افغانستان

بایډن: تمه لرم چې نور به په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور غځولو ته اړتیا نه وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وايي، د اګست د میاشتې تر پایه په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو نظامي حضور پای ته رسېږي‌ او دی تمه لري چې نور به یې غځولو ته اړتیا نه وي.

بايډن چې د افغانستان په اړه یې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله د یوې پوښتنې په جواب کې وویل، چې د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور پای ته رسېږي او دی هیله مند دی چې نور به ددې اړتیا نه وي چې وغځول شي.

بایډن وړاندې زیاته کړې، چې په همدې تړاو له طالبانو سره د امریکايي‌ ډيپلوماټانو خبرې روانې دي‌ «موږ په همدې تړاو له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي. هغوی د ځینو برخو په غځولو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی، خو موږ به وګورو چې له دوی څخه په همدې تړاو غوښتنه کوو که نه.»

بايډن وړاندې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په تړا له خپلې پریکړې دفاع کړې او په خبره‌ یې، دی نه غواړي‌ چې نور امریکایي ځوانان دې جګړې ته ولېږي‌ او هلته مرګ ژوبله ورته ورسېږي.

ده پوښتلي، چې که د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو سم وخت اوس نه وي؛‌ نو کله به وي، یو، لس او یا څو کاله وروسته؟

نوموړي پر طالبانو د بندیزونو په اړه ویلي، چې دی یې پلوی دی؛ خو شرایطو ته په کتو به په دې اړه ګام اخیستل کېږي.

د بایډن پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي ماموریت پای ته رسېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

بايډن تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو به خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د اسلامي امارت سره کړي تړون ته پرمختګ ورکړه، د طالبانو سره نور دفاعي، اقتصادي او سیاسي تړونونه وکړه. انشاء الله اړتیا به ورته نه وي. بس یو څلور غیر مسلح ګارډان په افغانستان کي درڅخه غواړي چي د سفارت په دروازه کي د مراجعینو سره سرخلاص کړي

Adam Khan
Pork has been distributed to Afghans at Kabul Airport
https://www.thenews.com.pk/print/881980-us-soldiers-give-pork-to-afghans-stranded-at-kabul-airport
الحاج استاذ بیانزی

امریکا ماته شوی او اشغال ته یی طالب مجاهدینو د پای ټکی ایښی دا نور د امریکا په خوښه نه ده چه نور به خپل نظامی شتون ته په خپله خوښه ادامه ورکوی ، د کابل هوایی میدان ته طالبانو د اخری مخه ښی د باره د افغانانو د انسانیت ښه مخ وروښود د اکست تر اخری ورځی یی ورته جواز یا پرمټ ورکړی سهیل شاهین هغه پټ راز افشا کړو او دایی په ډاګه وویل چه د جواز پرمت اخری ورځ یی د اکست ۳۱ نیټه ده له هغه وروسته به د افغان مجاهدینو له فولادی مقاومت سره مخ… نور لوستل »

طوطی یمه

بیانزیه چیری یی؟ فتحه دی مبارک شه. نه می درته ویل چی ګوره بیا به محتاجه او احتیاجه شو، قحطی به منځ ته راشی دادی ګوره همداسی و شو. ملا صیب د بانک سرپرست ریس دی بانکونه بند دی، د افغانی نرخ دوچنده ښته ولاړ، نه کار شته نه روزګار خلک ټول په تیښته دی. ما خو دا حالت زاړه اوس یی ورته ټینګه کړه. بلی خواته یی درته پنجشیر ساتلی ده، پاکستان یو ټیم هم هلته وروغوښت چی په آینده کی یی تاسو ته زمریان کړی. هغه دی د پارلمان ریس رحمانی شمالی ته راغی مجهز په وسلو او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

طوطی جانه السلام علیکم ! و ادا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما ! طوطی جانه! همدا شروع د تبصره کی چه دی زموږ نوم ( بیانزیه ) په توهین امیزه ډول په ډاګه کوی چه نام خدا څومره علمی شخصیت یاست ( چشم بد دور ) زړه نا زړه مو د هیواد د حیرانونکی بدلون مبارکی راکړی مننه موږ هم ټول مجاهد ولس ته مبارکی وایو الله ج دی زموږ هیواد د استعماری قدرتو له خونږی منګولو وساتی چه قارغان یی د طوطیانو په نوم په موږ مسلط کړی. تاسی لیکلی چه د طالبانو نظام کی به د یوه او بل… نور لوستل »

ملا جانان

ښاغلی محترم بیانزی صاحب، څومره اوږد جواب دي ورکړی دی و دې نادانه مارغه ته (کاشکي یوه تلکه ورته ودروو او په قفس کي یې قید کړو). یا وخت ډیر لرې یا دي د سر ماغزه ډیر دي. ددې خبرو لنډ جواب: هغه الله تعالی ج دی چي رزق و روزي پر هر چا وغواړي پراخوي او تنګوي او هغه د خالق تعالی ج سپیڅلی ذات دی چي هر چا ته وغواړي عزت او ذلت ورکړي او د جګړې شکست او بری هم د هغه الله تعالی په اختیار کي دی. بس!

دوکتور غروال

دا چی زه د سلاح جمع کولو موضوع کښی داخل ووم نو ددی موضوع عملی کیدو تعقیب هم موجود وو اما د امریکا سیاستمدارو د مونږ اقدام د خپلو پلیتو هدفونو لپاره د خائين خلیلزاد ( د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا د سی آي اي جاسوس پنجابی پاکستان ته مسلسل اوږده سفرونه درلودل او دی خائین ته په جدیت سره وویل شول چی د مهاجرینو تنکی اولادونو ته په پنجابی پاکستان کښی خاصی مذهبی مدرسی جوړول د افغانانو اولادونو راتلوونکی لپاره ضرری دی او علاوه دا به وروسته ډیرنور مشکل هم رامینځ ته کړی اما دی خائين دا موضوع په… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx