افغانستان

کابل ښار کې چاودنې د اردو یو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د ملي اردو یو قومندان نن سهار وختي د پلازمېنې کابل په نهمه حوزه کې  په یوه چاودنه کې ووژل شو.

امنیتي چارواکي وايي چې پېښه په ځايي وخت سهار ۷ بجې د کابل د نهمې حوزې اړوند د  عبدالحق څلور لارې سره رامنځته شوه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې په چاودنه کې د پولیسو یو قومندان ووژل شو او بل ټپي شو.

د ستانکزي په وینا د اردو ددغو قومندانانو په رینجر پسې یو مقناطیسي ماین لګول شوی و.

تر دې مهاله د چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

کابل کې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي. څو ورځې دمخه یې د بهرنیانو په یوه مهم پوځي مرکز سرتیری برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۴ تنه خارجي مشاروین ووژل شول.

همدا راز طالبان له هغې مخکې د کابل هوايي ډګر باندې ډله ییز برید ترسره کړ چې شاوخوا ۵ نیم ساعته یې دوام درلود.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

بلال ساپی صیب

تاسو ته سلام او احترام

د عبدالحق څلورلاری مو باید په لاندی توګه ذکر کړی وای:

امنیتي چارواکي وايي چې پېښه په ځايي وخت سهار ۷ بجې د کابل د نهمې حوزې اړوند هغه څلورلارې کې رامنځ ته شوه چې دوی د عبدالحق په نوم نومولې ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x