افغانستان

اسټرالیا: که د اګست تر پای ته رسېدو وروسته د امریکا نظامي حضور وغځېږي، موږ هم کابل کې پاتېږو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره وایي، که د امریکا متحده ایالات د خپلې پخوانۍ پریکړې خلاف په افغانستان کې نظامي حضور وغځوي، نو اسټرالیاوي عسکر به هم هلته پاتې شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې «ماریس فایني» ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور د غځولو په بحثونو کې اسټرالیا هم برخه لري‌او که د امریکا متحده ایالات د اګست میاشتې تر یو دېرشمې وروسته خپل نظامي حضور وغځوي، نو اسټرالیا هم چمتو ده خپل ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې پرېږدي.

دې وړاندې زیاته کړې، چې د اسټرالیا د نظامي ماموریت د احتمالي غځولو هدف له افغانستانه د اخراج په پروسه کې مرسته کول دي.

اسټرالیا داسې مهال د نظامي‌ حضور د دوام هیله لري، چې د امریکا متحده ایالات وایي، د اګست میاشتې تر وروستیو یې په افغانستان کې نظامي حضور پای ته رسېږي‌ او هیله لري‌ چې د غځېدو اړتیا به یې پېښه نشي.

د امریکا ولسمشر «جوبایډن» ویلي، چې له طالبانو سره په همدې تړاو خبرې روانې دي.

یاده دې وي، چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور پای ته رسېږي او له شوې ژمنې سره سم ټول بهرني‌ ځواکونه باید افغانستان پریږدي.

دمګړۍ چې کابل د طالبانو تر واک لاندې دی، امریکا د خپلو پوځيانو او د هغو افغان همکارانو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې له امریکایانو سره یې مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی په غرب کی د تمدن او مدنیت څ چه د انسانیت جنازه هم خاورو ته وسپارله او فاتحه یی واخستل شوه. نه یواځی نوره نړۍ هغوی چه دوی ورته د مدنیت ځانګو وایی هغه په لمړی درجه امریکا ده مګر امریکا اوس لمړی درجه غلامی کی قرار لری یعنی د نورو غلامانو مشری او رهبری کوی ورپسی اروپایی مدنیت یی درجه دو غلام او همداسی د غلامی کچی پراخیږی اخری درجه غلام نمبر یی ۶۶۶ ته رسیږی. پورتنی لیکنه د استرالیا د خارحه وزارت وزیره وایی که امریکا کابل کی پاتی کیږی دوی هم پاتی کیږی لکه… نور لوستل »

مه کوی

بیانزی صاحب په دیر احترام. دوی پریژده د اوس حالت د شه سمون لپاره دی نظر سه شی دی که مهربانی وکری یو سه رنا پری واچوی او خپله طرحه موژ سره شریکه کری مهربانی به دی وی.

مه کوی

پام چی یوه شپه وخت ورنکری نور باید میدان خالی کری زکه هر مرداری او بدنامی د دوی دلاسه پیشه ده. دوی ته په زغرده وویل شی چی هر پروسه مخته غواری لاره شی نو د خپلو سفارتو د لیاری یی عملی کری.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx