نړۍ

چين: امريکا باید له خپلو تېروتنو عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲وږی، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ياوياو يانګ د افغانستان روان وضعيت پړه پر امريکا اچولې او هيله يې ښکاره کړې، چې متحده ايالتونه بايد له خپلو تېروتنو عبرت واخلي او په راتلونکي کې له داسې کړنو ډډه وکړي.

ياو ياو يانګ له جيو پاکستاني تلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، چين له افغانستان سره تلپاتې او دايمي ملګرتيا ته ژمن دي.

نوموړي ويلي، له تېرو شلو کالو خونړيو جګړو وروسته بايد د افغانستان راتلونکی نظام د افغان ولس په خوښه جوړ شي او کابل ته د طالبانو له داخلېدو وروسته هلته وضعيت بدل شوی دی.

د چين ځانګړي استازي غوښتنه کړې، چې افغانستان ته بايد وخت ورکړل شي، چې په سوله‌ييزه توګه د خپلو ستونزو لپاره حللارې ولټوي او خپل هېواد بېرته ورغوي.

ياوياو يانګ زياته کړې، چې دی له خپل پاکستان سيال صادق خان او د سيمې له نورو هېوادونو سره په اړيکه کې دی او دوی د افغانستان په اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان د بحراني وضعيت پړه هم پر امريکا او ناټو اچولې او ويلي يې دي، دوی له امريکا غوښتي وو، چې له شل کلن اشغال وروسته بايد امريکايي او ناټو ځواکونه په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي، خو امريکا او متحدينو يې افغانستان په ترينګلي وضعيت کې پرېښود.

ده زیاته کړې، چې بيجينګ په تېرو وختونو کې څو ځله امريکايي چارواکو ته ويلي و، چې د افغانستان بحران له پوځي لارې نه حل کيږي او د دې لپاره بايد له سياسي لارو چارو کار واخيستل شي.

د چين ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په بيجينګ کې د چين د بهرنيو چارو وزير سره د خبرو پر مهال هغه ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې يوه ټولشموله حکومت ته ژمن دي.

د ياوياو يانګ په وينا طالبانو له چينايي چارواکو سره د خبرو پر مهال ژمنه کړې، چې دوی د جګړو پر ځای له سياسي لارو چارو د روان بحران حل ته ژمن دي او غواړي، چې په راتلونکي وخت کې داسې يو ټولشموله حکومت رامنځته کړي، چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

ده ويلي، چې طالبان د افغانستان په کچه يو ستر پوځي او سياسي ځواک دی او هيله ده، چې طالبان داسې يو نظام رامنځته کړي، چې د افغانستان بیا رغونه او افغان ولس خدمت په سمه توګه وکړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Aqa MohAmmad

زما له نظره صرفنظر د سياسى اختلافاتو ، ننۍ شرايط د شکيلاک نه د وتلو او د شکيلاک تر حمايتونو لاندى د جنګسالار د ختمولو دپاره بهترين فرصت دى چى بايد طالبانو سره دزړه له کومى او جدى مرسته وشى ، نشى چى بيا ناوخته وى ! بل داچى د امريکايانو حضور د کابل نړيوال ډګر کى ، ترشا پت رازونه او د خطرناک پلان په معنى کيداى شى ، ځکه نو دا بايد دطالبانو تر غوژوږنه عجل ورسيژى ، دوى بايد د مخابراتو دلارى د ورک او تشتيدلى نظامى چارواکو لکه ياسين ضيا ، د امنيت ريس ، بسم… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه کفر خپلو کی واحد ملت دی، سره د دی چه دوی اقتصادی رقابتونه او دسمنی خپلو کی لری مګر بیا هم د چین استعماری تاریخ کی چین په ګاوندی هیوادو کم او یا نه پریدونه کړی برخلاف امریکا هغه هیواد دی ( چه د امریکا براعظم له غصبولو وروسته) د امریکا متحده اصلاع د نوی حکومت د تاسیس له وخته چه دوه نیم سوه کاله لا نه کیږی په دوه سوه جنګو کی یی مستقیم او غیر مستقیم برخه اخستی او اخلی جنګ د امریکایانو دپاره ژوند دی . پرون یی په ویتنام کی ماتی سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx