
حماس لس اسراييلي عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د حماس جهادي ډلې پوځي څانګې قسام خبر ورکوي، چې پرون د جمعې په ورځ يې د غزې شمال بيت حانون سيمه کې د يو کمين په ترڅ کې لس اسرايي عسکر وژلي دي.
دا په داسې حال کې چې د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې پرون يې د حماس په غلجکي بريدونو کې دوه عسکر وژل شوي، چې دې سره د وژل شويو اسراييلي عسکرو شمېر پنځه دېرشو کسانو ته ورسيد.
د قسام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شويو اسراييلي عسکرو جسدونه اوس هم د بيت حانون سيمه کې پراته دي او رسنۍ کولای شي ويې ګوري.
همداراز د قسام له لورې په يوه بله خبر پاڼه کې راغلي، چې د دوی ځواکونو پرون سهار د تل ابيب پر نړيوال هوايي ډګر درې توغنديز بريدونه کړي دي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي، چې وړمه ورځ د امريکا او اروپا د هوانوردۍ ادارو اسراييلو ته خپل پروازونه ځنډولي ول او پرون د جمعې په ورځ امريکايي الوتکو بيرته د تل ابيب نړيوال هوايي ډګر ته خپل پروازونه پيل کړل.
فرانس پريس خبري اژانس د اسراييلي پوځ د وياندې له قوله وايي، چې د بين ګورين هوايي ډګر ته څېرمه دوه توغندي لګيدلي، مګر د توغنديو د لګيدو دقيق ځای له ښوولو يې ډډه وکړه.
د حماس پوځي څانګه- قسام – دا هم ویلي، چې د اسراييلو د بريدونو له پيله تر اوسه يې پر اسراييلو ۱۷۰۰ توغنديز بريدونه کړي، چې۱۰۹ يې په تل ابيب او پاتې نور يې په نورو سيمو لګيدلي دي.