افغانستان

د طالبانو مرستیال مشر: د نوي حکومت د جوړېدو په اړه جدي بحثونه روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ د طالبانو مرستیال مشر او د نظامي کمېسیون رئیس مولوي «محمد یعقوب مجاهد» وايي، د حکومت نشتون یوه ستونزه ده او دوی د نوي حکومت د جوړېدو په اړه په جدي سلا مشورو بوخت دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې تشکیلات بشپړ او اعلان به شي.

مولوي  محمد یعقوب مجاهد له شریعت غږ راډیو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه، رهبري شورا، سیاسي دفتر، د امنیتي سکتور د مسئولینو او نورو مشرانو تر منځ جدي سلا مشورې روانې دي، تر  څو ژر تر ژره یو نوی حکومت جوړ او اعلان کړل شي.

د نوموړي په خبره د نوي حکومت د جوړېدو د ځنډ لامل دا دی چې هڅه کېږي له ډير دقت څخه کار واخیستل شي او د حکومت تر جوړېدو وروسته پېښېدونکي احتمالي ستونزې هم سر راپورته نکړي «د حکومت په اعلان کې د ځنډ لامل دا دی چې موږ کوښښ کوو له ډير دقت څخه کار واخلو، تر څو داسې یو نظام رامنځته کړو، چې زموږ د ټولو قربانیو او تکلیفونو یوه نتیجه هم وي، او سبا ددې ټولو هیوادوالو لپاره یو نماینده حکومت او مستحکم حکومت وي.همدا لامل دی چې له ټولو سره مشورې کوو، تر څو بیا د حکومت تر جوړېدو وروسته ستونزې جوړې نشي.»

مجاهد ددې تر څنګ د کابل په هوايي ډګر کې شته بې نظمي د امریکایانو له امله بولي او هیله لري، چې ټول هغه خلک چې «امریکایانو د یوې توطیې له لارې» له افغانستانه ایستلو ته هڅولي، بیرته را وګرځي او په ډاډ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مونگ به دعا کوو چی پروردگار عالم مو پخی مه خویوه، ای علماوو !

الحاج استاذ بیانزی

زه شاهدی ورکوم چه طالب مشرانو او کشرانو خپل ژوند او مرګ د هماغه عبادت د پاره وکارولو د کوم د پاره چه الله ج د عبادت تر سره کلولو د پاره امانت ورکړی وو. دا ساده خبره څه چه ناممکنه ښکاریدله چه یو ګروپ مجاهدین دی ( چه سیاسی قدرت یی هم اخستل شوی وی، د هغه ګروپ د پاره یی ګاوندی هیوادونه هم زندان او مرګ جوړ کړی وو نه یی په اسمان ستوری او نه یی په زمکه سیوری درلود. یواځی څه چه یی لرل هغه ایمان او مورال وو، د دوی دوی سبیڅلی هدف ( چه… نور لوستل »

ملا جانان

افغانستان د نړیوالي ستري سیاسي لوبي ګرم میدان دی، دا ځکه چي په نړۍ کي د نړیوال سیاسي کرکیټ لپاره بله خالیصه ځمکه پآته نه ده. پر ټولو ځمکو تعمیرات، کورونه، مارکیټونه او خدماتي مرکزونه جوړ سوي دي او هلته د لوبو اجازه نسته. دلته د نړۍ لږ تر لږه ۸ استخباراتي ادارې فعالیت لري چی یو د بل سره کله د همکاري پروګرامونه ترتیبوي او کله هم د سیالي مقابلې ترسیموي. په داسي حساسو شرایطو کي د افغان ولس ملي مسئولیت دا دی چي په ټولو اړخونو کي جواسیس رهبران وپیژني. د جاسوس رهبر د پیژندګلوي تر ټولو موثره… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

که حقیقت ته وګوروامریکاحق نلری چه زموږتعلیم یافته خلک دملکه بوزی طالبان بایدپرینږدی چه کفارغیرله خپلواطباعونورافغانان له ملکه وباسی بایددایرپورټه جدی مخنیوۍ وکی.عبدالواحداڅګزۍ

عبدالرقیب

ښاغلې محترم ملا یعقوب اخوند مبارکه محترمه مدظله و رحمت الله علیه و حفظه الله! ستا والد صاحب به ستا والده محترمه نه وه غوښتې چي ما په کټه کي د کندهارۍ جامع مسجد و مخي ته مسواکان خرڅول، یعني د عمر د لحاظه یوڅه تر تا سینیره یم. کله چي په هیواد کي د نوي حکومت د جوړیدو په اړه جدي بحثونه روان وي نو په بحثونو کي ښکیل اړخونه په کلیو، ښارونو او بازارونو کي خپل همنظره خلګ تشویقوي چي ولسي غونډي راوبولي او خلګو ته د خپلي خوښي تګلاري افادیت ښودلو سره د هغوئ ملاتړ تر لاسه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x