نړۍ

بیړني خبر: سیف الاسلام هم ووژل شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۰) له هغه څخه وروسته چی دلیبیا دملي انتقالي شورای مشر مصطفی عبدالجلیل له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چی ځواکونو یی هغه سیمه کی چیری قذافي ووژل شو، دنوموړي دزوی سیف الاسلام کاروان هم کلابنده کړی ده

 له اوس څخه څو شیبی مخکی دالعربي ټلویزیون خبر خپور کړ چی سیف الاسلام هم ووژل شو او مړی یی دالوتکي په وسیله له سرت ښارڅخه دمصراته وهوایی ډګرته ورسول شو.

دسیف الاسلام دوژنی اعلان دنوموړي دپلار او دورور معتصم له وژلو څخه څو ساعته وروسته دالعربیه ټلویزیون له لوري  خپور کړل شو.

دلیبیا دملي انتقالی شورای له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل راتلونکی ورځ به دغه شورای دهیواد دبشپړی ازادي اعلان وکړي

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x