دیني، سیرت او تاریخ

له حکومت سره د چلند کړنلاره

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن : عرفان الله لمر شرفزی

په اسلامي احکامو کې په تکرار پردې مهم ټکي تاکید شوی دی، چې په هر حالت کې باید د شریعت د احکامو پیروي وشي. که چېرته د وخت د واکمن له لوري د شریعت پر خلاف امور وړاندې کېږي، نو د هغه اطاعت واجب نه دی، بلکې تر هغې چې شرعي اکراه(1) تحقق ونه مومي، پر شرعي احکامو عمل کول لازم دي او که په دې لاره کې سختۍ او کړاوونه هم مخې ته راشي، باید په هغې زغم وکړي، چې دا هم د ثواب موجب دی. همدارنګه که څوک هوډ لري، چې د واکمن پر خلاف کوم کار ترسره کړي، نو غوره ده، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د شرایطو په رعایت سره هغه سمې لارې ته رهنمایي وکړي او په مناسب وخت کې ورته حق بیان کړي(2).

دا ډول ټول کړه د شریعت له غوښتنې سره سم دي، په داسې حال کې چې د شریعت په چوکاټ کې وي او موخه د څښتن (ج) خوښي او د دین مرسته او تبلیغ وي، نه ځواک ښودنه، د وګړو لخوا ښه ګڼل یا شاباسی او د چوکۍ او ځواک لپاره. له دې ټولو سره سره د نن ورځې په سیاسي فضا کې وګړي په بشپړه توګه په دې موضوع کې د افراط او تفریط ښکار شوي دي. هغه کسان چې د یو ځواکمن ګوند یا د حکومت د طرفدار ګوند (واکمن ګوند) ملاتړي وي، تل د دولت د پروګرامونو په ښه ګڼلو او تعریف کولو کې هڅې کوي او د حکومت هر روا او ناروا کار توجیه او تائیدوي. ناروا او ظالمانه کړنې او خوځښتونه په خپلو سترګو ویني، خو بیا هم چوپ او غلي پاتې کېږي یا هغې ته د بل رنګ د ورکولو هڅې کوي، چې دا په خپله ښکاره سپکاوی دی. آن ځینې د واکمنو له ناروا اقداماتو څخه د ملاتړ لپاره د دین له تحریف څخه هم ډډه او درېغ نه کوي. له بل پلوه د مخالف ګوند غړي او پلویان دي، چې موخه یې یوازې له حکومت سره مخالفت دی او دا د نن د سیاسي مود په توګه منځ ته راغلي. په ځانګړې توګه د دولت مخالف ګوندونه او خوځښتونه دا خپله قانوني دنده بولي، چې د دولت د هر کار عیبونه ولټوي او هېڅكله د دولت پر مثبتو اړخونو اعتراف ونه کړي. په ډېری مواردو کې دا کړنلاره د حق د مرستې پر ځای د هغې د بدنامولو او قدرت ته د ځان رسولو لپاره د لارې د برابرولو پر ځای کارول کېږي او غواړي د خپل ځواک نفوذ د وګړو په منځ کې ثابت کړي. د عوامو په منځ کې واکمنو ته بد رد ویل او آن ښکنځلې کول یوه عامه بلوا ګرځېدلې. په لاریونونو کې د حکومت د مشرانو نسبت ځناورو ته کوي او په غونډو کې د وخت د واکمنو په اړه په بحثونو کې د هغوی شكنجې او کړاوونه یادول یو ډول تودې موضوعګانې ګرځېدلي. دا کار پردې سربېره چې ښه نه دی، غیبت هم ګڼل کېږي. آن ځینې وخت د تورونو او افترا تر کچې مخکې ځي او داسې تصور کوي، چې بد رد ویل او د فاسقو او فاجرو واکمنو او مشرانو سپکاوی کول غیبت نه دی. حکیم الامت پردې موضوع د انتقاد په ترڅ کې وایي:

«حجاج بن یوسف د اسلامي امت له مشهورو ظالمو واکمنو څخه و، خو یوه ورځ یو شخص د یو مشر په حضور کې په هغه پسې خبرې وکړې او په هغه یې تور پورې کړ. هغه وویل: که څه هم هغه ظالم او فاسق دی، خو څښتن (ج) چې له هغه سره هیڅ دښمني نه لري، د نورو مظلومانو انتقام له حجاج څخه اخلي، که کوم بل چا پر حجاج ظلم کړای وای، نو څښتن (ج) به یې انتقام اخیست(3)».

پردې سربېره حکیم الامت دا موضوع په ګڼو مواردو کې څرګنده کړې، چې بې له اړتیا د واکمنو او مشرانو سپکاوی شرعا ښه کار نه دی. هغه وایي:
«د اسلامي پادشاهانو ښکاره سپکاوی زیان درلودونکی کار دی، ځكه د هغوی بې قدره کېدل او د هیبت او پر وګړو یې اغېز له منځه تلل فتنې راپورته کوي، له همدې امله باید اسلامي پادشاهانو ته په احترام قایل شو(4)».

په حقیقت کې د حکیم الامت دا ټکی د رسول الله (ص) د هغې حدیث وضاحت دی، چې حضرت عیاض بن غنم (رض) دا ډول روایت کړی:
(من اراد ان ینصح ذی سلطان بامر فلا یبدله علانیه ولکن لیاخذ بیده فیخلوا به فان قبل منه فذاک والا کان قدادی الذی علیه(5) ).

((که څوک وغواړي چې مشر او قدرتمن ته نصیحت وکړي، نو دا کار دې په ښکاره ډول نه ترسره کوي، بلكې په یو ځانته ځای کې دې یوازې ورته یادونه وکړي. که یې نصیحت ومانه، نو غوره ده او که یې ونه منله، نو ده خپله دنده ترسره کړې ده)).

حکیم الامت په یوه بله وینا کې وایي:

«ځینې وګړي له ستونزو تنګ راغلي او د حکومت په مشرانو پسې په بد رد ویلو پیل کوي. دا د بې صبرۍ یوه نښه ده او ښه تدبیر نه دی. په حدیث قدسي کې له دې کاره منع شوې. پیغمبر (ص) وایي: په پادشاهانو پسې ښکنځلې مه کوئ، د هغوی زړونه زما په لاس كې دي، زما پیروی وکړئ ترڅو د هغوی زړونه پر تاسو نرم کړم(6)».

کوم حدیث ته چې حکیم الامت نغوته کړې ده، د رسول الله (ص) له صحابه و څخه په بېلا بېلو عبارتونو روایت شوی. حضرت عایشې (رض) هم دا حدیث داسې روایت کړی:

(لا تشغلوا قلوبکم بسب الملوک ولکن تقربوا الی الله تعالی بالدعاء لهم یعطف الله قلوبهم علیکم(7) ).

«خپل ذهنونه مو د واکمنو په سپکاوي کې مه مشغولوئ، بلکې هغوی ته په دعا ځانونه څښتن (ج) ته نېږدې کړئ. څښتن(ج) د هغوی زړونه ستاسو په لور متوجې او نرموي».

له حضرت ابوالدرداء (رض) څخه دا عبارت نقل شوی:

(ان الله یقول: انا الله لا اله الا انا مالك الملك و ملک الملوک قلوب الملوک بیدی و ان العباد اذا طاعونی حولت قلوب ملوکهم علیهم بالرأفة والرحمة و ان العباد اذا عصونی حولت قلوبهم علیهم بالسخط والنقمة، فساموهم سوء العذاب فلا تشغلوا انفسکم بالدعاء علی الملوک ولکن اشغلوا انفسكم بالذکر والتضرع اکفکم ملوکكم(8) ).

