افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: سیاسي‌ جوړجاړی د افغانستان د سولې او ثبات بهتره لار ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي»‌ وايي، پراخ بنسټه او ټولشموله سیاسي جوړجاړی په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین بهتره لار ده.

قریشي دغه څرګندونې له خپل روسي سیال «سرګي لاوروف» سره په تلیفوني خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین د ټولې سیمې لپاره ستر اهمیت لري او پاکستان باوري دی چې سوله یوازې د پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي له لارې راتلای شي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې همکارۍ کړې دي او په همدې تړاو د ترویکا پلس فارمټ له غړو هیوادونو سره نورو مشورو او همکاریو ته دوام ورکوي.

په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو ټینګار کړی چې دوه اړخیزې اړیکې به نورې هم پراخوي‌ او د افغانستان د مسایلو په اړه به نږدې اړیکې ساتي.

قریشي داسې مهال په افغانستان کې پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي چې نږدې ټول افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی او د نوي حکومت د جوړېدو په اړه سلا مشورې روانې دي.

طالبان وایي، د واک انحصار نه غواړي او ټولو افغان جهتونو ته په واک کې ونډه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دی به کله له غپلو لاس واخلي؟

طوطی یمه

اوس دی پاکستان هم شریعیت نافذ کړی کنه اوس خو به په پاکستان ک جهاد روا ویی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x