نړۍ

حماس او اسراییلو په ۱۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري۳مه ۱۳۹۳ل): اسراییلو او حماس د ۱۲ ساعتونو لپاره پر اوربند او جګړې درولو باندې سره هوكړه کړې.

په غزه کې د اسراییلي ترهګرو په هوايي او ځمکني بریدونو کې تر دې مهاله ۸۷۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو په وینا،د حماس په ځوابي بریدونو کې ۳۶ اسرایيلي پوځيان وژل شوي.

د حماس جهادي غورځنګ ویایند سامي تایید کړه، چې د اسراییلو او حماس تر منځه د شنبې په ورځ ۱۲ ساعته  اوربند باندې  هوکړه شوې.

که څه هم اسراییلي حکومت په رسمي ډول دا اوربند تر دې دمه د دې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو اسراییلي رسنۍ وايي چې حکومت یې موقت اوربند ته غاړه ايښې ده.

بل خوا، بیا داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې اسراییلو پرون ماښام د جنګ بندۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پېشنهاد رد کړ.

اسراییلو زیاته کړي، چې د دوی امنیتي غونډې پریکړه کړې چې په غزه کې به ځکمني عملیات روان ساتي.

حماس هم د خپلو شرطونو په منلو ټينګار کوي او وايي چې تر هغې یې شرطونه نه وي منل شي، اوربند ته تیار نه دي.

د حماس شرطونه د غزې د محاصرې پای ته رسول او د مصر پوله بېرته پرانېستل او نور دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x