«څښتن (ج) وایي: زه الله یم او له ما پرته بل د عبادت وړ نشته، زه مالك الملک یم او د پادشاهانو پادشاه یم، د پادشاهانو زړونه زما په لاس کې دي، کله چې زما بندګان زما اطاعت کوي، زه د هغوی د پادشاهانو زړونه په شفقت او رحمت متوجې ګرځوم او کله چې زما له اوامرو سرغړونه وکړي د هغوی د پادشاهانو زړونه پر هغوی په نارضایت او عذاب متوجې کوم. داسې چې هغوی په سختو عذابونو مبتلا کوي. له همدې امله تاسو د پادشاهانو په اړه په ښېرا کولو ځانونه مه مشغولوئ، بلكې ځانونه په ذکر، دعا او زارۍ مشغول کړئ. زه به له تاسو سره د پادشاهانو د رویې په اړه مرسته وکړم»

له حضرت ابو امامه (رض) څخه په دې ډول روایت شوی:

(لا تسبوا الائمة و ادعوا الله لهم بالصلاح فان صلاحهم لکم صلاح(9) ).

«د قدرتمنو سپکاوی مه کوئ، بلکې د هغوی اصلاح وغواړئ، ځكه د هغوی په اصلاح كې ستاسو ګټه ده».

په هر حال ځان بې ځایه واكمنو ته په بد رد ویلو مشغولول د شریعت له پلوه ښه کار نه دی. که هغوی په دومره کچه بد دي، چې د هغوی پر وړاندې اقدام کول روا وي، نو باید همدغه اقدام د شریعت له دستور سره سم وي، خو بد رد ویل خپله کړنلاره ګرځول د شریعت له نظره ممنوع کار دی. حکیم الامت پر غیبت سربېره ددې بد رد ویلو نورو زیانونو ته اشاره کوي او هغه دا چې په مجموع کې د حکومت هیبت او پر وګړو یې اغېز د امنیت د شتون لپاره لازم او اړین دي او کله چې دا هیبت له زړونو ووځي، په پایله کې یې مجرمین په اسانۍ کولی شي د خلاف کارونو مرتكب شي، په هېواد کې به ناامني زیاته شي او ددې اقدام (بد رد ویلو) زیانونه باید ټوله ټولنه او قوم تحمل کړي.

¤¤¤

————
1- د زور له امله د شرعي امورو او دستوراتو ترک کول لکه لمونځ (ژباړن).
2- په نبوي حدیث کې دي : افضل الجهاد كلمة الحق عند سلطان الجائر (غوره جهاد د ظالم واکمن په مقابل کې د حق د كلیمې ویل دي) (ژباړن).
3- مجالس حکیم الامت، ص 92، ملفوظ رمضان 1369.
4- انفاس عیسی، ج 1، ص 369.
5- مجمع الزوائد، ج 5، ص229، له مسند احمد څخه په نقل او رجاله ثقات.
6- وعظ الصبر، ص36، له اصلاح المسلمین څخه اقتباس، ص 522.
7- کنز العمال، ج 6، ص 2، د حدیث ګڼه 9، له ابن النجار څخه په نقل.
8- مجمع الزواید، ج 5، ص 24، له طبراني څخه په نقل او په دې کې ابراهیم بن رشد متروک دی.
9- السراج المنبر للعزیزي، ج 4، ص 411، وقال اسناده حسن.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

پورته ذكرشوئ چلند داسلامي حاكمانو په وڑاندي مسير ٹاكي اكر كه هغوئ فاسقان او ظالمان هم وي خو آياداسلامي ملكونواوسني واكمنانو ته اسلامي حاكمان ويلئ شو ؟ موژ دزيني مذهبيانو له لوري اغفاليژو او داسي تصور راكول كيژي چي كواكي دپاكستان افغانستان ايران سعودي عرب او نورو ملكونو حاكمان مسلمان دي خو دحجاج بن يوسف حكومت اوپروڑاندي يي دهغه وخت داكابرو دريز او اوسنى حالت دير متفاوت دئ حجاج بن يوسف دامت په اتفاق كافر نه ؤ او اسلام ته يي دپام وڑ خدمتونه هم كڑي دي خوآيا حجاج داسلام ددين په مقابل كي ديو بل طاغوتي دين دپياده كولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x