افغانستان

ناټو:‌ طالبان باید د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره له نړیوالو سره کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د ناټو سازمان عمومي منشي وایي، که طالبان له نړیوالې‌ ټولنې سره کړې ژمنې عملي نکړي؛ نو افغانستان به په یوه منزوي هیواد بدل شي.

ینس سټولټبرګ چې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته یې وینا اوروله وویل، چې په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او تر ټولو لومړۍ هڅه یې داده چې د ناټو کارمندان او هغه کسان چې له هغوی سره یې همکاري کړې له افغانستانه را وباسي.

ده وړاندې زیاته کړې،چې طالبان اوس پر کابل کنټرول لري او نړیواله ټولنه هغوی څاري، نو باید له نړیوالې‌ ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي، له امریکا سره د کړي تړون مادو ته ژمن پاتې شي او د ښځو، ماشومانو، نارینه وو او د اقلیتونو حقونه ورکړي.

د ینس په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ افغانانو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او نورو برخو کې ډیر پرمختګونه کړي، چې طالبان یې باید له منځه یونسي او د ساتلو لا ډیرې هڅې یې وکړي.

نوموړي ګواښ وکړ، که طالبان خپلې ژمنې عملي نکړي، نو د ناټو غړي هیوادونه به یې‌ په رسمیت ونه پېژني او انزوا ته به ولاړ شي.

ینس د افغانستان سقوط حیرانوونکی او نه اټکل شوی بللی او ټینګار یې کړی، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل باید مشروط کړل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون ټول افغانستان تر خپل واک لاندې راوستلی او اوس مهال له افغان جهتونو سره د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه په سلا مشورو بوخت دي.

طالبان وایي، د واک انحصار نه غواړي او د داسې یوه نظام جوړولو ته ژمنتیا لري چې د افغانستان هر قشر ځان پکې وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پخوانی متعدد استعماری قدرتونه د روسانو او انګریزانو په دوه استعماری قدرتو خلاصه شول او د افغان روس جنګ څخه وروسته روسان مات شول امریکا یکتازه استعماری قدرت جوړ شو. دا د نظم نوین جهانی زور او ابتکار وو نظم نوین د نړیوالی شاهنشاهی یا د زمکی دخدایی د پاره په عمده ډول د زور له مخی او چه نظم نوین کی څومره مطرحه غلامی لری په لاندی ډول دی : اول نمبر غلام ، د امریکا متحده اضلاع دوهم نمبر غلام ، د ناتو غړی هیوادونه یا اروپایان دریم نمبر چین ، روس هند او داسی نور څلورم عربان،… نور لوستل »

جبران خلبل

ما شا ء الله بارک الله فیک په تاسو ویاړو

ګل احمد

که طالبانو د چا سره ژمنه کړې وي نو باید د خپلو ایمانونو د تثبیت او د پښتونوالي د درناوي لپاره پر هغه ودریږي. تر کومه پوری چي د امتیازاتو موضوع ده، افغانان د چا څخه خیرات نه غواړي. که ناټو په افغانستان کي د میزایلو او هوایي بریدونو څخه د دفاع سیسټم نصب نه کړي او افغانانو ته یې د مدیریت روزنه ورنه کړي نو افغانان مجبوره دي چي رسماً د شانګهای تړون سره دفاعي تړون وکړي ځکه چي د افغانستان خاوره د شانګهای تړون هیوادونو هوایي بریدونو تر ګواښ لاندي ده. که ناټو غړي هیوادونه غواړي چي په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x