افغانستان

طالبان: له کرکټ بشپړ ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، په افغانستان کې د کرکټ لوبه ددوی د تېرې واکمنۍ په مهال پیل شوې او اوس یې هم بشپړ ملاتړ ته چمتو دي.

دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر او مذاکراتي‌ ټیم غړي‌ «انس حقاني» د کرکټ ملي لوبډلې له یو شمېر لوبغاړو سره د لیدنې په مهال کړې دي.

دغه ناسته چې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان‌ «حشمت الله شاهدي»، د کرکټ بورډ د سلیکشن کمېټې پخواني مشر «اسدالله» او نور علي ځدران پکې ګډون درلود،‌ په مهال یې انس حقاني د افغانستان اسلامي امارت له لوري د کرکټ د بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړ او د لوبغاړو ستونزو ته یې د سمدستي لاسرسي ژمنه وکړه.

د لیدنې په مهال لوبغاړو له انس حقاني او ورسره پلاوي مننه کړې او د اسلامي امارت د لا ملاتړ هیله یې څرګنده کړې.

یاده دې وي، چې د طالبانو تر راتګ وړاندې داسې اندېښنې خپرېدې چې ښایي هغوی کرکټ او نورو ملي لوبو ته اجازه ورنکړي؛ خو طالبان په بیا، بیا ډاډ ورکوي چې د ملي لوبډلو د ملاتړ هوډ لري.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم یو بل غړي‌ «سهیل شاهین» هم د کرکټ لوبډلې د ملاتړ ډاډ څرګند کړی و او هیله یې ښودلې وه، چې د افغانستان-پاکستان لوبې وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مظلوم افغان

ستاسو له نشراتو څخه مو ډير څه زده کړل مننه رب العزت جل جلاله مو وساته!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx