ورزش

سلمان بټ: د پاکستان او افغانستان کرکټ سیریز دې کویټه کې ترسره شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پخوانی چپ لاسي توپ وهونکي سلمان بټ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنيو لوبو سیریز په اړه خپله سپارښتنه شریکه کړې او د دغو سیالیو لپاره یې د پاکستان کویټه ښار غوره انتخاب بللی دی.

سلمان بټ چې په ۲۰۱۰ کال کې د فساد او درغلۍ په تور له نړیوال کرکټ څخه د تل لپاره لرې شو، په یوه ټویټ کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډونه باید اجماع رامنځته کړي او دغه سیریز دې په کویټه کې ترسره کړي.

نوموړی په خپل ټویټ کې وایي، حیران یم ولې دواړه بورډونه په کویټه کې درې لوبې نه کوي، ښکلی لوبغالی، غوره پيچ او په زړه پورې هوا ده، فکر کوم سفر کول هم د دواړو اړخونو لپاره کومه ستونزه نه ده».

باید وویل شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز چې په افغانستان کې د روان وضعیت له کبله له ستونزو سره مخ دی، ټاکل شوی په سریلانکا کې د سپتمبر له دریمې تر ۹مې نیټې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د روان کړکیچن وضعیت له کبله سریلانکا ته د لوبډلې د لیږد لپاره پر بېلا بېلو لارو غور کوي چې تر ټولو وروستی اختیار یې د پاکستان او عربي اماراتو له لارې سریلانکا ته سفر دی چې ممکن نن دوشنبه ترسره شي.

د پاکستان حکومت وایي چې افغان لوبغاړو او ورسره مل کارکوونکو ته یې ویزې ورکړي تر څو د تورخم له لارې اسلام اباد او له هغه ځایه عربي اماراتو ته لاړ شي.

د پاکستان جیو سوپر رسنۍ راپور ورکوي چې د یاد سیریز په اړه وروستۍ پریکړه نن دوشنبه ممکنه ده، خو ددې ترسره کېدو امکانات تر دې دمه روښانه نه دي.

له دې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان په کوربه توب د یاد سیریز لپاره د لاهور ښار وړاندیز کړی و خو افغان کرکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړې وه او پرځای یې سریلانکا هېواد غوره کړی و.

یاد وضعیت ته په کتلو د پاکستان کرکټ بورډ د یاد سیریز لپاره لوبډله هم نه ده اعلان کړې خو په لاهور کې یې د لوبغاړو ترمنځ تمرینات پېل کړي دي. خو بل لوري ته افغان لوبډله اعلان شوې او د سیالیو لپاره یې بشپړ چمتو والی نېولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx