ورزش

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیریز له سریلانکا څخه پاکستان ته انتقال شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیریز په سفر کې د لوژستیکي ننګونو او له ګڼو ستونزو وروسته بالاخره پاکستان ته انتقال شو.

ټاکل شوې وه دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه توب لومړی په عربي اماراتو کې ترسره شي، خو د هند غوره لیګ له کبله سریلانکا ته انتقال شوې، چې اوس په افغانستان کې د وضعیت ناکرارۍ یادې لوبې پاکستان ته انتقال کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر حامد شینواري کریک انفو ESPNcricinfo ته منلې چې د هېواد دننه د ناسم وضعیت له کبله د هوایي الوتنو نه شتون او په سریلانکا کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله لس ورځني قرنطین دوی په پاکستان کې سیالیو ترسره کولو ته اړ کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیالیو مهالویش به هماغه (سپتمبر دریمه) کیښودل شي خو د لوبغالي او ځای په اړه به پریکړه وروسته اعلان شي.

پاکستان دمخه افغان کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی و چې په عربي اماراتو کې د سیریز نه ترسره کېدو پرمهال دغه هېواد کې لوبې ترسره کړي خو افغان بورډ دغه وړاندیز رد کړی و.

افغان لوبډله به د یادې اونۍ په پای کې پاکستان ته سفر وکړي. دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی سیریز وي، او دغه لوبې به د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه وي.

له دې وړاندې داسې اټکل شوې وه چې افغان لوبډله به د پاکستان او عربي اماراتو له لارې سریلانکا ته سفر وکړي.

که څه هم دا سیالۍ په پاکستان کې ترسره کیږي خو کوربه لوبډله به یې لا هم افغانستان وي. د یادو لوبو لپاره افغان کرکټ بورډ وار دمخه ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

ټاکل شوې ده د پاکستان کرکټ بورډ هم په راتلونکي نږدې کې لوبډله اعلان کړي، خو ویل کیږي چې دوی به بابر اعظم، محمد رضوان، شاهین افریدي او حسن علي ته د راتلونکي شل اوریز جام ته د غوره چمتو والي لپاره ارام ورکړي او پرځای یې نوي لوبغاړو ته شامل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x