نظــر

د پنجشیر ستونزه

حنان حبیبزی

د بغلان ولایت د اندراب سیمه یوه نرۍ غرنۍ ډوله دره ده چې شمال لور ته له نهرین ولسوالۍ سره، جنوب ته له پنجشیر، لویدیځ ته له خنجان او ختیځ ته فرخار ته څیرمه پرته ده.

پخوا اندراب ټوله یوه ولسوالۍ وه، ده صلا یې مرکز و. د کرزي په وخت کې په درې ولسوالیو بدله شوه. د څومره والي له پلوه د اندراب دره د یوې ولسوالۍ هومره ده. دا ولسوالۍ د خاوک د غاښي یا کوتل له لارې له پنجشیر سره نښتې ده.

که دا ولسوالۍ له طالبانو سره وي، پنجشیر د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کېږي، ځکه د پنجشیر نورې غاړې د طالبانو په ولکه کې دي.

د ختیځ، لویدیځ او سویل طرفته ولایتونه لغمان، کاپیسا او پروان دي چې د طالبانو په کنترول کې دي. د سالنګ دره چې پروان له بغلان سره نښلوي هم د طالبانو په ولکه کې ده چې د پنجشیر د لاسرسي مخه نیسي.

د هوا له لارې پنجشیریان نشي کولای دغه ولایت ته لوژیستکي او خوراکي توکي ورسوي.
د هغې لپاره پکار ده چې بدخشان یا تخار د پنجشیر څخه اداره شي.

اوس شمال ختیځ ولایتونه په بشپړ ډول د طالبانو په کنترول کې دي، لکه بدخشان او تخار د ځایی طالبانو له خوا اداره کېږي چې تاجک توکمي دي.

هلته د دریم ځواک د پښو ځای پیدا کیدل ډیر سخت کار دی. له طالبانو سره د احمد مسعود مخالفت هیڅ ځای نه نیسي، پرته له دې چې پنجشیري هیوادوال د لوږې او خوارځواکۍ له کبله اوږده وغځیږي، په ځانګړي ډول به په ژمي کې دا ډیره سخته وي چې هلته د لوږې له کبله د خلکو ژوند وژغورل شي.

که طالبان هیڅ برید هم ورباندې ونکړي، پنجشیر د مسعود د زوی له لاسه وځي. داسې ښکاري چې طالبان هڅه کوي د خبرو له لارې د مسعود یاغیتوب ته د پای ټکی کیږدي. په ۱۹۸۰ کلونو کې د شورای نظار پخوانی قومندان احمدشاه مسعود هم له همداسې ستونزې سره مخ و. پروان، کاپیسا، لغمان او اندراب له حزب اسلامي سره و. خو د هغه بخت په دې ورسره یاري وکړه چې افغانستان د روسانو د اشغال لاندې و، مسعود له روسانو سره د حزب اسلامي په خلاف د ګډو عملیاتو تړون لاسلیک کړ.

شورویانو د سړک او هوا له لارې په اندراب عملیات وکړل او مسعود د خاوک له لارې د حزب اسلامي مرکزونه یې ونیول او په دې توګه یې پنجشیر له اندراب او تخار سره بیرته د تګ راتګ جوګه کړ. اوس خو په افغانستان کې خارجي ځواکونه هم نشته دي چې د مسعود له زوی سره مرسته وکړي. که څه هم طالبانو اعلان وکړ چې نوموړی ورسره یوځای شوی دی.

که دا رښتیا نه وي نو کیدای شي یو څه نور وخت هم ورکړي. خو د څیرمه ولایتونو له ملاتړ پرته په پنجشیر کې ژوند کول له ننګونو ډک دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرشاه

د پنجشیر تسلیمي څنګه شوه؟!

طوطی

زه پدی خوښ نه شوم چی ملا حقانی صیب وویل چی احمد مسعود د قهرمان ملی مسعود زوی دی. د څه شی قهرمان ملی؟ طالبان دی نور هر کُس او کرباز ته حوصله نکوی. داسی د فرانسی بچیان ټول محاصره دی چی جنګ هم ورباندی ونشی باید تسلیم شی. پنجشیریانو نور باید ناز ورنکړل شی بس ده نور دا کونیان په مونږه باندی مه جګ جګ کوی.

عبدالرقیب

حقانیان به خود د پنجشیریانو سره شخصي او فاملي اړیکي لري، خو اوس حالات بدل سوي دي. افغانان اوس د خپلو تلفاتو او زیانونو په اړه حساس سوي دي. نور واکمني کورنۍ نسي کولای چي د پخوا په څیر د خپلو شخصي او کورني روابطو په اساس وهل سوو استخباراتي ډیلونو کي عام افغانان په شهات ورسوي. د پنجشیر ستونزه ستونزه نه ده، د میږي پر سر ناتار، د چوسه څخه د مرادر سنګ جوړولو او شپږي ته د باجه خانې نوم ورکولو تمثیل دی. زموږ د ورورۍ مشوره د ټولو جهتونو بانفوذه کورنیو ته دا ده چي نور دي… نور لوستل »

مه کوی

متعصب انسان یی نفاق اجوی. صلحی ته خلګ تشویق کره

عبدالرقیب

د داخلي اړخ سره د طالبانو لخوا د قطر د اوږدو بې ثمره مزاکراتو منتقي پایله داغه تحلیل دی چي په افغانستان کي د صلحي یوازینۍ لاره د باطل او ظالم متحارب اړخ بشپړ محوه کول دي. متعصبین خو هغه دي چي د خپل شخصي او کورني اقتدار د بقاء لپاره هیواد او ولس د اور بټۍ ته غورزوي. موږ خره یو نه پوهیږو. په جنوبي ولایاتو کي تر ټولو مجهز ځواک ملي اردو وو. اربکیان، خادیان او پولیس چي ځایي خلګ وه د طالبانو سره تر مرګه مرګه وجنګول سول او اردو جنګ نه کاوه. جنوبي سیمو ښارونو چي… نور لوستل »

ګل احمد

څنګه سو؟ پنجشیریان صلحي ته تشویق سول که نه؟ که مو یوازي پر مزاکراتو تکیه کړې وای اوس به د مسئله کشمیر، مسئله فلسطین تر څنګ مسئله پنجشیر به هم د مسلمانانو د سر درد وای

خوګياڼي

د مسعود زوى د خپل پلار په څېر نړیوال جاسوس او د افغانستان او افغانانو دښمن او د افغانستان د تجزيې اړخى دئ. بايد پنجشیر ژر تر ژره مهار او بيرته د ولسوالۍ حثیت ورکړل شي او افغانستان دښمنه اشخاص ونيول شي او د هيواد سره د خيانت په تور محاکمه او زندان ته وليږل شي. احمد مسعود د فرانسې، انګلستان، امریکا او نورو اشغالګرو هيوادونو څخه د افغانستان او افغانانو د تجزيې د پاره د مهماتو او پيسو غوښتنه کړې. بايد دا جاسوس ژر تر ژره مهار شي، ګنې وخت به تير وي.

اورتور

دمحترم عبدالرقیب صاحب کمینټونه دنن ورځی دګرموحوادثو خورا چټک ، پر ځای او راویښوونکی آلارم په ځانکی نغښتۍ لری.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx