
سپین بیرغ یوه تشه جنډه نه، بلکې یو اسلامي ارزښت دی!
احمد علي خپلواک
په وروستیو ورځو د افغانستان د نظام د بیرغ په اړه د خلکو ترمنځ او په خواله رسنیو کې خورا تود بحث روان دی او په اړه یې وېشلي غبرګونونه ښوودل کېږي. په کابل او ځينو ښارونو کې د سپین رنګ بیرغ په اړه چې د توحید کلمه ورباندې لیکل شوې ده غبرګونونه ښودل شوي دي او غوښتنه یې کړې ده چې پخوانی درې رنګه بیرغ باید د راتلونکي نظام د هویت په توګه وکارول شي.
په داسې حال کې چې د مسلمانانو او اسلامي امت د بیرغ نوعیت یوه عادي او پر احساساتو ولاړه خبره نه ده، اسلام ځانته یو مشخص سیاسي نظام لري او مسلمانانو کابو ۱۳ پېړۍ واکمني کړې ده او د خپل هویت لپاره یې مشخص بیرغ درلود. رسول الله صلی الله وسلم د یوه اسلامي دولت بنسټ کېښود او د خپل پوځ او نظام لپاره یې بیرغ کاراوه او ددې بیرغ په اړه په سنتو کې ښکاره احادیث راغلي دي، چې په لاندې ډول دي:
جابر رضی الله تعالی عنه روایت کړی دی:
أَنَّالنَّبِيَّصَلَّىاللهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ «دَخَلَمَكَّةَوَلِوَاؤُهُأَبْيَضُ
ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې پر ورځ مکې ته د ننه شو، نو سپینه لوا (سپین بیرغ) ورسره وه. (رواه ابن ماجه)
همدارنګه ابن ابي شیبة په خپل تصنیف کې له عمرة څخه روایت کړی چې وايي:
«كَانَ لِوَاءُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَبْيَضَ»
ژباړه:د رسول الله صلی الله علیه وسلم لواء سپینه وه.
لواء هغه بیرغ ته ویل کېږي چې رنګ یې سپین وي او د (لا اله الا الله محمد رسول الله) کلمه ورباندې لیکل شوې وي.
د پورته احادیثو ترڅنګ د اسلامي امت په ټولو خلافتونو کې (لواء) کارېدلې او دا په دې څرګند دلیل دی چې د اسلامي امت لپاره (لواء) یا سپین بیرغ رسمي بیرغ دی او پر مسلمانانو باندې لازمه ده چې د اسلامي دولت لپاره یې وکاروي. مګر کله چې اسلامي امت د غربي ښکېلاک په وسیله ټوټه ټوټه شو او د غرب تر پوځي، فکري او سیاسي ښکېلاک لاندې راغی نو څو رنګه بیرغونه یې د اسلامي خاورو په هېوادونو کې ترویج کړل او هر ملت د خپل ځان د هویت لپاره د رنګونو بېل ترکیت کارول پیل کړل چې افغانستان هم درې رنګه بیرغ غوره کړ.
نو په دې اړه باید مسلمانان له خپلو بې ځایه وطني احساساتو تېر شي او پوه شي چې د دوی بیرغ سپین دی چې د توحید کلمه ورباندې لیکل شوې ده، همدا یې هویت دی او په دې باندې د خپل رسول صلی الله علیه وسلم سنت پر ځای کوي او د الله سبحانه و تعالی د رضایت لامل ګرځي. ددې ترڅنګ زرګونو مسلمانانو د همدې سپین بیرغ لاندې قربانۍ ورکړې دي او خپل ځانونه یې د همدې بیرغ د رپولو لپاره قرباني کړي دي او د ناټو او امریکا د ذلیلانه ماتې یوه ارزښتمن سمبول دی او مسلمانان یې باید په خورا درنښت په خپلو ادارو، پوځونو او په بهرنیو هېوادونو کې په خپلو سفارتونو کې په خورا افتخار او ویاړ سره وکاروي.
دا خبره له شکه وتلې ده چې مبارکه کلمه د مؤمن ویاړ او عزت ده او دا ویاړ دې الله تعالی مونږ ته د ژوند تر ورستۍ سلګۍ را نصیب کړي . زه یې په شرعی دلایلو کې چې کومه برنۍ لیکنه په کې شوې هیڅ نه وایم .خو هغه مسایل چې ستونځې پیدا کوي اسلامي امت په دې اساس وخت کې په ټوټو او برخو ویشي د مونږ دښمن له همدغه اختلافي ټکي څخه ناوړه ګټه پورته کوي . زه وایم چې په دغه وخت کې په دغه راز خبرو تبصره او ټینګار د وطن سره دوستي نده .… نور لوستل »
د خدایه به ارمان نه کوو. په جنت کي به زموږ د زمانې د خلګو ټوله برخه موږ ته په نصیب سي. خدای پاک ج ته کمیت نه دی مهم، کیفیت مهم دی. ځکه خو یې په قرآن کریم کي فرمایلي دي چي کله ټوله دوږخیان دوږخ ته ولویږي. الله تعالی ج به ورته وفرمایي چي ډک سوې؟ دوږخ به ورته وایي چي نور دوزخیان هم سته؟ چي په یو ملیون کسانو کي د یو ملیون ډالرو لاټرۍ درته راوخیژي بیا به هم ووایې چي په دې یو ملیون کي ولي ما وګټل؟
محمدسپین بیرغ