نظــر

د اسلامي بیرغ شرعي دلایل

يوسف ارسلان

دا چې اسلام یو ځانګړی دين دی او متفاوت سیاسي نظام لري، نو د سمبولونو او شعایرو له اړخه هم خاص او شرعي بیرغ لري. دا بيرغ په نصوصو کې ثابت دی او له دلایلو څخه دا استنباطيږي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په اړه د لومړي اسلامي دولت پر مهال امر او یا هم سکوت کړی دی. پر اسلامي خاورو ملي بيرغونه ډېر لنډ تاریخ لري، چې استعمار د تفرقې په موخه پر اسلامي امت تپلي دي.

په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لواء (هغه سپین بيرغ چې په تور رنګ د توحيد کليمه پرې ليکل شوې) او د هغه صلی الله علیه وسلم رايه (هغه تور بیرغ چې په سپین رنګ د توحيد کليمه پرې ليکل شوې) تر ۱۴۰۰ کلونو ډېر تاريخ لري او پر دې سربېره زموږ له عقيدې سرچينه اخلي.

ملي بيرغونو تل امت سره وېشلی او سپین لواء یوازینی بیرغ دی، چې پر افغانانو سربېره ټول اسلامي امت تر خپل سيوري لاندې راټولولی شي.

خلیفه رایه (سپین بیرغ) د اردو مسوول او لوا (تور بیرغ) د لېواګانو رییسانو ته ورکوي.

ترمذي او ابن ماجه له ابن عباس څخه روایتوي، چې هغه وايي:

«كَانَتْ رَايَةُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَوْدَاءَ، وَلِوَاؤُهُ أَبْيَضَ»

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه تور او لواء یې سپین و.

او بغوي په شرح السنه کې له عَمْرَةَ څخه روایتوي، چې هغه وايي:

«كَانَ لِوَاءُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَبْيَضَ، وَكَانَتْ رَايَتُهُ سَوْدَاءَ… »

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم لواء سپین او رایه تور و.

له لغوي پلوه د لواء او رایه دواړو کلمو ته د «عَلم» لفظ کارول کېږي، چې د بيرغ معنا ورکوي. په المحیط قاموس کې د (رَویَ) مادې په بحث کې راغلي: «… والراية العلم ج رايات …»
ژباړه: (… رایة همغه عَلم دی، چې جمعه يې رايات کېږي…)  او د (لَوِيَ) په ماده کې راغلي: «… واللواء بالمد العلم ج ألوية …» ژباړه: (… لواء په مد سره د عَلم په معنا ده، چې جمعه يې الويه کېږي…) وروسته شريعت د هر يو لپاره هغه خپله اصطلاحي معنا کارولې ده.

لواء هغه سپين بيرغ ته ويل کېږي، چې په تور رنګ پرې د لااله الا الله محمد رسول الله کلمه ليکل شوې وي او دا يوازې د پوځ د مشر يا رهبر لپاره کارول کېږي. معنا یې دا ده، چې د پوځ امیر ځای پر ځای دی او چېرې چې امیر ځي، همغه ځای ته ورسره لېږدول کېږي. دا چې لواء د پوځ مشر ته ځانګړې شوی، نو په دې اړه په حدیث شریف کې راځي:

«أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ وَلِوَاؤُهُ أَبْيَضُ» ابن ماجه له جابر څخه روایت کړی

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ په داسې حال کې مکې ته ننوت، چې بيرغ يې سپين و.

په داسې حال کې چې د مکې د فتحې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر امير و.

بل دليل دا دی کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوځ امیران جهاد ته لېږل، نو لواء بیرغونه به یې ورکول. امام حافظ ابي الفتح چې د خلکو د سيد په زوی مشهور دی او په ۷۳۴هـ کال وفات شوی، په خپل کتاب “عیون الاثرفی فنون المغازی والشمائل السیر” کې لیکي:

«…يوم الاثنين لأربع ليال بقين من صفر سنة إحدى عشرة من مهاجره، أمر رسول الله صلی الله علیه وسلم صلى الله عليه وسلم الناس بالتهيؤ لغزو الروم، فلما كان من الغد دعا أسامة بن زيد فقال سر إلى موضع مقتل أبيك فأوطئهم الخيل فقد وليتك هذا الجيش… فلما كان يوم الاربعاء بدئ برسول الله صلی الله علیه وسلم صلى الله عليه وسلم وجعه… فلما أصبح يوم الخميس عقد لأسامة لواء بيده، ثم قال اغز بسم الله وفى سبيل الله فقاتل من كفر بالله فخرج بلوائه معقودا…»

ژباړه:… د ۱۱ هجري کال د دوشنبې په ورځ کله چې د صفر میاشتې څلور ورځې پاتې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د روم د غزا په موخه خلکو ته د چمتوالي امر وکړ. د هغې ورځې په سبا یې اسامه بن زيد را وغوښت او امر یې ورته وکړ چې د خپل پلار د وژل کېدو تر ځايه دې په تګ کې بيړه وکړه او په خپل اس سره دې هغوی تر پښو لاندې کړه او دغه پوځ په رښتینې توګه تا ته سپارم. د چهارشنبې له راورسېدو سره سم پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغۍ نښې راڅرګندې شوې…

د پنجشنبې په ورځ کله چې پر نړۍ د سهار سپېدې خپرې شوې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام لواء (سپین برغ) چې په خپلو مبارکو لاسونو يې جوړ کړی و، اسامه بن زید ته ورکړ. وروسته یې ورته وویل: د الله په لاره کې د الله لپاره جهاد وکړه او هر چا چې په الله تعالي پورې د کفر خطاب کاوه، ویې وژنه. په پای کې اسامه بن زید د پيغمبر «ص» په لاسونو له همغې جوړې شوې لواء سره یو ځای له مدينې ښار څخه بهر شو…

پیغمبر «ص» تور بیرغ هم کارولی دی، چې الرایه ورته وایي. له همدې امله کله چې جګړه پېلېږي او خپله امیرالمومنین د لښکر قومندان وي، نو په دې حالت کې لواء (سپين بيرغ) او رایه (تور بیرغ) پورته کیږي. په ابن هشام سيرت کې راځي، چې د بدر په غزا کې د جګړې پرمهال تور او سپين دواړه بیرغونه وو:

«قَالَ ابْنُ إسْحَاقَ: وَدَفَعَ اللّوَاءَ إلَى مُصْعَبِ بْنِ عُمَيْرِ بْنِ هَاشِمِ بْنِ عَبْدِ مَنَافِ بْنِ عَبْدِ الدّارِ قَالَ ابْنُ هِشَامٍ: وَكَانَ أَبْيَضَ … وقَالَ ابْنُ إسْحَاقَ: وَكَانَ أَمَامَ رسول الله صلی الله علیه وسلم ( رَايَتَانِ سَوْدَاوَانِ: عَلِيّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ، يُقَالُ لَهَا الْعُقَابُ، وَالأُخْرَى مَعَ بَعْضِ الأَنْصَارِ»

ژباړه: ابن اسحاق وايي، چې لواء يې مصعب بن عمیر بن هاشم بن عبدمناف بن عبدالدار ته وسپاره. ابن هشام یادوي، چې لواء سپين و… وروسته بیا وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې دوه تور بيرغونه وو، چې يو یې له علي بن ابي طالب سره و، چې عقاب ورته ويل کېدل او بل یې له ځينو انصارو سره و.

په اسلام کې لومړی لواء د عبدالله ابن جحش و، چې جوړ شو او سعد بن مالک ازدي ته بیا تور بيرغ ورکړل شو، چې سپینه مياشت پکې وه. په حقیقت کې دا ټول په دې دلالت کوي، چې د پوځ لپاره باید تور او سپين بيرغونه جوړ شي او امیرالمومنین يوازینی کس دی، چې د پوځ رهبر ته سپين بیرغ ورسپاري. د اسلامي دولت حاکم ته هم روا ده، چې یو چا ته تور بیرغ ورکړي؛ په دې اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لأُعْطِيَنَّ الرَّايَةَ غَداً رَجُلاً يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ…، فَأَعْطَاهَا عَلِيّاً»

ژباړه: سبا به تور بیرغ هغه کس ته وسپارم، چې له الله او رسول سره مينه لري او الله او رسول هم له هغه سره مينه لري…، نو هغه تور بيرغ يې علي «رض» ته وسپاره.

دا چې اميران هم تور بیرغونه د پوځ قومندانانو ته سپارلی شي، دلیل یې د حارث بن حسان بکري المار په دواړو روايتونو کې ثابتېږي، چې فرمايي: “وإذا راياتٌ سود” ناڅاپه له تورو بیرغونو سره مخامخ شوم. معنا يې داده چې هغه وخت پوځ ډېر و، خو امیر یې یو و او هغه عمر بن عاص و. مهمه نه ده، چې له جګړې څخه بېرته د راګرځېدو په حال کې وي یا جهاد ته د تلو په حال کې؛ خو معنا یې دا ده چې د کتيبو له مشرانو سره تور بيرغونه وو او داسې څه نشته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیرغ ورکولو دې دلالت وکړي. سربېره پر دې خليفه ته روا ده، ترڅو د پوځ اميرانو ته دا واک ورکړي، چې د کتيبو مشرانو ته تور بیرغونه ورکړلی شي. په حقیقت کې دا چاره نظم ته ډېره نژدې ده، په داسې حال کې چې ټول يې روا او مباح دي.

په پای کې په دې خبره پوهېدل اړین دي، چې په عملونو کې اصل حلال او حرام دي. يعنې مسلمانانو ته اجازه نشته، چې یو عمل په داسې حال کې تر سره کړي چې په حکم یې نه پوهیږي او یا شرعي دلیل ورته نه لري؛ پرته له دې که هغه عمل فردي وي یا جمعي، سیاسي وي یا نظامي. له همدې امله اوسني بیرغونه له یوې خوا د استعمار زېږنده دي او د تفرقې لامل کېږي، نو ځکه نو حرام دي او له بلې خوا په شریعت کې د اسلامي دولت لپاره ځانګړي بیرغونه لرو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو مبارکو لاسونو رپولي دي او اصحابو او خلفاوو د همدې اسلامي بیرغونو تر سیوري لاندې تر موږ پورې اسلام رارسولی. افغان مجاهد ولس هم په دغې شل کلنه مبارزه کې تر همدې بیرغ لاندې جهاد وکړ او اشغال ته یې ماتې ورکړه؛ نو هېڅوک دا حق نه لري، چې دا بیرغ ګوښه کړي او یا دا چې د غربي استعمار له فکري پاتې‌شونو (سېکولرانو او نشنلستانو) سره پرې خبرې اترې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملی بیرغ د میوند د شهیدانو پر وینو سور دی چی د انګریزانو په مقابل کی اوچت شو. دا بیرغ د افغانستان د جیدو علماو په وسیله طرحه سل کاله مخکی د محراب، منبر او د کلیمی سره اوچت شوی. ورسته نور جهادی پارټیو هم خپل خپل بیرغونه جوړ کړل لکه حزب اسلامی، د شیعه ګانو ډلې د جمیعیت او شورای نظار ډلو او همداسی د طالبانو تحریک. اوس هغه بیرغ چی د افغانانو په وینو سل کاله مخکی چک شوی څه غیره اسلامی دی؟ صرف د رنګ فرق لری او هغه هم یو جهادی مفهوم ارایه کوی. پدی نه… نور لوستل »

محمد صالح

طوطي! که طوطي نه وای سړی وای موږ به ګیله درڅخه کړې وای. خو د ګیلې راو دې خواته طوطیانو ته هم خدای تعالی ج کافي اندازه عقل ورکړی وي. ته لکه چي په طوطیانو کي هغه غبي ترین طوطي یې. جید علماء چیري وه، د میوند شهیدان چیري وه؟ د خوبه ګډ یې واکمن امان الله په خپل ناقص عقل (شاید د خپلي مور په ناقص عقل) دا رنګونه انتخاب کړل او درباریانو ورسره ومنل. په دې خبره خو خر لا پوهیږي چي هر مطلق العنانه واکمن تر هغه وخته پوري یو چا ته په خپل دربار کي ځای… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا د فریبی نمائیشی غلامی غولوونکی نجسی ږیری غواړی چی افغان ملت فکری د پنجابی پاکستان سی آي اي تر کنترول د قیدانانو په هدایت او رهنمائي قرون اوسطی تیارو ته انتقال کړی دوی غیر له بادارانو او باالخصوص دغلام پنجابی پاکستان له خوا ورکړی شوی خائين پلان څخه بل د هیڅ کوم مثبت عملی پلان افغان ملت لپاره د وړاندی کیدو نه ژغور لری او نه ددی استعداد خدای ورکړۍ دی د ناپوهو بی سواده غلامانو څخه داسی لوړتوقعات درلودل ډیر د تعجب ځای دی !!!!

ملا جانان

د تورو او سپینو پیرغونو په اړه خبره ځکه نه کوم چي دا موضوع زما تر سویې خورا لوړه ده. په هغه موضوع کي چي د پیغمبر اکرم ص وینا یا عمل راسي نو منحیث د ضعیف ترین ایمان خاوند مسلمان زما خوله بسته کیږي او د تمیز قوه مي ساکته کیږي. البته یو څوکلیمې دا د ایل جي بي ټي کیو یعني تور سور او زرغون بیرغ په ستاینه کي حتماً لرم. لمړی خو د تور سور او زرغون بیرغ د الغاء یو عمده ترین دلیل دا دی چي د دې بیرغ علمبردارانو د جګړې، سیاست او منتق په… نور لوستل »

دوکتور غروال

نمبر بدله ملا تاسی د پنجابی پاکستان بادار بابولانی وائي تاسی ته نه د افغانستان تاریخ او نه د افغانستان استقلال مهم دی او نه ئي په اهمیت پوهیږی ځکه تربیه شوۍ غلامان یاستۍ ! د شوروی کمونیستانو څخه شروع ترامریکا ناتو غلامانو دورو کښی ددوی غلامانو حکمرانی چلیده او چلیږی اود ۴۳ کالونو کښی دی ټولو ملی خائينینو افغان ملت د تباهی سره مخامخ کړۍ دی ، د ۱۹۷۸ کال راپدی خوا تر اوسه پوری افغانستان کښي د اجنبیو حکومتونه چلیږی حتی اوس د انګلیس غلام پنجابی پاکستان د قاتلو تنظیمونو او طالبانو په کومک د بادار اکتونه کوی… نور لوستل »

pattang

کریم جانه پښتو پختو ډير بې ایمانه رزیل او چټل انسانان یاست د هر چا ډول ته ګډيږۍ ! هیڅ وفا او صداقت نلرۍ هر وخت ځان خر څوۍ !تف لانت

دوکتور غروال

تعجبه صحنه دی یو تربیه شوۍ غلام او د افغانستان خرڅوونکۍ د خرڅون اشاره نورو ته کوی د تاسو بنیاد د غلامی لپاره په ۱۹۸۱ کال کښی ایښودل شوۍ دی او اوس به د خرڅون لپاره د شورای نظار وطنفروشانو سره د بادارانو په امر د همه شمول فتنه ناک حکومت ژر اعلان کړۍ شی اما د تاسی دا بی عزته غلامی دوام نشی لرلۍ که هر څومره په درواغو ایاتوننو او حدیثونو باندی خپلی نجسی حنجری هم و شلوۍ ، خاطر جمع اوسه !!!!

طاهر ثابت

دا مفتخور تښتیدلی کس دی چه فکر کوم افغانستان ورته مهم ندی او له هغه سره وخت مه ضایع کوی.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx