دیني، سیرت او تاریخ

د فتحې اته رکعته لمونځ

مفتي راشد

له ام هاني رضي الله عنها نه روايت دی چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې د فتحې په ورځ اته رکعته لمونځ وکړو، او دا د اشراق وخت وو. رواه مسلم

ابن کثير رحمه الله فرمايي چې: حضرت سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه چې کله د کسرا ماڼۍ فتحه کړه نو د مانۍ په داخل (ايوان) کې يې اته رکعته د فتحې لمونځ وکړو، په هر دوه رکعتونو کې به يې سلام ګرځولو.البداية والنهاية(۴ / ۶۹۵ )

اميرانو به دغه لمونځ کولو، هغوی صلاة الفتح بللو، له خالد بن وليد رضي الله عنه نه روايت دی چې: الحيرة يې فتحه کړه، نو بيا يې اته رکعته لمونځ وکړو.

عن خالد بن الوليد أنه صلاها لما فتح الحيرة ثمان ركعات. التنبيه على مشكلات الهداية، لابن أبی العز الحنفي (2/ 675)

اسلامي اميرانو به چې کله کوم ښار يا کلا فتحه کړه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اقتدا په طور به يې دغه لمونځ  کولو، پدې قصه کې اشاره شته چې دا لمونځ يواځې د فتحې د شکرانې لپاره وو، ځکه چې ام هاني وايي: ما بيا ندی ليدلی چې دا لمونځ يې کړی وي، نه مخکې او نه وروسته.  ما رأيته صلاها قبلها ولا بعدها. مسند الحميدي (1/ 329) علامه ألوسي رحمه الله فرمايي چې: دا دفتحې لمونځ دی، او دا سنت دی، سعد رضي الله عنه هم دا لمونځ کړی وو، چې کله يې مدائن فتحه کړو.

فهي صلاة الفتح وهي سنّة وقد صلاها سعد يوم فتح المدائن. روح المعاني (15/ 494)

ستاسو د دعاوو په هيله

مفتي راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

کله دې هم دوه رکعته د فتحې په تمه د لاهور د هېرا منډي د بندولو په پار کړي دي يآ نه؟ اته رکعته خو لا پرځای پرېږده، خو زه دا وايم که د هغې پرځای دوه رکعته وکړې او مخې ته يې ورشئ او هلته يې مخه ونيسې. که دا کار وکړې، نو په رښتينې به مفتي او مجاهد اوسې او کنه هسې تش خوبونه مه وينه. خوله دې ماته ده چې هسې يو تش غږ پورته کړې.

مه کوی

سیده ! زما هم د طالبانو د کرنو او حرکت جوره نه وه البته جنګی طالبان یادوم. خو اوس یی اورم چی یوه اندازه انسانان شوی دی نو رازی چی اتفاق وکرو مفتی صاحب دی هسی خپل د فتحی لمونز خو ریاستونه په قاریانو او مولویانو مه اشغالوی مسلکی او تقوا داره خلګ مقرر کری. نو سید ورور اوس وخت د طرحی او مشورو ورکولو دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx