افغانستان

د امریکا د استازو مجلس: د اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د «اخراج» پروسه نشي‌ بشپړېدای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ داسې مهال چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور پای ته رسېږي؛ د یاد هیواد د استازو ملجس وایي، په ټاکل شوې موده کې د اخراج د پروسې بشپړول ستونزمن ښکاري.

د استازو مجلس د استخباراتو کمېټې مشر «ادام شیف»‌وايي، د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي اتباعو، د کډوالۍ د ځانګړو ویزو درلودونکو او د هغو افغانانو چې له امریکایانو سره همکار پاتې شوي؛ ایستل ستونزمن ښکاري.

دده په خبره، هیڅ داسې تصور نشي کېدای چې یاد شوي کسان دې ټول په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه وایستل شي «د ټولو هغو امریکايي اتباعو چې له افغانستانه وتلو ته اړتیا لري، د کډوالۍ د ځانګړو ویزو درلودونکو، د امریکایانو د همکارانو، د خبریالانو، د مدني‌ ټولنو د استازو او د ښځو ټولنو د مشرانو او داسې نورو په بشپړ ډول ایستل د اګست د میاشتې تر پایه ستونزمن ښکاري، زه یې تصور نشم کولای.»

نوموړي ددې تر‌څنګ د کابل هوايي ډګر پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او په خبره یې، ښایي داعش بریدونه ورباندې وکړي؛ ځکه دده له قوله، دا ځای داعش ته تر ټولو غوره هدف کېدای شي.

شیف د طالبانو له لوري‌ د افغانستان نیول یو نه هېښوونکی تحول وباله،‌ ځکه دده په خبره، د کابل تر نیول کېدو وړاندې استخباراتي ارزونې داسې وي، چې ښایي‌ حکومت ژر چپه شي او هر څه د طالبانو لاس ته ولوېږي.

امریکایي چارواکي داسې مهال د اګست تر پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون هیله لري، چې طالبان وایي، امریکا باید له کړې ژمنې سره سم د روانې میلادي میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي او تر یادې شوې نېټې وروسته په هیواد کې پاتېدل به ناوړه پایلې ورته ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

خود نه سي بشپړیدای. تر څو چي د استازو د مجلس نماینده ګان د ټرانسپورټي شرکتونو څخه پرسنټیج جیب ته کوي دا پروسه به تر کلونو پوري هم بشپړ نه سي. که نه ډیره ساده طریقه ده. دوئ دي د خپلو مطلوبو کسانو لیسټونه د ادرسونو او تماس شمیرو سره ترتیب کړي او د امارت مسئولینو ته یې وسپاري. امارت به هغه ټول کسان به په درې ساعته کي راغونډ کړي په موټرانو کي به یې کښینوي او تر رنوې پوري به یې ورته ورسوي. دوئ دي یې په طیارو کي کښینوي. کار خلاص

الحاج استاذ بیانزی

امریکایان اصلا انګریزان دی دامریکا د غصبولو د پاره یی ورته د امریکایانو نوم ورکړی ، د امریکا بومی یا اصلی خلکو ته سره هندیان یا رید اندین وایی . انګریزانو به د هند لوی وچی ته هم بریتښ اتندیا ویله لکه بریتښ کولمبیا ، نیوزلیند ، استرالیا او کاناډا په شان. د انګریزانو لمسیان ( امریکایان ) څه چه وایی هغه نه کړی او چه څه کوی هغه نه وایی . امریکا دی ته حاضره نه ده چه د یو ګروپ مجاهدینو په مقابل کی خپله شرمیدلی ماته ومنی کله یوه او کله بله بهانه لټوی که طالبان وداروی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx