
د ملي بيرغ په اړه سرخلاصی ليک!
عبدالرحمن سعيد
بيرغ د يو هېواد او نظام د پېژندنې نښه ده، د نړۍ هر هېواد ځانګړی بيرغ لري او د بيرغ د رنګ او نښان ټاکل يې هم ځانګړي وجوهات لري. موږ چې الحمدلله مسلمانان يو، نو د بيرغ د رنګونو په لړ کې اسلام مکمل ازادي راکړې، هر ډول رنګ چې وغواړو؛ راته جايز دی. البته د هغه بيرغ رنګ او نښان به حتماً فضليت لري چې رسول الله صلي الله عليه وسلم کارولی وي.
نور نو کولای شو هر ډول بيرغ چې وغواړو د خپل ملي بيرغ په توګه يې تثبيت کړو. د ملي بيرغ تر څنګ ملي سرود هم نن سبا مروج دی او د يو هېواد د شعار په توګه د ولس لپاره ځانګړی ارزښت لري.
دا چې کابل ته د طالبانو تر راتګ او واکمنېدو وروسته د يو ټاکلي پلان پر اساس د بيرغ مسئله راپورته شوې او له وخت مخکې په دې اړه شکايات او اعتراضات راپورته کيږي، نو ښه به دا وي چې په دې اړه لنډ، خو جامع بحث وکړو او د دغې نوې فتنې د راپورته کېدو مخه ډب کړو.
کله چې احمدشاه بابا رحمه الله د افغانستان بنسټ کېښود، حدود يې وټاکل او يو مستقل حکومت يې اعلان کړ، نو د افغانستان د نظام لپاره يو ځانګړی بيرغ وټاکل شو، بيا ډېر ځله د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په بيرغ کې تغيرات راغلي. غازي امان الله له څو ځله بيرغ بدلولو وروسته د خپلې پاچاهۍ په وروستيو کې له آزادۍ تر لاسه کولو وروسته درې رنګی (تور، سور او شين) بيرغ د افغانستان لپاره غوره کړ چې د ده د پاچاهۍ تر پايه يې دوام وکړ، خو بيا چې کله حبيب الله کلکاني پر تخت کښيناست، هغه بل ډول بيرغ وټاکه، ورپسې نادر خان او ظاهر شاه بيرته د امان الله خان د وخت بيرغ وټاکه خو نښان کې يې لږ لږ توپيرونه راوستل، داود خان هم په هماغه بيرغ کې يو څه توپير راوست، ورپسې چې کمونستانو کودتا وکړه او ترکي واکمن شو نو سوچه سور بيرغ يې وټاکه، حفيظ الله امين بيا لږ فرق پکې راوست، ببرک کارمل بيا په افقي توګه تور، سور او شين بيرغ وټاکه، ورپسې نجيب بيا لږ توپير پکې راوست، بيا صبغت الله مجددي يو ډول او تر هغه وروسته رباني بل ډول بيرغ وټاکه، بيا طالبانو سپين بيرغ وټاکه، د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته بيا په موقته دوره کې بل ډول بيرغ وټاکل شو او ورپسې د کرزي او غني په حکومتوو کې هم هماغه تور سور او شين بيرغ وټاکل شو خو نښان يې د پخوا په پرته لږ بدل شو.
همداراز له صليبي يرغل وروسته چې په بُن کې د نوي رژيم بنسټ جوړ شو، نو د بيرغ بدلولو تر څنګ يې ملي سرود هم بدل کړ او د قومونو يو لست يې ترې جوړ کړ.
اوس چې يرغلګر بيرته ووتل او ورسره هم مهاله د هغوی راوړی حکومت هم نسکور شو، نو طالبانو هماغه د خپل نظام سپين بيرغ بيا رپاند کړ. اوس ځينې مغرضې کړۍ لګيا دي او د لويو لويو اساسي مسائلو پر ځای يې يوې وړې موضوع ته جديت ورکړی، غواړي په دې توګه دلته د خلکو تر منځ کرکې او جګړې راپورته کړي.
دوی کې ځينې يې وايي چې طالبان بايد د خلکو د احساساتو خيال وساتي او تور، سور او شين بيرغ دې پر خپل ځای پرېږدي، ځينې وايي چې تور، سور او شين ملي بيرغ دی او دا بل سپين د طالبانو د ګوند نو ملي بيرغ دې نه بدليږي، ځينې نور د تور، سور او شين بيرغ راښکته کول د افغانستان د ملي ارښتونو سپکاوی ګڼي.
راځئ دا هر یو اعتراض يې د خپل عقل په تله وتلو!
اول دا چې ځينې خلک وايي؛ طالبان بايد د خلکو د احساساتو خيال وساتي!
دوی ته وايو: طالبان الحمدلله تر اوسه ډېر زيات نرم او خوږ چلند کوي، داسې چلند لکه يو پلار يې چې له خپل نازولي زوی سره کوي. طالبانو عمومي عفوه اعلان کړه، هغه خلک يې کلک په غېږ کې ونيول چې د طالبانو د ورکولو، وژلو، بندي کولو او حتی د طالب بنديانو د اعدام کولو نارې يې وهلې. طالبانو تل د ولس خيال ساتلی او ساتي يې. طالبان چې اوس واک ته ورسيدل، نو د خپل پخواني نظام سپين ملي بيرغ يې هسک کړ، خو تر څنګ يې هيڅ ځای کې هم پر درې رنګي بيرغ ممانعت وضع نه کړ.
حال دا چې څه فکر کوئ، ايا پخواني ديموکراتيک حکومت به چاته دا اجازه ورکړې وه چې د درې رنګي بيرغ تر څنګ سپين بيرغ اوچت کړي؟!
نه، هيڅکله هم نه. بلکې ځای پر ځای به يې هغه خلک وژل، بنديانول او بمبارول.
او دا چې ويل کيږي طالبان دې د خلکو د احساساتو خيال وساتي او درې رنګی بيرغ دې پر خپل ځای د ملي بيرغ په توګه پاتې وي. نو دوی بايد دا درک کړي چې درې رنګی بيرغ به يوازې په لويو ښارونو کې يو څه کلک پلويان لري، لکه چې له ټول هېواد څخه يوازې په ننګرهار او خوست کې خلکو درې رنګی بيرغ پورته کړ، خو سپين بيرغ بيا د اطرافو او کليوالي سيمو د ټولو خلکو د زړونو په تل کې ځانګړی مقام لري، نو اوس طالبان د کومو خلکو د احساساتو خيال وساتي؟ د لږ شمير ښاريانو که د غټ شمېر کليوالو؟
فکر کوم، طالبانو ډېر پر ځای دريځ نيولی. دا چې د افغانستان غوڅ اکثريت خلک سپين بيرغ غواړي، نو دا دی سپين بيرغ يې رپاند کړ، مګر د کم شېر ښاريانو د احساساتو د خيال ساتلو په موخه يې هغوی ته هم د خپل شوق پوره کولو او درې رنګي بيرغ ګرځولو اجازه ورکړې ده.
دلته يوه يادونه ضروري بولم، هغه دا چې درې رنګي بيرغ کې هيڅ بدي نشته، بلکې دا هم زموږ د نيکونو يو وياړلی بيرغ دی، کله چې غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه نو دغه درې رنګی بيرغ يې وټاکه. د تور معنی دا چې افغانستان د پرديو تر واک او تسلط لاندې و او تور تم و، د سور معنی دا چې زموږ نيکونو د ازادۍ په لاره کې خپلې وينې توی کړې او د شين يا زرغون معنی دا چې زموږ د نيکونو له قربانۍ وروسته آزادي تر لاسه شوه!
نو دغه بيرغ هم ډېر پر ځای انتخاب دی، موږ يې قدر کوو. خو د قرآن ټکی نه دی، چې نه بدليږي، لکه څرنګه چې پورته د بيرغ لنډه تاريخچه ذکر شوه، د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې دا بيرغ لس، يوولس ځله بدل شوی.
څرنګه چې دلته له تېرو شلو کلونو راهيسې د صليبي نوکرانو له لوري د همدغه ښکلي بيرغ تر چتر لاندې پر دغه مظلوم ولس هر ډول وحشتونه وشول؛ نو اوس طبعاً ولس له همدغه بيرغ سره حساسيت لري او حتی ليدل يې نه غواړي. د همدغه بيرغ تر چتر لاندې دلته په نيمه شپه د خلکو پر کورونو چاپې ولوېدې، ښځې، ماشومان او ځوانان ووژل شول، د همدغه بيرغ تر چتر لاندې له کورونو څخه بې شمېره دينداره وګړي يووړل شول او د باګرام، څرخي پله او آن ګوانتانامو تر کرغيړنو زندانونو ورسېدل، د همدغه بيرغ تر چتر لاندې له مظلوم او غريب ولس څخه په هره اداره کې رشوتونه اخيستل کېدل، د همدغه بيرغ تر چتر لاندې حتی جنازې، ودونه، مساجد، کلي او کورونه بمبار شول، د همدغه بيرغ تر چتر لاندې دلته داسې ډيموکراتيک نظام حاکم و، چې د افغانستان ټول ديني او ملي ارزښتونه يې مسخره کړل، د همدغه بيرغ تر چتر لاندې د حکومت ټولو چارواکو او عسکرو د خدای د دښمنانو او يرغلګرو صليبيانو نوکري کوله او په مجموع کې د همدغه بيرغ تر چتر لاندې د افغانانو ټول ارزښتونه ليلام شول!
ځکه نو اوس دغه ښکلی بيرغ؛ په يو منفور بيرغ بدل شو!
دوهم دا چې ځينې خلک وايي سپين بيرغ دې د طالبانو د ګوند د بيرغ په توګه پاتې شي او درې رنګی بيرغ دې د ملي بيرغ په توګه وي، نه دې بدليږي.
دوی ته وايو: طالبان هيڅکله کوم ګوند نه دی، د افغانستان اسلامي امارت د يو نظام نوم دی، دلته يې داسې د عدل او امنيت مثالي حکومت کړی چې ساری يې نشته. کله چې صليبيانو دغه سپېڅلی نظام ونه شو زغملی او پر ګران هېواد يې حمله وکړه، نو د افغانستان اسلامي امارت تشکيلات تر سقوط وروسته هم پر خپل ځای پاتې شول، ورو ورو يې د هېواد په اطرافي سيمو ولکه ټينګه کړه او دا دی نن بيا هماغه ښکلی نظام پر کابل بيرته واکمن شو. دا چې شل کاله يې منځ کې صليبيانو او د هغوی داخلي ملګرو حکومت وکړ، نو دا خو معلومه ده چې صليبيان يرغلګر وو او داخلي ملګري يې هم باغيان او غداران. دا د دوی يوه ناکامه هڅه وه چې غوښتل يې خلک به د غازي امان الله خان د ازادۍ پر بيرغ تېر باسي، خو حقيقت دا دی چې خلک بيرغ ته نه، نظام ته ګوري.
د افغانستان اسلامي امارت تر سقوط وروسته سمدستي مبارزه پيل کړه، تر سپين ملي بيرغ لاندې يې د يرغلګرو او داخلي غدارانو او باغيانو پر وړاندې کلکه مقابله وکړه، د سپين بيرغ تر چتر لاندې په سلګونو ځوانانو فدايي حملې وکړې، د سپين بيرغ تر چتر لاندې په زرګونو ځوانان د ازادۍ په مبارزه کې شهيدان شول او د سپين بيرغ تر چتر لاندې د ازادۍ مبارزينو شل کاله د سر په بيه مبارزه وکړه.
نو ځکه خو يې حق جوړيږي چې سپين بيرغ د ملي بيرغ په توګه ومنل شي.
دريم دا چې ځينې خلک وايي د درې رنګي بيرغ راښکته کول او د سپين بيرغ هسک کول د افغاني مقدساتو او ارزښتونو سپکاوی دی!
دوی ته وايو: د درې رنګي بيرغ سپکاوی هيڅکله نه دی شوی، سپکاوی دې ته ويل کيږي چې وسوزل شي، وغورځول شي او بې عزتي يې وشي. خو د هغه پر ځای د سپين بيرغ رپول هيڅکله سپکاوی نه بلل کيږي.
او که له يو بيرغ وروسته د بل بيرغ ټاکل سپکاوی وي، نو دا سپکاوی خو غازي امان الله خان هم کړی چې پخوانی بيرغ يې ختم او پر ځای يې دغه درې رنګی بیرغ وټاکه، بيا ترې راوروسته چې لس ځله بدل شوی، نو ايا دا ټول د بيرغ سپکاوی دی؟!
خو نه، داسې نه ده. د بيرغ سپکاوی به هغه وخت بلل شوی و، چې طالبانو د هغه پر ځای داسې بيرغ رپاند کړی وای چې هغه زموږ له دين او ملي ارزښتونو سره ټکر درلودلی، مګر سپين بيرغ د درې رنګي بيرغ په نسبت ډېر فضليت او اوږد وياړلی تاريخ لري. سپين بيرغ د رسول الله صلي الله عليه وسلم ټاکنه ده. دا سمه ده چې نور رنګونه هم جايز دي، مګر هغه رنګونه به حتماً د نورو په پرتله ځانګړی مقام لري، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ټاکلي وي.
يو روايت کې راځي؛ کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د فتحې پر وخت مکې ته داخلېده نو سپين بيرغ ورسره و او تور پټکی يې پر سر و.
نو د افغانستان د اسلامي امارت بيرغ هم سوچه سپين رنګ لري او د توحيد مبارکه کلمه پرې ليکل شوې ده. نو که فرضاً راتلونکی نظام همدغه د اسلامي امارت بيرغ تأييد کړي، نو دې کې هيڅ عيب او کمی نشته.
دغه ښاغلي چې د بيرغ بدلون د ملي ارزښتونو توهين بولي، هغه وخت چېرته وو چې دا شل کاله افغاني ارزښتونه ليلام شول.
د ښځو د عزت ساتل د افغانانو ديني او ملي ارزښت او مکلفيت دی، خو دغه شل کلنه موده کې ټولې ادارې له ښځو ډکې وې، د خلکو ساعت پرې تېر و، په ادارو کې به د شموليت لپاره ډېرې سپکې غوښتنې ترې کيدلې او حتی له هغو ښځو څخه به هم د لږ ناچيزه مرستې په بدل کې ډېرې سپکې غوښتنې کېدلې چې مېړونه يې د همدغه ناولي رژيم د ساتنې په لاره کې وژل شوي وو.
دوی هغه وخت چېرته وو چې د افغانستان د ملي تلويزيون په پرده د افغاني خويندو عزت ليلام کېده، دوی هغه وخت چېرته وو چې پردي يرغلګرو ځواکونو به په نيمه شپه د عزتمنو افغانانو پر کورونو چاپې اچولې او هغه وخت چېرته وو چې په باګرام کې قران مجيد وسوزول شو!
نو ګرانو هېوادوالو!
بيدار اوسئ، پام چې د پرديو دسيسو ښکار نه شئ. دا فقط يوه پلان شوې موضوع ده چې هدف يې دلته د وروڼو افغانانو تر منځ د نويو فتنو زېږول دي. بيرغ د ملت نه، د نظام نښه ده. نو ملت ته نظام مهم دی، د نظام اصول او بنسټ بايد زموږ د ديني او ملي ارزښتونو برابر وي. د بيرغ موضوع دومره لويه موضوع نه ده. بيرغ پخوا هم ډېر ځله بدل شوی.
د الله تعالی شکر اداء کړئ چې له اوږدو جګړو او ناخوالو وروسته يو ځل بيا الله تعالی په داسې نظام او مثالي امن ونازولو چې الحمدلله د هېواد له هيڅ ګوټ څخه د مرګ ژوبلې راپور نه اورو.
نو بيرغ پرېږدئ، د نظام بنسټ غښتلی کړئ، د نظام مرسته وکړئ او د پرديو دسيسو مخه ونيسئ. پر هغو پلورل شويو تش په نامه افغانانو مه غلطېږئ چې دوهم تابعيت يې په جيب کې او بهر هېوادونو کې ژوند کوي. موږ او تاسې همدلته ژوند لرو، بايد يو بل ته لاس ورکړو او د پرديو د هر قسم لمسونو، مداخلو او دسيسو مخه ونيسو.
اوس الحمدلله خوندور امن قائم دی او امن هغه لوی نعمت دی چې تر هر څه مهم دی. کله چې ابراهيم عليه السلام خپله ميرمن او وړوکی زوی د مکې پر وچه ځمکه پرېښودل او دی ترې راوګرځېد، نو الله تعالی ته يې لاسونه لپه کړل: (رَبِّ اجْعَل هَذا بَلَداً ءَامِناً وَارْزُقْ أهْلَه مِنَ الثَّمَرَاتِ…)
ژباړه: (ای زما ربه! دا ښار (کعبه) د امن ښار وګرځوه او اوسېدونکو ته يې هر ډول مېوې ور روزي کړه…).
مطلب دا چې ابراهيم عليه السلام اول د امن سوال وکړ او بيا وروسته د روزي.
نو دا چې دلته الحمدلله نظام اسلامي شو او امن راغی، خدای مهربانه دی نورې چارې به هم سمې شي، خو دا هر څه زموږ تاسې له همکارۍ او خدمت پورې تړلي دي. نو ټول هېوادوال بايد واړه موضوعات پرېږدي او د نظام په غښتلتيا، همکارۍ او خدمت کې برخه واخلي!
دا وطن به جوړوو!
ان شاء الله…!
پای…!
شه خبره ده