ورزش

عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې پخوانی عمومي رئيس عزیز الله فضلي یو ځل بیا د کرکټ بورډ د سرپرست عمومي مشر په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې چې نن یکشنبه د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او ځینې نورو لوبغاړو سره لیدنه کړې وه.

که څه هم کرکټ بورډ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ رئیس و چې ویل کیږي د برتانیا په پلازمینه په لندن کې میشت دی او ډیر کم د کرکټ بورډ څخه لیدنه کوي.

عزیز الله فضلي تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال او تر هغه وروسته د کرکټ بورډ رئیس هم پاتې شوی دی. د نوموړي د مشرۍ پرمهال افغان لوبډلې د ۲۰۱۹م یو ورځنی نړیوال جام هم ترسره کړی دی.

د عزیز الله فضلي ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې د کرکټ ملي لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې سیالیو لپاره په کابل لوبغالي کې پر تمریناتو بوخت دي.

ټاکل شوې ده افغان لوبډله په خپل کوربه توب په سریلانکا کې د سپتمبر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، خو د افغانستان اوسني وضعیت او په سریلانکا کې د کرونا یو ځل بیا خپریدل دغه بهیر ټکنی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

فضلی صاحب نه پیژنم خو شکور مطمین هم شه شخص معلومیژی والله اعلم

مه کوی

اوس خبر شوم چی هرات او نورو ولایتونو کی د ادارو ریسان قاریان او ملایان مقرر شوی دی. په دی کار سره مو غاری بندیژی په اخرت به الله پاک ته سه جواب وایاست؟ زکه کار مو اهل کار ته نه دی سپارلی. ایا یو مولوی کولای شی چی د زراعت ریاست رهبری کری؟ یا قاری د انکشاف دهات یا فواید عامه اداره کری؟ دا خو مسلکی اداری دی. یو کار کولی شی چی په هره اداره کی خپل یو نماینده د ریس تر سنګ ولری. بله خبره داده چی په داسی کارو سره ملت کی مو اعتماد له منزه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x