
افغانستان/ منصور درمان
منصور درمان
ــــــــــــــــ
افغانستان د عجیب حسن او ښکلا ټاټوبی
افغانستان د جهادونو او غزا ټاټوبی
افغانستان د ننګ مېړانې او تقوا ټاټوبی
افغانستان د اُلفتونو او حیا ټاټوبی
د وخت یاغي امپراطوري یې دلته ډېرې اېل کړې
افغانستان یاغي لۀ جبره د دنیا، ټاټوبی
د امن تږی دی، د سولې د باران تږی دی
افغانستان د عزت کور، د سپېڅلتیا ټاټوبی
پۀ ننګ پوښلې پرګنې لري ځلانده تاریخ
افغانستان د حریت څرک رڼا – رڼا ټاټوبی
پۀ ایماني غشو یې تل د شپو سینه څيرلې
افغانستان د سپینو ستورو د سبا ټاټوبی
کاڼي یاقوت، بوټي دوا، پاکې هوا وې لري
افغانستان ډک لۀ کمال زړۀ د اسیا ټاټوبی
افغانستان پۀ اسلامي نظام ودان غواړو مونږ
افغانستان منصور درمانه ! د بریا ټاټوبی
ـــــــــــــــــــــــــــ
م منصور درمان