ورزش

سریلانکا کې لس ورځنی قرنطین، د افغانستان او پاکستان لوبې ممکن وځنډیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۰ل): په سریلانکا هېواد کې یو ځل بیا د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیریز هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

په سریلانکا کې د کووید-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې او د مړینو کچه زیاته شوې چې د مخنیوي لپاره یې حکومت په دغه هېواد کې د لس ورځني قرنطین اعلان کړی چې تېره ورځ پېل شوی دی او د بلې دوشنبې (۳۰  اګست) پورې به دوام وکړي.

څو ورځې وړاندې د سریلانکا کرکټ بورډ ویلي وو چې دوی د یادو سیالیو لپاره چمتو والی نېولی، خو دواړه لوبډلې به سریلانکا ته په راتلو لږ تر لږه د پنځو یا یوې اونۍ لپاره قرنطین کیږي.

په سریلانکا کې تېره ورځ د کووید-۱۹ له کبله ۱۸۷ کسان مړه شوي او ۳۸۴۴ نور پرې اخته شوي، چې دا په ورځنۍ توګه لوړه کچه ده.

ټاکل شوې ده د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز د سپتمبر له ۳مې نیټې څخه پېل شي، خو په دغه هېواد کې د قرنطین پریکړې دغه سیریز له خنډ سره مخ کړی دی.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ هغه تمریناتي کمپ چې د ۲۲ اګست څخه تر ۲۸ اګسته به یې دوام کوه تر نامعلوم وخته ځنډولی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د سیالیو مهالویش او د سفر په اړه د پلان په تمه دي چې له هغې وروسته به تمریناتي کمپ پېل کړي.

دوی وایي چې د پاکستان کرکټ بورډ اړوند ټولې پریکړې د افغانستان بورډ د اعلان سره تړلي دي، «د افغانستان بورډ له اعلان وړاندې کمپ لګول او د سفر پلانونو جوړولو سره اضافي لګښتونه نه کوو».

د پاکستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره د لوبډلې اعلان هم ځنډولی دی، دوی وایي چې د لوبډلې اعلان یې د سفر په اړه تصمیم نېولو پورې ځنډولی دی.

بل لوري ته د پاکستان جیو سوپر رسنۍ ویلي چې د پاکستان کرکټ بورډ د راتلونکي یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره سر له نن یکشنبې د تمریناتو کمپ پېلوي چې د اګست تر ۲۷مې نیټې به دوام وکړي. دغه رسنۍ زیاتوي چې یاد کمپ د راتلونکي میاشت څخه د نړیوالو لوبو لپاره کوي خو د افغانستان په اړه یې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ترلاسه کولو وروسته داسې اندېښنې ښودل کیږي چې په هېواد کې د حکومت بدلون سره به د کرکټ پروسه هم په پراخه کچه اغیزمنه شي.

خو د طالبانو یوه ویاند د کرکټ په اړه د اندېښنو په ځواب کې ویلي چې دوی د کرکټ او نورو سپورتي فعالیتونو بشپړ ملاتړي دي او په کارونو کې یې مداخلت نه کوي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري او د رسنیو مدیر حکمت حسن منلې وه چې د طالبانو په راتلو سره پر کرکټ بورډ هیڅ اغیز نه دی غورځېدلی او دوی به سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

خو په دغو ورځو کې بېلا بېلو ستونزو د افغانستان او پاکستان د درې یو ورځنیو سیریز له خنډ سره مخ کړی او ممکن تر راتلونکې نیټې وځنډول شي.

ددې لاملونو څخه یو په سریلانکا کې د کووید-۱۹ ناروغي په پراخه کچه خپرېدل دي، دغه راز په افغانستان کې روان وضعیت او د هوایي ډګرونو بندیز هم یو له سترو لاملونو څخه ګڼل کیږي چې له کبله به یې سیالۍ بل وخت ته وځنډول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x