ورزش

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ راتلونکې کال ته وځنډیدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز چې ټاکل شوی و په سپتمبر میاشت کې ترسره شي راتلونکې کال ته وځنډیدې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر حامد شینواری وایي چې د هېواد په روان وضعیت کې د لوبغاړو روحي روغتیا ته په کتلو د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ پریکړه وشوه چې یادې سیالۍ راتلونکي کال ته وځنډیږي.

نوموړي زیاته کړې، موږ کوښښ وکړ په هر حالت دغه لوبې ترسره کړو، چې آن پاکستان کې مو د سیالیو ترسره کول ومنل خو د لوبغاړو رواني وضعیت ته په کتلو مو غوره وګڼله یاد سیریز وځنډوو.

دغه سیالۍ د لاندې لاملونو له کبله وځنډیدې:

له افغانستان څخه بهر ته د الوتنو نه شتون او روان سیاسي وضعیت، په سریلانکا کې د کووید-۱۹ ناروغۍ تازه وضعیت او لس ورځنی قرنطین، د افغان لوبغاړو رواني روغتیا او د نشراتي تجهیزاتو نه شتون چې له امله یې یادې لوبې وځنډیدې.

د پاکستان کرکټ بورډ نړیوال رئیس ذاکر خان وایي، موږ له افغان کرکټ بورډ سره خورا له نږدې کار وکړ تر څو په هر حالت دغه سیالۍ په دوه اړخیزه سیریز کې ترسره کړو، خو موږ ددوی په ننګونو پوهیږ چې له همدې امله مو د سیریز ځنډولو پریکړه راتلونکې کال ته کړه.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان بورډ له افغان بورډ سره عالي اړیکې لري او په ۲۰۲۲م کې د دغه سیریز ترسره کولو لپاره به هر ممکن کوښښ وکړي، ځکه چې دا د دواړو لوبډلو لپاره د ۲۰۲۳م کال یو ورځني نړیوال جام ته په مستقیم ډول د لار موندنې لپاره خورا مهم دی.

دا په داسې حال کې چې افغان لوبډله د راتلونکي شل اوریز جام ته د چمتو والي په موخه هیڅ یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې نه لري، چې چمتو والی به ددوی لپاره ستر چیلنج وي. دغه جام په اکتوبر میاشت کې پېلیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیریز له څو پړاوونو تېر شو خو په پای کې یې د ځنډيدو پریکړه وشوه. دغه لوبې لومړی عربي اماراتو کې ټاکل شوې وې چې د هند غوره لیګ له کبله سریلانکا او بیا پاکستان ته انتقال شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

تېره ورځ می په همدې پاڼه کی یو تیتر تر سترګو سو تقریباً پدې بڼه: ” طالب چارواکی وائی د کریکټ د ورزش د ودی ملاتړ کوو “. مطمئناً ډیر ګران لوستونکی ما ته د یو سپین سترګی او لجوج او سفسطه ګوی په سترګه ګوری، شاید حق هم ولری خو زه د منطق او تعقل د درګاه وفادار چپراسی او پاسدار یم او حتی د خپل دین او مذهب او معنوی ارزښتونو انتخاب می د همدې خپل منطق او تعقل په رُڼا کی ځانته ټاکلئ دئ نه د وراثت له لیاری. تېره ورځ زما یو دوست د خپلو دوستانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x