ټولنیزه برخه

زموږ سیمه او د جهالت توره دوره ..!

ډاکټر احرار

د مدرسة ثقافة الاحرار او شهید راغب تقبله د دارالحفاظ والتجوید د پرانستغونډی بهیر او ارزښت.

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ سرحدي ښارګوټي ځنځیر چې د هیواد په جنوب کې د پاکستان سره په ۶۵ کيلو متره مشترک سرحد پروت ده، که تیره د اشغال دوره یې وڅیړل شي د زغملو به نه وي او شايد د ادب او فرهنګ په تول پوره بیانول یې هم ممکن نه وي.

یاده سیمه په تیره شل کلنه دوره کې د سرحدي کنډک له امله د زابل په ځای د کندهار مربوط او د رازق لغړي تر واک لاندې وه دلته اخلاقي فساد تر خپلې وروستۍ کچې رسیدلی و، د خلکو په ناموس، مال او ژوند تیری یو معمول ګرځیدلی و، دلته لواطت عام او د هلکانو خرید او فروخت د عسکرو او قومندانانو ترمنځ یو دود و چې د کندهاره تر زابله تبادله کېدل.

د اداري فساد اړوند دلته له هره بار وړونکي غټ موټره چې پاکستان ته اوښتل یا داخلیدل بلا تشخیص او تفریق یو لک کالدارې ۱۰۰۰۰۰ جبراً اخیستل کیدلې چې د دولت د خزانې یا ګمرکاتو په ځای د رازق شخصي کانتینر ته تحویلیدلې. د یادې سیمې خلګ په زراعت خپل ژوند مخته وړي د سیمې زورواکو جبراً له هرې برمې چې شاو خوا درې زره ۳۰۰۰ برمې ابادې دي د کال په زور دیرش زره ۳۰۰۰۰ کالدارې اخیستلې، که کوم چا به نه لرلې یا به یې کښت نقصان کړی و بیا به یې د برمې مشینري او سولر سیسټم ورڅخه انتقالوه چې لدې لارې یې په ملیونونو روپۍ ترلاسه کولی.

د وحشت او ستم بیان یې ناشونی ده یاده سیمه غزني، پکتیا او پکتیکا له پاکستان سره په لنډ واټن وصلوي، دلته خورا ډیر مسافر د رازق د لنډه غرو لخوا تر مسلسلو درنو شکنجو وروسته په شهادت ورسیدل دلته د غزني اوسیدونکي د مدرسې طالب چې له پاکستان نه د اختر لپاره کور ته روان و په ژوندون سترګې ترې و ایستل شوي وروسته په وهلو ټکولو په شهادت ورسیدې دلته ډیر لار ورکي افغانان چې لاره به یې غلطه کړي و د دوی لاس ته به ورغلل د تل لپاره ورک شول ډیری وخت به د سیمې مخور د قرانکریم په ور وړلو ورته جرګه شول چې اسیران مسافر ورڅخه خلاص کړي ولې دوی ظالمانو به په طمع کړل چې د رازق څخه امر اخلو بیایې پریږدو څو ورځې وروسته به یې مسخه شوي جسدونه مرکز ته نژدې پراته و موندل شول د ظلم وروستی حد دا و چې د شهیدانو جسدونه به یې هم بیرته قریبانو ته د پیسو په بدل کې ورکول.

دا هر څه د کابل د ادارې تر بیرغ لاندې ترسره کیدل دا هغه واکمني وه چې زموږ خیاطانو او ړندو ډیموکراتانو د ترقۍ او پرمختګ نوم ورکاوه او دایې شل کلنې لاس ته راوړنې ګڼلې او په له منځه تللو یې اوښکې تویولې د تعلیم او تربیې اړوند د دې سیمې ځینې کلات او کابل میشتي محصلینو به تل پر طالبانو تور لګاو چې مکتب نه پریږدي او زموږ ماشومانو ته د تعلیم زمینه نده برابره.

درې اونۍ وړاندې طالبانو د ولسوالۍ په شمول یاد ښارګوټي او سرحدي کنډک فتحه کړل او ټول وحشیان عسکر یې و بخښل د اسلامي امارت ترحم د ډاډ وړ و ما فکر کړی و چې دلته خو به حتماً ښه مجهز مکتبونه وې په سهار مو ولس او طالبان وپوښتل چې کوم مکتب یا مدرسه شته؟
تعجب پاتې شوم چې په تیرو شلو کلونو کې داسې هڅه هم نه وه شوې د میلیونونو روپیو په بدل کې د ولس مخورو هم ګیله نه و کړي او دا تشه ډنډوره یې یوازې د طالب په وړاندې د ملامتیا په نیت کاروله بیا مو پخپله طالبانو د لومړي مکتب او مدرسې افتتاح وکړه د یادې سیمې مشهور عالم او ادیب شهید ملا محمد حسین مستسعد تقبله الله ته منسوبه د مدرسة ثقافة الاحرار او یو دارالحفاظ تآسیس کړل او د شپږو جیدو استادانو په ملتیا مو پرانستغونډه ترتیب کړه د علم او خپلواکۍ اهمیت مو بیان کړ ماشومانو ته مو درسي لوازم او کتابونه توزیع کړل د خپلواکۍ او طالب قدر د لیدلو و د خلګو خوښي او د کوروداني اظهار هم د ستایلو و موږ داسې احساس وکړ لکه یو ستر مسؤلیت چې مو په بریا ترسره کړې وې د اسلامي امارت د مشرتابه او چارواکو څخه هیله لرم چې هر کلي او دیار په علمي مراکزو اباد کړي تر څو مو پر ولس او ماشومانو ترحم کړی وې او د جهالت او تورتم نه مو ژغورلی وي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx