افغانستان

طالبانو د رسنیو ستونزو ته د لاسرسي لپاره د کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د رسنیو د کارمندانو او ژورنالستانو ستونزو ته د لاسرسي‌ لپاره یې یوه باصلاحیته کمېټه جوړه کړې چې د رسنیو اړوند ټولو ستونزو ته به لاسرسی کوي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې د رسنیو د اړوندو ستونزو د هواري لپاره یوه درې کسیزه کمېټه تشکیل شوې، چې د فرهنګي کمېسیون، د کابل د امنیه قومندانۍ او د رسنیو د دفاع د ټولنې یو یو باصلاحیته غړی پکې ګډون لري.

د مجاهد له قوله، دا کمېټه به په خپل وخت د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ستونزو ته لاسرسی کوي.

دغه کمېټه داسې مهال تشکیلېږي، چې طالبانو تازه په کابل ولکه ټینګه کړې او ورسره جوخت یې ټولو رسنیو او د هغوی کارمندانو ته یې ډاډ ورکړی چې امنیت به یې خوندي وي‌ او خپرونې به یې د تېر‌ په څېر روانې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین دی ته وایی مدیریت. کور مو آباد. د هرو ستونځو لپاره باید د حل لاری جوړی تر څو د خلکو او د دنیا والو له انتقادونو څخه خلاص شو. ولس ته د خدمت جوګه شو نه دا چی د بیرغ په یوی وړې ستوځی ځانونه مصروف وساتو. دښمن په کمین درته ناست دی او هره لحظ ممکن درباندی حمله وکړی بیا د بیرغ دفاغ کوه اشغال خو ختم شو.

دکتور محمد داود جلال

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله چی د طاغوت عمیل حکومت په افغانستان کی چپه شو او دطاغوت بچیان او نوکران لکه مؤذي حشرات تیت و پرک او ورک شو. زما پیام د امارت اسلامی افغانستان محترمو مشرانو ته زما د محترم والد صاحب چی د کابل او جلال آباد پخوانی استاذی نه علاوه د وطن په داخل او د هجرت په محیط کی له مختلفو علمی او اداری مناصبو له لاری افغان سرلور او مجاهد ولس ته خذمت کري دي را په یاد کرم. ویل چی: “که ته صحیح او په اخلاص کار وکی امکان نه لری چی تول خلک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx