاره داعش استخباراتي ډله رامنځته کړه.

النصره ډیر ژر د القاعدې سره د ترهګرۍ د تورونو څخه د ویرې له امله اړیکې پرې کړې. النصره غوښتل له یوې خوا په القاعده له لګیدلو نړیوالو تورونو ځان لرې کړي، او له بلې خوا د یووالي لپاره د کورنیو ډلو رضایت ترلاسه کړي. د خلافت دولت رامنځته کولو لپاره دوی دا لومړی ګام وباله چې واخیستل شو او الظواهري هم دا مصلحت ورسره ومانه. النصره حتی په 2016 کې خپل نوم د فتح الشام جبهې ته بدل کړ ترڅو خپل اخلاص وښیي، چې له القاعده سره تړاو نلري.

فتح الشام د نورو اسلامي خوځښتونو سره یو لوی ایتلاف رامینځته کړ او نوم یې د 2017 م کال په جنوريکې هیئت تحریرالشام ته بدل کړ. د انقلابیانو او رژیم ترمینځ د ترکیې او روسیې ترمینځ غونډو کې د څلورو خوندي او بې وسلې زونونو رامینځته کول په 2017 کې پلان شوي او په 2018 کې لاسلیک شوي دي، له امله یې د بشر رژیم له سقوط څخه وژغورل شو او هیئت تحریر شام او د اسلامي دولت اقامې یې سخته ضربه وخوړه.

هیئت تحریر شامله ترکیې سره د 2018 کال په اپریل کې مذاکراتو ته داخل شو ترڅو د ترکي ملاتړ لرونکو ځواکونو سره د تاوتریخوالي مخه ونیسي، له ترکيې ملاتړ کوونکو ځواکونو سره یو ځای یې دفاعي حالت خپل کړ. په ۲۰۱۹م کال کې یې په جولاني کې له تحریر وطني ډلې سره چې د ترکیې ملاتړ ورسره و تړون لاسلیک کړ. هیئت تحریر شام د امریکا په قومانده د روسيې او ترکيې خبیثو سیاستونو له امله بې اثره شوې او ضعیفه شوې وه چې په پایله کې له داعش، بشر الاسد رژیم، ترکیې ملاتړ لرونکو ډلو او نورو ډلو په شمول ۱۶ ډلو سره په داخلي جنګ کې ښکېل شول.

په پایله کې بشار الاسد د ۲۰۲۱م کال د مۍ په ۲۶مه ځان ولسمشر اعلان کړ، نږدې نیم ملیون خلک یې ووژل، نږدې پنځه ملیونه خلک یې بهر ته په مهاجرت اړ کړل، شپږ میلیونه خلک یې په داخل د سوریې کې بې ځایه کړل، سوریه یې کنډواله وګرځوله او خپل ځان یې رییس جمهور وباله.

مګر له بلې خوا، د انقلابیانو اوسنی وضعیت داسې دی چې د هیئت تحریر شام ډله په یوه کوچنۍ سیمه واکمنه دی او له ترکیې او لویدیځ سره محتاطې اړیکې لري. په سیاسي اپوزیسیون کې نور انقلابیان د سیاسي مشارکت او د بشارالاسد د رژیم اساسي قانون بدلولو لپاره معاملې کوي.

د ملګرو ملتونو تشریفاتي سازمان چې د امریکا او غرب د لاس آله ده، د جنیوا په غونډو کې د اساسي قانون تعدیل کمیټې رامینځته کوي، هره ورځ د دې ډلو په برخلیک کې رول لوبوي.سعودي عربستان، قطر، روسیه، ایران او نور امریکایي اجیر دولتونه یې منځوي کړي.

تحلیل او پایله:
دوی د بشارالاسد د دیکتاتوري رژیم نسکورول، د خلافت دولت تأسیس او د شریعت پلي کول خپل اهداف ټاکلي وو او خپلې جهادي او نظامي مبارزې یې ګړندۍ کړې وې. دوی له هغو ډلو جلا شول چې سیکولر دیموکراتان وو، په دې لاره کې یې له هر ډول مصلحت څخه په کلکه ډډه وکړه او خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره یې استقامت وکړ. مګر ډیر وخت لا نه و وتلی چې د لاندې دلایلو پر بنسټ د غرب د پیچلو سیاستونو ښکار شول او خپل انقلابي لوری یې غلط کړ.

احرار الشام ته د ترکیې، قطر او سعودي عربستان څخه د مالي، استخباراتي او وسلوالو مرستو راتګ انقلاب ته تر ټولو لوی ګوزار و.
په سیاسي پروسو کې برخه اخیستل لکه د ریاض غونډه، د آستانې پروسه او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د جنیوا غونډه بل دلیل و چې د سپیڅلي انقلاب مخه یې ونیوله.

د ملګرو ملتونو سازمان د یوه خپلواک سازمان په توګه پیژندل یوه لویه اشتباه ده. د الله سبحانه و تعالی دین مکمل دی؛ د ملګرو ملتونو سازمان هیڅ ارزښت ته ضرورت نلري. د ملګرو ملتونو سازمان چې د سوریې د انقلاب په مهال یې د جینیوا کنفرانس رهبري کوله؛ هغه لوی بت دی چې امریکایان او نورو نړیوال قدرتونه یې کاروي.

ملت پالنه چې له شرعي اړخه هم مردوده ده، د شام د سپیڅلي انقلاب په وړاندې یو غټ خنډ و، احرار شام چې له لومړیو څخه د ملي اسلامي دولت غوښتونکي وو، غرب دا یو لوی چانس وباله چې له احرار شام سره مذاکرات ممکن دي، خو جبهت النصره ، چې د یو نړیوال دولت او خلافت اجنډا درلوده، غرب له دوی سره له خبرو کولو څخه ناهیلی و، غرب له دوی سره د مبارزې میتود تنظیم کړ او له ټولو خواوو لکه القاعده او نورو یې یوازې کړل خو بیا هم جبهة النصره تر هغو پورې چې له خپلو اهدافو یې انحراف نه و کړی نصرت او فتحې ته نږدې وه.

د اسلامي امت له نورو جنګیالیو سره د اړیکو پرې کول هم د ډلو په لویدو کې رول لوبولی.

د النصره لومړی زوال هغه وخت پیل شو کله یې چې د الظواهري سره په خپل ګومان د امت د مصلحت او خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره اړیکې پرې کړې؛ خو اصول دا دي چې موږ باید د خپلو وفادار وروڼو سره اړیکې پرې نه کړو او د نړیوالې ټولنې او خلکو د رضایت لپاره باید شریعت قرباني نکړو.

د انقلابیانو له پیل څخه تر پای پورې د غرب او د دوی د مزدورانو د هڅو او چالونو د شام د سپیڅلي انقلاب لاره بدله کړه. انقلابیانو، په تدریجي ډول د دریځ ښکته کولو او موقف بدلولو سرهنه یوازې بنسټیز هدف ترلاسه نکړ کوم چې د شرعي نظام او اسلامي خلافت تاسیس و بلکې د دوی نړیوال اهداف یې هم ټوټه، ټوټه کړل کوم چې د شریعت نسبي تطبیق، په واک کې برخه اخیستل، پراختیا، بیا رغونه، د ځواک او شتمنۍ ترلاسه کول وو. نو هغه فرصت چې د طالبان تحریک په افغانستان کې ترلاسه کړی هغه وخت باید وستایل شي کله چې دوی له مکارو کافرانو سره اړیکې پرې کړي او د اسلامي نظام اعلان کړي او نور مسلمان هیوادونه د استعمار او بشري قوانینوله ظلم څخه وژغوري. که چیرې داسې ونکړي؛ الله سبحانه و تعالی به د دوی له ټولشموله حکومت څخه چې الهي او بین المللي قوانین په یوه او بله بهانه پکې ځای پرځای کوي هیڅکله راضي نشي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

لیکوال اغا خبره دي ډیره سره پیچلې او سره ژولې ده. په سوریه او عراق کي د اهل السنت والجماعت مسلمانانو د سیاست د ناکامي یوازینی علت د دوئ د مذهبي رهبري تفرقه وه. د سلفي نابالغ او نیمګړي فکري مکتب پیریانو په لاس کي ټولي مالي سرچینې وې او د سیمي د سني عربو هیوادونو استخباراتي نیټورک وو او هغوئ دا دواړه منابع د جهادي هڅو د بسیج کولو پر ځای د خپل نابالغ فکر د ترویج لپاره د یوې آلې په توګه وکاراوه چي په پایله کي یې د سلفیانو شمیر هم زیات نه سو او د بد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx